د نوبل جایزې ګټونکې زنداني ایرانۍ د څلورم ځل لپاره محاکمه کېږي؛ وايي محکمه مې باید علني وي

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوبل جایزې ګټونې ایرانۍ زنداني نرګس محمدي (د نظام پر ضد تبلیغ او پر ښځو د جنسي تیري د اعتراض) له امله د څلورم ځل لپاره محاکمه کېږي.
آغلې نرګس غوښتنه کړې، چې دا ځل یې باید محکمه علني وي.
نوموړې د اوین له زندانه په یوه لیک کې د ایران حکومت قضايي چارواکو ته ویلي: "تاسې باید زما محکمه د خبریالانو، د ښځو چارو او بشر حقونو فعالانو او زما د وکیلانو په موجودیت کې په علني توګه وکړئ."
دا په تېرو څلورو کالو کې څلورم ځل دی، چې د ایران حکومت نوموړې محاکمه کوي.
مېرمن محمدي ویلي: "غواړم د اسلامي استبدادي حکومت د جنسي تېري له ګواهانو او روایت کوونکو سره یو ځای په محکمه کې محاکمه شم."
تمه ده چې محکمه نن یکشنبه وشي.
ایراني چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نوبل جایزې دې ۵۲ کلنې زنداني ښځې ویلي، دا ځل پر خبریالې او محصلې دینا قالیباف د ایران امنیتي ځواکونو له خوا د برید او پر بدن د وهلو او ټکولو د نښو لیدو وروسته د دې پېښې پر ضد د غږ پورته کولو له امله محاکمه شوې.
مېرمن محمدي په نه ستړې کېدونکې توګه ایران کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کړې او خپله دا مبارزه یې په زندان کې هم جاري ساتلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
کورنۍ یې وايي، پر دوولس کاله زندان سربېره هغه ۱۵۴ دُرې وهل شوې، دوه کاله تبعید او د سیاسي او ټولنیزو بندیزونو سزا ورکړل شوې ده.
څو کاله کېږي چې هغې خپله کورنۍ (مېړه او ماشومان) - چې په پاریس کې دي نه دي لیدلي.
د دې ټولو بندیزونو او سختیو سربېره هغې لا هم د اجباري حجاب پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړی.
نوموړې په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو د حقونو برخه کې د خپلو هڅو له امله د نوبل جایزې وګټله.
د هغې ماشومانو په اوسلو ښار کې د مور ګټلې جایزه ترلاسه کړه او هغه وینا یې چې مور یې په پټه له زندانه ور استولې وه د غونډې ګډونوالو ته واوروله.
مېرمن محمدي په هغه پیغام کې ویلي و: "زه دا پیغام د یوه زندان په سړه خونه کې چې دېوالونه یې هم ډېر لوړ دي لیکم. ایرانیان به د جبر پر وړاندې مبارزه کې بریالي کېږي."
هغې ۲۰۲۲ کال کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته پیل شویو احتجاجونو ته په اشارې ویلي، ځوانو ایرانیانو د ایران کوڅې او عامه ځایونه د پراخ مدني مقاومت پر ځای بدل کړي او مبارزه کوي.
وروستیو کې د ایران جمهوري حکومت چارواکو پر ښځو د خپلو "سختو قوانینو" د پلې کولو او له سرغړونو د مخنیوي په موخه د څار کمرو د لګولو په ګډون نور ګڼ سخت اقدامات پیل کړي.











