د زنداني نرګس محمدي لور: د مور مې یوازې ویښته په یاد دي، نور مې هېڅ څه نه یادیږي"

نرګس محمدي

"کله چې دې څوک د مور نوم یادوي لومړی دې څه شی ذهن ته درځي؟"

علي: "زما مور ډېره مهربانه وه او ښه خوی یې درلود."

کیانا: "زما یې یوازې وېښته په یاد دي.... نور مې هېڅ څه نه یادېږي، وبښئ."

بي بي سي یو غږیز پیغام ترلاسه کړی چې پکې د بشر حقونو فعاله ایراني زندانۍ او د ۲۰۲۳ کال نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي خپلو غبرګونو ماشومانو ته د هغوی د کالیزي مبارکي وايي.

په دغه پیغام کې یې ویلي:"د هغې ورځې په هیله چې هېڅ یوه مور له خپلو اولادونو جلا نه شي."

دې ۱۷ کلنو غبرګونو اته کاله مخکې ایران پرېښود او خپل پلار تقي رحمان سره چې سیاسي فعال دی پاریس ته جلا وطنه شول.

له هغې ورځې بیا تر ننه دې غبرګونو خپله مور نه ده لیدلې، او مور سره د دوی له وروستۍ ټلیفوني اړیکې یو نیم کال اوښتی.

د بي بي سي خبریالي پاریس ته د سفر پر مهال د نرګس محمدي غږیز پیغام د هغې پر اولادونو(علي او کیانا) واوراوه.

مور یې په زندان کې ده خو اولادونو یې تېره یکشنبه د ډسمبر په لسمه ناروې کې د خپل مور په استازیتوب د نوبل جایزې د ورکړې مراسمو کې ګډون کړی و.

نرګس محمدي

آغلي محمدي د دغه غږیز پیغام په یوه برخه کې ویلي چې، د نهو پرلپسې کلونو په موده کې یې خپل اولادونه نه دي لیدلي خو د هغوی د کلیزې پر ورځ یې د اوین په زندان کې خپلو ملګرو سره د خپلو دوو غبرګونو په یاد ډیوې بلې کړي او دا دعا یې کړې چې:"د هغې ورځې د راتلو په هیله چې هېڅ یوه مور له خپلو اولادونو او هېڅ اولادونه له خپلې مور بېل نه شي. ډاډه یم چې هغه ورځ به ډېره ښه ورځ وي. د انسانیت ورځ به وي، د سولې ورځ به وي او هغه ورځ به زمونږ د دریواړو د بریا ورځ وي."

علي رحماني د خپلې مور د دې پیغام له اورېدو وروسته ویلي چې ډېر یې پرې اغېز کړی او پر خپلې مور ډېر ویاړي ځکه چې :"دا ښکاره کوي چې هغې بدلون نه دی کړی او آن تر پخوا لا ډېره ژمنه شوې او خپلې لارې ته به دوام ورکوي."

هغې ویلي:"رښتیا دا دي چې، مونږ هره ورځ خپلې مور ته فکر کوو. هره ورځ هره شېبه او هر وخت. دا مو منلې او درک کړې مو ده چې هغه کارونه چې زما مور یې نن ترسره کوي په حقیقت کې د خپل هېواد لپاره یې کوي او زما او کیانا لپاره. د دې لپاره یې کوي چې په ایران کې د کیانا حقونه زما له حقونو سره برابر وي. په دې کلونو کې مو په دې تمه قرباني ورکړې چې ښه کلونه په مخ کې ولرو."

نرګس محمدي

کیانا هم د دغه پیغام په غبرګون کې ویلي، سره له دې چې له موره جلا والی ورته ګران دی، خو د ښه راتلونکي لپاره د دې کلونو او له موره د بیلتون زغم ارزښت لري."

نرګس محمدي د تېرې اکتوبر میاشتې پر شپږمه د نوبل د جایزې د ګټونکې په توګه اعلان کړه.

هغه په ایران کې د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي برخه کې د خپلو مبارزو له امله دغه جایزې ته نومانده وه.

نرګس له دې اعلان څه موده وروسته د زړه له ناروغۍ رنځ وړه خو د زندان مسولینو ورته له ټیکري پرته روغتون ته د تګ اجازه نه ورکوله.

خو د بشر حقونو دې فعالې د زندان مسولینو د دغې پرېکړې پر وړاندې مقاومت وکړ او خوړو اعصاب یې پیل کړ، په پایله کې هغې ته اجازه ورکړل شوه چې له ټیکري پرته روغتون ته بیول شي.

نرګس محمدي

کیانا رحماني د خپلې مور د دغې پرېکړې په اړه ویلي:"زما په اند دا ډېره ښه ده. ځکه دا ښکاره کوي چې د هغې مبارزه په کوم ځانګړي وخت او ځای پورې تړلې نه ده، بلکه هغه په خپل ورځني ژوند کې هم مبارزه کوي. دا ښکاره کوي چې زما مور لا هم ډېره زړوره او د ښځې، ژوند ازادي او هر څه لپاره ډېره ژمنه ده."

د بي بي سي خبریالې په پای کې له دغو غبرګونو پوښتنه وکړه

"که نرګس ووینئ لومړۍ خبره چې ورته کوئ څه به وي؟"

کیانا:"سلام"

علي:"مورې بازار ته کله ځو چې ایسکریم وخورو؟ اجازه لرو چې درې ایسکریمه وخورو؟"

"زما او د کیانا ایسکریم ډېره خوښېده. له ایسکریم خواږه یادونه لرو. ډاکټر ته تللي و، ډاکټر مې له مور وپوښتل چې دوی په ورځ کې څو ایسکریمه خوري؟ مور مې ورته وویل: درې دانې. ډاکټر په ډېرې حیرانۍ وپوښتل: درې دانې خوري؟؟ مور مې وویل: نه ورته نه شم ویلی، غواړي یې ډېر یې خوښیږي."

نوموړي زیاته کړې:" که ایران زاد شي، مور مې ازاده شي او هغه ورځ راشي چې مونږ یې غواړو نو هغه وخت به مونږ خپلې موخې ته رسیدلي یوو..... بیا به هم بازار ته ځو او ایسکریم به خورو.... بس همدا."