مراکش کې بس موټر ناو ته غورځېدلی؛ ۲۴ کسان پکې مړه شوي دي

مراکش

د عکس سرچینه، Getty Images

مراکش کې چارواکي وايي د دغه هېواد د مرکز په غرنۍ سیمه کې یو میني بس موټر ژور ناو ته غورځېدلی او ۲۴ پسپاره کسان کې مړه شوي دي.‌

د ځايي‌ رسنیو په وینا دغه میني بس کې سپاره کسان د مراکش په مرکزي‌ دمنات ښار کې یوه مارکېټ ته روان وو، چې لېږدونکی موټر یې په یوه ګرځوني‌ کې د دې پېښې ښکار شو.

دا پېښه د اطلس غرونو د لړۍ په لمن کې شوې او لامل یې لا مالوم شوی نه دی.

مراکش د سړکونو د خوندیتابه بده مخینه لري، خو دا پېښه پکې تر ټولو مرګونې بلل شوې ده.

د پېښې له ځایه یوه خپور شوي عکس کې لیدل کېږي، چې میني بس موټر لاندې ژوره کې پر یوه ډډه پروت دی.‌

اې‌اېف‌پي‌ خبري اژانس د مراکش له اېم‌۲ دولتي‌ رسنۍ سره د دمنات د یوه روغتون د مشر یوسف مخلوفي د خبرو پر بنسټ لیکلي‌ چې په موټر کې ټول سپاره کسان مړه شوي.‌

د دې پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې او یو ماشوم دی.

مراکش

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترانسپورت نړیوال فورم په وینا په ۲۰۲۰ کال مراکش کې هره ورځ‌ په منځني‌ ډول ۸ کسان په ترافیکې پیښو کې مړه شوي دي.‌

د روان کال په مارچ میاشت دغه هېواد کې ۱۱ کسان تر هغې وروسته مړه شوي‌ وو چې موټر یې په یوه کلیواله سیمه کې له ونې سره جنګېدلی و.‌

یو کال مخکې د مراکش د تر ټولو ستر ښار کازابلانکا یا دار البیضاء‌ په ختیځ کې ۲۳ کسان له دې کبله مړه شوي وو چې لېږدونکی موټر یې اوښتی و.‌

مراکش په ۲۰۲۰ کال کې د سړکونو د خوندیتابه ستراتېژۍ د همغږۍ لپاره د سړکونو د خوندیتوب ملي اژانس رامنځته کړی دی.