د هند پارلمان د مودي حکومت پر ضد د بې باورۍ پر قرارداد بحث کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند پارلمان پر لومړي وزیر نرېندرا مودي د بې باورۍ څرګندولو پر هغه قرارداد بحث کوي، چې اپوزېسیون ګوندونو پارلمان ته وړاندې کړی دی.
په دې هکله د کانګرېس ګوند اړوند پارلمان غړي ګورو ګوګوی بحث پیل کړ، چې د جولای پر ۲۶ مه یې پارلمان ته دا قرارداد وړاندې کړ. پر پنجشنبه به د بحث له پای ته رسېدو وروسته د دې تحریک په هکله پارلمان غړي رایې ورکړي.
داسې فکر نه کېږي چې ښاغلی مودي به د بارو رایې په اخیستو کې پاتې راشي، ځکه د نوموړي ګوند بهارتیه جنتا ګوند په هندي پارلمان کې څرګند اکثریت لري.
خو اپوزېسیون ګوندونه وايي، دا قرارداد به ښاغلی مودي اړباسي چې په مانیپور ایالت کې پر روان توکمیز تاوتریخوالي خبرې وکړي.
د یادونې ده چې د تېرې مې میاشتې له لومړیو راهیسې چې په مانیپور کې د اکثریت میتي توکمو او لږکۍ کوکي اړوند قبیلې تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی، نژدې ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.
ښاغلي مودي په دې هکله له یوې پېښې وروسته چې دوې ښځې یوه ډله خلکو بې کالیو وګرځولې، نژدې دوې اونۍ وروسته په یوه ویډيويي کلیپ کې خبرې وکړې. د یادونې ده، چې هغې پېښې په نړیواله کچه یوه غوغا رامنځته کړه.
ښاغلي ګوګوی په پارلمان کې د بحث پیلولو پر مهال وویل، اپوزېسیون ځکه دا قرارداد وړاندې کړی چې په وینا یې دوی غواړي ښاغلی مودي د ''مانیپور په هکله خاموشي ماته کړي.'' ځینو نورو اپوزېسیون مشرانو هم د مانیپور پر وضعیت او په ځانګړې توګه په دې ایالت کې د ښځو پر حالت اندېښنه څرګنده کړه.
د بي جې پي له لوري بیا د بحث ګډونوالو پر اپوزېسیون تور پورې کړ، چې سیاسي لوبه کوي او په وینا یې دوی به قرارداد وړاندې کوونکو ته 'ماتې' ورکړي.
د پارلمان اوسنیو غونډو کې چې د جولای پر ۲۰ مه پیل شوې، معمولاً اپوزیسیون غړي له لومړي وزیر نرېندرا مودي غوښتنه کوي، چې د مانیپور پر موضوع باید وغږیږي. تمه کېږي چې ښاغلی مودي به د پنجشنبې پر ورځ بحث ته غبرګون څرګند کړي.









