درې وخته منظم خوراک یا سپک خواړه؟

د لاس یو انځور چې غواړي سناکس (سپک خواړه/خونی) لکه مڼه، چپس، مغزیات، او چاکلېټ واخلي.

نینې شوي ممپلي، چېپس، خواږه، چاکلېټ، د نینې شویو وریجو خواږه، بسکټونه، کیکونه او ورته نور خواړه هغه که خواږه وي یا مالګین سنکس یا سپک خواړه ګڼل کېږي او نړۍ کې ډېر ډولونه لري.

انسانان له زرګونو کلونو راهیسې سپک خواړه (سنکس) خوري، خو په وروستیو زمانو کې یې یو ډېر لوی صنعت رامنځته کړی، چې هر کال تر یو ټریلیون ډالرو ډېر کاروبار په کې کېږي.

دې پر ځای چې په منظم ډول درې وخته پوره خواړه وخورو، نن سبا ډېر خلک خپله د ورځنۍ کالوري لویه برخه له همدې سپکو خواړو اخلي، ځکه همدا یې خوراک دی.

خو یوازې زموږ لوږه او په ژوند کې د وخت کمښت نه دی، چې دا ستر کاروبار یې رامنځته کړی؛ د خوړو د تولیدونکو شرکتونو هوښیار اعلانونه هم په دې برخه کې لویه ونډه لري.

تر ټولو پخواني مشهور سپک خواړه کوم دي؟

د انګریزي ژبې قاموس کمبریج له مخې سپک خواړه؛ د خوړو یوه کوچنۍ اندازه ده، چې د درېیو وختونو د خوړو ترمنځ خوړل کېږي.

د بېلګې په ډول ویلی شو، لکه: د خوني‌ خوړل، د مازدیګر او سهار لسو بجو چای سره خواږه خوړل، ماښامي حلواه، پراټې یا غړي‌ او وېشلې خوړل.

د بریتانیا د خوړو تاریخپوهه او لیکواله ډاکټره اني ګرې وایي، د سنکس په اړه عصري درک ډېر وخت "منفي" وي.

یوه ښځه د پرانیستي یخچال ترڅنګ ولاړه ده وچ سره شوي خواړه خوري.

د عکس سرچینه، Choreograph via Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټره اني ګرې وایي: "زه فکر کوم، له سناکس خوړلو سره ډېری وخت د ملامتیا احساس تړلی وي"

ډاکټره ګرې وایي: "موږ ډېری وخت سپک خواړه هغه څه بولو، چې په اسانۍ یې را اخلو او د خوړو ترمنځ یې خورو. زه فکر کوم، ډېر وخت ورسره د ملامتیا احساس هم کوو."

هغې زیاته کړه، سپک خواړه خوړل کومه نوې پدیده نه ده، بلکې دا له ډېر پخوا راهیسې موجوده وه.

هغې وویل: "تر ټولو پخواني سپک خواړه مغزیات، توتان او مېوې دي. خو د هغه څه له پلوه چې موږ یې نن سبا عصري سپک خواړه بولو، ښايي تر ټولو پخواني یې پولۍ او د جوارو نینې وي. لرغونپوهانو د سویلي امریکا په غارونو کې د جوارو د پولیو دانې موندلې دي، چې نږدې ۷۰۰۰ کاله پخوانۍ دي."

هغې دا هم وویل: "په تاریخ کې د نړۍ په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې ډېرو خلکو دومره وخت نه درلود، چې سم خواړه وخوري. نو په رښتیا سره داسې ښکاري، موږ تل هغه وخت سنکس خوړلي دي چې وږي شوي یوو."

د سنکس یا سپکو خواړو لومړنی تاریخ

ډاکټره اني ګرې وایي: "د سنکس کلمه د عصري دورې په پیل کې رامنځته شوه. کله چې لومړی ځل په انګریزي ژبه کې وکارول شوه معنی یې د یو شي یوه برخه خوړل و."

هغه زیاتوي: " په دې کې د شریکولو یو طبیعي انځور ښکاري. دا یوازې د خوړو یوه برخه نه وه، بلکې کېدای شي د پیسو یوه برخه یا د ګټې یوه برخه هم وي."

له هماغه ځایه دا کلمه ډېر ژر له خوړو سره وتړل شوه.

ډاکټره ګرې زیاتوي:

"یو بزګر به چې په پټي کې کار کاوه، کېدای شي داسې ویلي‌ وي، زه وږی یم، راځئ د کیک یو سنکس وخورو."

هغې وویل: "د اتلسمې پېړۍ تر نیمايي پورې د سنکس کلمه په بشپړ ډول یوازې د خوړو لپاره وکارول شوه او له رسمي خوړو بهر یې ځای وموند."

همدا هغه وخت و، چې له مشهورو سپکو خوړو یو یې سنډوېچ رامنځته شوه.

کیسه داسې ده، جان مونټاګو د سنډوېچ څلورم ارل، په ۱۷۶۲ کال کې یو ماښام د پرو(قطعو) له لوبې یې زړه نه‌کېده چې پاڅي، په داسې حال کې چې ښه وږی هم و.

ده خپل نوکر ته امر وکړ، چې سره کړې غوښه د ډوډۍ د دوو ټوټو ترمنځ کېږدي تر څو د لوبې په دوام کې یې وخوري او دا د سنکس تر ټولو ښه بېلګه ده.

جان مونټاګو (۱۷۱۸–۱۷۹۲)، د سنډویچ څلورم ارل، بریتانوی خانزاده او سیاستوال، د سنډویچ بنسټ اېښودونکی.

د عکس سرچینه، Universal History Archive/Getty Images

د عکس تشریح، جان مونټاګو د سنډویچ څلورم ارل د پېژندل شویو سپکو خوړو د عامولو مهم شخصیت و

د صنعتي انقلاب په لومړیو پړاوونو کې، په امریکا کې د فابریکو شاوخوا لومړني د سپکو خوړو پلورنځي جوړ شول، چې سمندري صدف، سمندري ګوجی (حلزون) او سنډویچونه به یې پلورل.

پلۍ په نولسمه پېړۍ کې امریکا کې یو مشهور سنکس و او نور سپک خواړه هم ورپسې راغلل.

ډاکټره ګرې وایي: "چېپس په لومړي ځل په ۱۹۱۰ کال کې تجارتي شول. دا هغه دوره وه، چې ډېر جوړ شوي او صنعتي خواړه رامنځته شول."

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د خوړو د پروسس د پراختیا او د بسته‌بندۍ د ښه کېدو له امله د سپکو خواړو مصرفوونکو کې د هغو کسانو شمېر هم لوړ شو چې ښه عاید یې درلود.

ډاکټره ګرې زیاتوي: "اوس ډېر خلک له کوره بهر کار کوي، په نوبتي (شیفټي) کارونو بوخت دي او وخت نه‌ لري چې بشپړ خواړه ومومي."

هغې دا هم وویل: "سربېره پر دې، صنعت پراخ شو، منځنۍ طبقه زیاته شوه، د خلکو اختیاري عاید لوړ شو، نو خلک په سپکو خوړو لا ډېرې پیسې لګوي."

د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي بېلابېل سپک خواړه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ په ډېرو سیمو کې سپک خواړه د کالورۍ د ترلاسه کولو یوه مهمه برخه جوړوي

د سپکو خوړو بازار اوس څومره لوی دی؟

په همدې وخت کې د بسته‌‌بندۍ ټکنالوژي هم پرمختګ کاوه.

واړه نوښتونه، لکه د چېپس پاکټونه له نایتروجن ګازه ډکول، د دې لامل شول، چې چېپس خوندي پاتې شي او د لېږد پر مهال مات نه‌شي.

د دې پایله دا شوه چې د تولید راټولول له مالي پلوه ګټور شول او فابریکې لا پسې لویې شوې، خو په لږو ځایونو کې متمرکزې شوې.

کله چې پاول پولمن په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا له لوی شرکت پروکټر اېنډ ګېمبل (Procter & Gamble) سره یوځای شو، عادي چېپس د سپکو خوړو په نړۍ کې په یوه ستر ځواک بدل شو.

پولمن ډېر ژر د کچالو د چېپسو پر یوې نوې بڼې کار پیل کړ.

توتزمیني، بلوبېري، اوکاډو، پنیر او نور توکي، چې د ډوډۍ پر ټوټو اېښودل شوي او په دوو قطارونو کې ترتیب شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د سپکو خوړو ډولونه له بې‌سارې چټکۍ سره په نړیواله کچه خپرېږي

په دې پړاو کې لویو شرکتونو کوچني کاروبارونه تر خپل واک لاندې راوستل او د برانډ جوړونې او اعلانونو لپاره یې ډېرې پیسې ولګولې.

نن سبا پولمن دا صنعت له "پوځي عملیاتو" سره پرتله کوي.

هغه وایي: "بریا په چټکۍ سره راتلی شي، خو په هماغه اندازه ژر له منځه هم تلی شي او ته باید د بشپړ او دقیق تطبیق هنر ولرې. ستا محصول باید سم کیفیت ولري، سم قیمت، مناسبه بسته‌بندي، په پلورنځي کې سم ځای او که اړتیا وي سم اعلانونه."

خو ګټه یې ډېره لویه ده، ځکه چې د سپکو خوړو مصرف لا هم په زیاتېدو دی.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې کوم سپک خواړه ډېر مینه وال لري؟

یو پلورونکی د خرطوم په مرکزي بازار کې بسته ‌بندي شوي مغزیاب او نور سپک خواړه پلوري.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، سپک خواړه ارزانه، د شریکولو وړ او په کوچنیو اندازو پلورل کېږي

د بي بي سي نړیوالې برخې له سپکو خوړو سره زموږ مینه څېړله او له اورېدونکو یې پوښتلي، چې کله وږي شي، څه شی خوري.

باربرا اویېواري، چې اصلاً د ارجنټاین ده وایي:

"زما د خوښې سپک خواړه چیپا نومېږي. دا یوه کوچنۍ ګرده ډوډۍ ده، چې له کساوا، پنیر، زېړو غوړیو، شېدو او مالګې څخه جوړیږي. دا د وړو ګالف توپونو په شان جوړېږي او بیا پخېږي."

اویېواري دا خوښوي، چې سپک خواړه پخپله تیار کړي، خو زوی یې تیار شوي سپک خواړه خوښوي.

هغې وویل: "په زړه پورې دا ده، چې هغه هم د پنیر لرونکي پاخه شوي سپک خواړه خوښوي او زما هم خوښ دي. خندوونکې خبره دا ده، هغه د مالګینو او پنیري سپکو ذوق له ما څخه په میراث اخیستی، خو زما نسخه ډېره پخوانۍ ده."

ډاکټره سواتي میشرا، په نوي ډیلي کې ژوند کوي، د کچالو، ګشنیزو، پیاز او مټرو ډکې سموسې خوښوي.

هغه وایي: "هیڅ مېله یا واده له دې پرته بشپړ نه وي."

دې زیاته کړه، چې له تازه جوړو شويو سپکو خوړو تیار خوراکي توکو ته ورو ورو بدلون روان دی او دا ستونزمنه ده، چې ماشومان له بسته‌بندي شويو خوړو لېرې وساتل شي.

سټېلا اوسیېګبو وایي: "زه تل خپل نږدې کوچني بازار ته ځم او نغښتلی کب اخلم. دا له اوړو، کب، مالګې او مډیګا جوړېږي."

مډیګا د کساوا له اوړو، مالګې او بورې جوړیږي.

سټېلا اوسیېګبو فش رول خوري چې د سړک له غاړې پلورونکي څخه یې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Stella Osiegbu.

د عکس تشریح، سټېلا اوسیېګبو فش رول یا نغښتل شوی کب ډېر خوښوي، چې په نایجیریا کې یو مشهور سپک خواړه دي

هغې زیاته کړه: "مډیګا د نایجیریا په سویل لوېدیځ کې ډېر مشهور ځایي خواړه دي. دا د خپل کلک جوړښت او غني خوند له امله پېژندل کېږي."

له بنکاک هېواده پاپاچایا نیپانان وایي:

"زه هره ورځ سناکس خورم. ډیری وخت کرپونکي (کرسپي) وي، کله چاکلېټ او کله ناکله د سلاد او کچالو (چېپس)."

هغه د رخصتۍ په ورځ سناکس ذخیره کوي او د کاري ورځو پر مهال هر کله چې وخت پیدا کړي، خوري.

چټکه وده

یوه کس د اوکاډو خوند لرونکی آیس کریم په لاس کې نیولی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، آیس کریم – د نړۍ په کچه مشهور د اوړي سپک خواړه دي

د بازار د څېړنې شرکت سرکانا (Circana) د معلوماتو له مخې نږدې نیمایي د امریکا لویان هره ورځ درې یا تر دې زیات سپک خواړه خوري.

دا یو داسې تمایل دی، چې په ډېرو نورو هېوادونو کې هم لیدل کېږي او داسې ښکاري، د سپکو خوړو پر وړاندې زموږ اشتها پای نه لري.

پولمن وایي:

"کله چې ما د سپکو خوړو په بازار کې کار پیل کړ. دا نسبتاً کوچنی و. له ۳۰۰ میلیاردو ډالرو کم خو اوس زما په اند د سپکو خوړو په کټګورۍ کې شاوخوا ۱.۲ تر ۱.۵ ټریلیون ډالرو پورې توکي پلورل کېږي."

هغه تمه لري، چې دا ستر صنعت به تر ۲۰۳۵ کال پورې دوه برابره شي.