جنوبي کوریا کې ځینې میندې او پلرونه ولې ځانونه کوټه قلفوي؟

جنوبي کوریا

د عکس سرچینه، Korea Youth Foundation

جنوبي کوریا کې بهر نړۍ سره د دغو کوچنیو خونو د اړیکې یوازینۍ لار هغه سوری دی، چې خواړه پرې را دننه کېږي.

په دې کوچنیو خونو کې هغه کس چې ځان یې بندي کړی وي ځان سره د لپټاپ ننویستو حق هم نه لري او یوازیني ملګري یې د خونې څلور دیوالونه دي.

د دې کوټې خلک زندانیان نه دي، خو ځان د دې لپاره کوټه قلف کوي چې د انفرادي "جلا زندان" خوند وڅکي او تجربه یې کړي.

یو کسیزې کوچنۍ خونې

دې ګوښیتوب او له خلکو لیري کېدو ته (هیکې کوموري) وايي. دا هغه اصطلاح ده چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې هغو کسانو ته کارول کېږي، چې له خلکو او ټولنې ځان ګوښې کوي.

په اپرېل میاشت کې میندې او پلرونه د ۱۳ اوونیو لپاره یوه روزنیز پروګرام کې چې د جنوبي کوریا د ځوانانو د یوه غیر دولتي بنسټ له لوري جوړېږي برخه اخلي.

د دې پروګرام د جوړېدو موخه دا ده چې میندې او پلرونه څنګه خپلو اولادونو سره ښه اړیکه لرلی شي.

په دې روزنیر پروګرام کې د درېیو ورځو لپاره کوټه قلفې شامله ده. چې والدین به د کانګوون ولایت هانګ شین سیمه کې په جلا او یو کسیزو خونو کې ځانونه کوټه قلفوي.

تمه دا ده چې دا یوازیتوب او ګوښیتوب هغوی سره مرسته کوي، چې د خپلو اولادونو شرایط په ښه توګه درک کړي.

"عاطفي زندان"

درې کاله کېږي چې د مستعار نومې (جین یونګ هه) زوی له خپلې خونې بهر نه راووځي او ځان یې ګوښې کړی.

له هغې راهیسې چې جین کوچنیو خونو کې پاتې کېدو لنډه روزنیزه دوره تېره کړې اوس له پخوا د خپل ۲۴ کلن زوی "عاطفي زندان" ډېر ښه درک کولی شي.

دا پنځوس کلنه ښځه وايي: "ما به مخکې تل دا فکر کاوه چې ما داسې کومه تېروتنه کړې، چې دی داسې ګوښې شوی. دا فکرونه ډېر ځوروونکي وو. خو له هغه راهیسې مې چې درک کړی اوس راته کیسه یو څه روښانه شوې."

خبرو کولو ته زړه نا زړه کېدل

جنوبي کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

مېرمن جین وايي، زوی یې ډېر تکړه او لایقه و او زمونږ ورته ډېرې تمې وې.

هغه به ډېر کله ناروغه و خو سره له دې یې هم هڅه کوله چې خپل ملګري او ملګرتیا وساتي. له څه مودې وروسته یې تغذیه کې ستونزې پیدا شوې او ښوونځي ته تګ یې هم ورته ستونزمن کړ.

کله یې چې زوی پوهنتون ته لاړ په لومړي سمسټر کې هر څه ښه ښکارېدل، خو ناڅاپه هر څه بدل شول.

بلاخره هغې به ځان کوټه کې قلفاوه او خپلې روغتیا او خوراک ته به یې هیڅ پام نه کاوه. مور یې د دې حالت په لېدو زړه ماتې کېده.

ژور خپګان، له ملګرو او کورنۍ بېلېدل او دا چې یوه ښه پوهنتون ته یې لار پیدا نه کړه ښايي پرې منفي اغېز کړی وي. خو هغه هیڅ خپلې مور سره خبرو ته زړه نه ښه کوي او د خپلې نا ارامۍ او خپګان دلیل ورته نه وایي.

کله چې آغلې جین دې پروګرام ته راغله، هغه یادښتونه یې ولوستل چې نورو ګوښي ځوانانو لیکلي وو.

هغه وايي: "ځکه چې زوی مې ماسره خبرې نه کولې او زه نه پوهېدم چې په ذهن کې یې څه تېرېږي. د دې یادښتونو لوستل د دې لامل شول چې پوهه شم هغه په چوپتیا خپل ځان خوندي کوي. ځکه چې هیڅ څوک یې نه درک کوي."

یوه بله مور چې دلته یې مستعار نوم (پارک هان سیل) یاد شوی د خپل ۲۶ زوی لپاره چې هغه هم له نورې نړۍ سره اړیکه پرې کړې دې مرکز ته راغلې.

زوی یې څو ځله له کوره تښتېدلی او اوس ډېر کم له خپلې خونې بهر راووځي.

مېرمن پارک هغه د مشاورې لپاره رواني ډاکټر ته بیولی، خو زوی یې هغه درمل نه خوري چې ډاکټر یې سپارښتنه کړې.

خپلمنځي اړیکې

جنوبي کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم آغلې پارک لا هم هڅه کوي خپل زوی سره اړیکه ونیسي، خو د ګوښیتوب هغه پروګرام په مرسته اوس یو څه نا څه پوهېدلې چې د خپل زوی احساسات درک کړي.

نوموړې وايي: "ما ومونده چې مهمه دا ده چې د خپل زوی حالت ومنم پرته له دې چې هغه د کوم څه کولو ته مجبور کړم."

د دغه هېواد د عامې روغتیا د ۲۰۲۳ کال نظر پوښتنو له مخې، د ۱۹ تر ۳۴ کلنۍ پورې هرو ۱۵ زره ځوانانو کې شاوخوا پنځه سلنه یې ګوښیتوب غوره کوي او بهر نړۍ سره اړیکې پرې کوي.

که دا نظر پوښتنه د جنوبي کوریا د ټول نفوس په حساب په پام کې ونیسو، شاوخوا ۵۴۰ زره کسان په دغه هېواد کې ورته وضعیت لري.

د دغې نظر پوښتنې له مخې، د ګوښیتوب تر ټولو لوی دا لاندې دلایل لري:

  • ۲۴،۱ سلنه یې مناسب کار نه موندلو له امله
  • ۲۳،۵ سلنه یې خپلمنځیو اړیکو کې د ستونزو له امله
  • ۱۲،۴ سلنه یې کورنیو ستونزو له امله
  • ۱۲،۴ سلنه یې ناروغیو او روغتیايي ستونزو له امله

د کیونګ هی څیړنیز پوهنتون د ټولنیزو علومو برخې پروفیسر جیونګ ګو وون وايي، جنوبي کوریا کې له ځوانانو د کار او زدکړو برخه کې ډېرې لویې تمې په ځانګړې ډول د اقتصادي ځوړتیا او کرکیچ پر مهال د دې لامل شول چې پر ځوانې طبقي فشار ډېر شي او په ژور خپګان اخته شي.

دا باور چې د اولاد لاسته راوړنه د بریالۍ کورنۍ نښه ده د دې لامل شوه چې ټوله کورنۍ ګوښي توب ته اړه شي.

که اولادونه زیار او هڅه و نه کړي ډېرې کورنۍ ځانونه ملامتوي او د ګناه احساس کوي.

پروفیسور جیونګ وايي: "مور او پلار اولادونو سره خپله مینه په خبرو نه بلکه په عمل او بریا ښکاره کوي."

ځینې پوهان په دې باور دي چې د اولادونو ګوښیتوب ان د کورنیو د ګوښیتوب لامل کېږي.

د دوی په باور دا کورنۍ ډارېږي چې خپل خپلوان یې په اړه ناسم قضاوت و نه کړي، دوی نه شي کولی چې د خپلې ستونزې په اړه په راحتۍ خبرې وکړي، نو ځکه ځان ګوښې کوي او له خلکو اړیکې پرې کوي.

دوی خپلو خپلوانو او دوستانو سره راشه درشه راکموي او په مجلسونو او بنډارونو کې هم ګډون ته زړه نه ښه کوي.

"زه پام درباندې کوم"

جنوبي کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه میندې او پلرونه چې دغو پروګرامونو ته راځي په دې تمه وي چې اولادونه یې بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

له مېرمن جین مو وپوښتل چې که زوی یې له ګوښیتوبه راووځي نو دا به څه ورته وايي؟ سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او په داسې حال کې چې غږ یی رېږدېده ویې ویل: "تا ډېر وزغمل، سخت و کنه؟ زه پام درباندې کوم."

که تاسې هم ورته حالت تجربه کوئ ښه ده چې د درملنې او مشورې لپاره ډاکټر او متخصص کسانو ته ورشئ.