څنګه یوه بې کوره مېرمنه ساینسپوهه شوه؟

پروفیسور ډیم ایجوما اوچګبو د خپل علمي کار له برکته یو شمېر ستاینلیکونه او جایزې ګټلي دي.

د عکس سرچینه، Buckingham Palace

د عکس تشریح، پروفیسور ډیم ایجوما اوچګبو د خپل علمي کار له برکته یو شمېر ستاینلیکونه او جایزې ګټلي دي.

په ۱۹۹۰ کال کې پروفیسره ډیم ایجوما اوچېګبو له نایجېریا نه لندن ته الوتکه کې راکښته شوه. له هغې سره درې کوچنۍ لوڼې وې چې یوه یې لا ماشومه وه. هغې یوازې یو بکس درلود او ډېرې لږ پیسې. دا هغه ښار ته بېرته ستنه شوه چې درې لسیزې مخکې پکې زیږېدلې وه چې خپل نوی ژوند پیل کړي.

یوازې څو اونۍ وروسته، هغه له خپلې کورنۍ سره د بې‌ کوره کسانو په یوه پناه‌ ځای کې ځای پر ځای شوه. هلته یې هڅه کوله چې خپلې لوڼې وساتي او د هغوی د خوراک لپاره څه پیدا کړي. څو لسیزې وروسته بیا نن هغې ته د نړۍ په کچه نامتو او پېژندل شوې ساینسپوهه ویل کېږي.

د هغې دا حیرانوونکې سفر له زړورتیا، زغم او داسې پېښو ډک دی چې هېڅ یې تمه نه کېده.

ایجوما د "ښه سفر" معنی لري - دا نوم د پروفیسورې اوچګبو مور او پلار بریتانیا ته د رسېدو په وخت ورکړل شوی و.

د عکس سرچینه، Ijeoma Uchegbu

د عکس تشریح، ایجوما د "ښه سفر" معنی لري - دا نوم د پروفیسورې اوچګبو مور او پلار بریتانیا ته د رسېدو په وخت ورکړل شوی و.

لومړنی ژوند

کله چې د ډیم ایجوما مور او پلار په ۱۹۶۰ کال کې له نایجېریا نه برېتانیا ته ورسېدل، د هغې مور میندواره وه. کله چې هغه وزېږېده، کورنۍ یې داسې نوم پرې کېښود چې له هیلو او مانا ډک و.

ډیم ایجوما وایي: "ایجوما د 'ښه سفر' په معنا دی.‌ هغوی دا نوم راته ځکه غوره کړ چې هیلمن وو هر څه به په نوي هېواد کې په ښه توګه روان شي."

د هغې دواړه مور او پلار د پوهنتون محصلان وو، نو ځکه یې کوچنۍ لور د بریتانیا په سوېل ختیځ د کینټ په نوم یوه سیمه کې یوې کورنۍ ته وسپارله چې پالنه یې وکړي. دا هغه وخت د لوېدیځې افریقا د محصلانو لپاره یو عام دود و چې ماشومان یې د نورو کورنیو تر پالنې لاندې وساتل شي.

ډیم ایجوما څلور ډېر خوښ کلونه له همدې کورنۍ سره تېر کړل، هغې همدا کورنۍ خپله اصلي کورنۍ ګڼله. خو یوه ورځ یې اصلي پلار د هغې د بیولوژیکي پلار په توګه راغی چې هغه بېرته بوځي.

هغې وایي: "زه هېڅ نه پوهېدم چې څه روان دي. یوازې دومره مې یادېږي چې زما رضاعي مور ناڅاپي ولاړه او پلار مې هلته و."

په هغه وخت کې د هغې پلار له موره جلا شوی و. ډیم ایجوما شاوخوا لس کلنه وه چې پوه شوه دا ښځه چې د هغې تر څنګ ده، د هغې اصلي مور نه ده بلکې د پلار دویمه مېرمن یې ده.

پروفیسور اوچګبو د کوچنۍ ماشومې په توګه د بریتانیا په کېنټ کې له خپلو ناسکه خویندو سره

د عکس سرچینه، Ijeoma Uchegbu

د عکس تشریح، پروفیسور اوچګبو د کوچنۍ ماشومې په توګه د بریتانیا په کېنټ کې له خپلو ناسکه خویندو سره

نا پوښتل شوې پوښتنه

ډیم ایجوما له خپلې اصلي مور سره هغه وخت وکتل چې ۱۳ کلنه وه.

هغې وایي: "مور مې ډېر ډېره خوشحاله وه چې زه یې ولیدم، خو ډېره وېرېدلې هم وه. کله چې مو یو او بل په غېږ کې سره ونیول، لاسونه یې رپېدل. زما لپاره هغه ناپېژندلې ښکارېده، خو موږ یوه په زړه پورې اونۍ یو ځای تېره کړه."

په همدې وخت کې ډیم ایجوما له شپږو ماشومانو یوه غړې شوه، نو له خپلې مور سره وخت تېرول چې یوازې له یوې کوچنۍ خور سره اوسېده، د هغې لپاره بل ډول ژوند وو.

هغې وایي: "زه یوازې له دوو لويانو سره وم او ټول پام یې راباندې و. مارکیټ ته لاړو او بېرته د ډالیو ډک بکس را سره وو. بس ما به یوه شي ته وکتل مور به مې راته ویل: 'دا یې غواړې؟'"

خو هغه پوښتنه چې هېڅکله یې له یو بل ونه پوښتله دا وه چې ولې د هغې مور دومره اوږد وخت د هغې له ژونده غایبه وه.

ډیم ایجوما وایي: "ما داسې انګېرله که وپوښتم ځواب به ورته ګران وي او کېدای شي ما ته هم - نو پوښتنه مې ونه‌کړه. یوازې مې هماغه شېبې صبر کاوه."

له هغې لیدنې یو کال وروسته، د هغې مور امریکا ته لاړه او ډېر ژر هلته په ۳۳ کلنۍ کې مړه شوه.

هغې وایي: "ما په چیغو چیغو ژړل… هېڅ ګومان مې نه و کړی چې بیا به یې هېڅکله و نه‌وینم."

هغې له خپلې رضاعي مور، له مېرې او له اصلي مور سره مخامخ د لاسه ورکولو درد تجربه کړ - خو لا یې پلار درلود.

هغې د خپل پلار په اړه وایي:

"[دی] رښتیا هم یو فوق‌العاده انسان و. د ژوند تر پایه یې ډېر اولادونه درلودل - ټول ۱۱ ماشومان - خو تل یې زما خیال ساته. زما د زېږېدنې ورځ یې هېڅکله نه‌هېروله، له موږ سره به یې لوبې کولې، کیسې یې راته لوستلې او ژوبڼ ته به یې بېولو."

د ډیم ایجوما په یاد دي چې د هغې پلار تل هیله درلوده بېرته نایجېریا ته ولاړ شي، خو د بیافران جګړې له امله نه‌شوای تللی.

هغه وايي چې پلار به یې تل ورته ویل: "بل کال به بېرته ځو… موږ به بېرته لاړ شو."

نایجېریا ته ستنېدل

ډیم ایجوما په برېتانیا کې داسې وخت کې لویه شوه چې نژادي توپیر ډېر خپور و.

که څه هم هغې یو ډېر ښه ښوونکی درلود چې تل به یې ورته ویل:

"ته هر هغه کار کولای شې چې غواړې"،

خو هغې ته دا کار اسانه نه‌ و.

هغه وایي: "ما خپل ځان مسلکي نه لیده، ځکه ما په هغو مسلکونو کې هېڅ د ځان په څېر څوک نه‌لیدل."

خو هر څه هغه وخت په بشپړه توګه بدل شول چې پلار یې کورنۍ بېرته نایجېریا ته بوتله.

ډیم ایجوما وایي: "زه له خپلو ټولو ملګرو لرې د یوه ناشنا لرې ځای پر لور روانه وم. ما به ځان زړور ښوده، خو یاد مې دي چې د ښوونځي د سرښوونکې دفتر ته ورننوتم چې ورته ووایم روانه یم نو په ژړا شوم. ځان مې هېڅوک نه‌شوای ارامولای. هغې د ډاډ لپاره راته وویل: 'له رڼا ډک کرېسمس به ولرې!' خو ما لا پسې ډېر نور وژړل."

خو ان لمر هم له هغې سره ښه رویه و نه ‌کړه.

له رسېدو ډېر ژر هغه لمر سخته وسېځله او څو میاشتې بستري شوه. ډاکټرانو وموندله چې هغه له تاوده لمر سره سخت حساسیت لري.

د لید بدلون

 د ډیم ایجوما پلار په دوامداره توګه له خپلو ماشومانو سره نایجېریا ته د ستنېدو په اړه خبرې کولې

د عکس سرچینه، Ijeoma Uchegbu

د عکس تشریح، د ډیم ایجوما پلار په دوامداره توګه له خپلو ماشومانو سره نایجېریا ته د ستنېدو په اړه خبرې کولې

کله چې هغې بېرته ښوونځي ته تګ پیل کړ، حالت چندان ښه نه‌ شو.

هغه وایي: "ډېره ګرانه وه چې ومنل شې. زما څېره داسې ښکارېده لکه سخته سوځېدلې چې یم. خبرو مې له نورو سره توپیر درلود او ما جګړه نه وه تجربه کړې. خلکو ویل زه ځکه بېرته راغلې یم چې حالت ښه شوی و."

خو شاوخوا هر څه لا هم د ورانۍ نښې وې - او د برېښنا او اوبو ناسمو او ناپایه بندېدو دغه وضعیت نور هم خراباوه.

په برېتانیا کې هغه تل د ټولګي د لوړو نومرو زدکونکې وه او ډېره محبوبه هم. خو په نایجېریا کې هغه له داسې مضمونونو سره مخ شوه چې پخوا یې ورسره بلدتیا نه‌ لرله.

هغې وایي: "یوازې ساینس او ریاضي هماغسې وو، نو ما به په همدې مضامینو کې کوښښ کاوه، ځکه ښه پرې پوهېدم."

دغه کار د هغې د راتلونکي مسلک لپاره ډېر مهم ثابت شو او وروسته پوه شوه چې همدا به د هغې د پوهنتون د شوق پیل و.

هغې وایي: "دا زما په ژوند کې تر ټولو غوره پېښه وه."

ډیم ایجوما له څو کلونو وروسته په لندن کې له خپلې بیولوژیکي مور سره ولیدل

د عکس سرچینه، Ijeoma Uchegbu

د عکس تشریح، ډیم ایجوما له څو کلونو وروسته په لندن کې له خپلې بیولوژیکي مور سره ولیدل

مینه موندل

په ۱۶ کلنۍ کې ډیم ایجوما د درمل جوړونې د زدکړو لپاره پوهنتون ته شامله شوه. وروسته یې ماسټري واخیسته، واده یې وکړ او درې لوڼې یې وزېږولې. خو بالاخره له مېړه سره یې اړیکه خرابه شوه.

دا له هغو لاملونو وو چې هغه ولې بېرته برېتانیا ته ستنه شوه. بل دلیل یې په برېتانیا کې د فرصتونو هیله وه.

هغه وایي: "ما غوښتل ساینس‌پوهه شم او له نایجېریايي جوړښت سره دا کار ډېر ګران و."

مګر ډېرو خلکو پرې باور نه‌ کاوه.

هغې ته یې ویل: "خندل یې راباندې، ویل یې ته به کافي پیسې و نه ‌لرې او بې‌وزلي به دې بېرته ستنه کړي."

هغې په ډېرو لږو پیسو او له درېیو لوڼو سره لندن ته ورسېده او ډېر ژر د بې‌کوره کسانو په یوه پناه‌ځای کې ځای پر ځای شوه.

هر څه بېخي له ثباته لرې وو. هغه وایي: "یو وخت د ۱۱ کورنیو یو شریک تشناب و. کله کله به پخلنځی تړل شوی و او موږ نه‌شوای کولای پخلی وکړو. او د مرکز کارکوونکو له موږ سره له بشپړ سپکاوي ډکه رویه کوله. زه اوه میاشتې هلته پاتې شوم؛ چې بهر ووتلم داسې مې احساسوله و لکه له بنده چې خلاصه شوې یم."

له دې ټولو ټولو ستونزو سره سره، هغې هېڅکله هم نایجېریا ته د ستنېدو په اړه فکر و نه‌ کړ.

ډیم ایجوما په ۱۶ کلنۍ کې، د نایجېریا په بینین پوهنتون کې.

د عکس سرچینه، Ijeoma Uchegbu

د عکس تشریح، ډیم ایجوما په ۱۶ کلنۍ کې، د نایجېریا په بینین پوهنتون کې.

هغې ډېر ژر د نانو ټېکنالوژۍ لپاره د دوکتورا د څېړنې لټون پیل کړ.

نانو ټېکنالوژي د هغو ذراتو د مطالعې علم دی چې په خورا وړوکې اندازه وي.

بورس یا سکالرشیپ ډېر لوی نه‌ و، خو د کرایې لپاره یې د حکومت د ملاتړ مرستې ترلاسه کړې.

درې کاله وروسته، هغې په یوه کنفرانس کې برخه واخیسته چې بیا یې ژوند په داسې طریقه بدل کړ چې هېڅ یې تصور نه‌ شوی کېدلی.

هلته یې له یوه جرمني ساینسپوه پروفيسر اندریاس شېڅلاین سره ولیدل. هغه وایي:

"یوازې څلور ورځې وروسته زه په بشپړه توګه په مینه کې ډوبه شوم."

د خورا وړو شيانو ستر اغېز

بالاخره پروفیسر شېڅلاین برېتانیا ته راغی. ډیم ایجوما وایي: "ده هر څه پرېښودل چې زما ترڅنګ وي."

پروفيسر شېڅلاین یوازې د هغې مېړه نه شو، بلکې د کار مهم ملګری یې هم شو.

تصور وکړئ یو داسې نانو ذرّه چې دومره وړوکې وي - د انسان د ویښتو د پلنوالي له زرمې یوه برخه هم کوچنۍ - او دومره دقیقه وي چې درمل په بدن کې دقیقاً هماغه ځای ته ورسوي چې اړتیا یې وي. دا کار د درملو اغېز ډېر زیاتوي او جانبي عوارض کموي.

دا هماغه کار و چې دوی وکړ.

ډیم ایجوما روښنه کوي: "کله چې تاسو درمل خورئ - که ګولۍ وي، که ستن لګول - په پای کې وینې ته رسېږي او له هغه ځایه ټولو غړو ته خپرېږي. خو ځینې وخت دا کار د ګټې پر ځای مضر وي، ځکه ټول بدن ته اړتیا نه‌ وي چې درمل باید ور ورسېږي. حل په نانو ذرو ولاړو درملو کې دی."

هغه زیاتوي: "که دا نانو ذرې یوازې د ناروغې برخې هدف وګرځوي او روغ نسجونه ترې اغېزمن نه شي، د جانبي عوارضو خطر ډېر راکمېږي."

دغه عوارض کېدای شي د کیموتراپي سخت زیانونه وي یا هغه اعتیاد چې د سختو دردونو د درملو لکه مورفین او فنټانیل له امله پیدا کېږي.

د ایجوما او شېڅلاین ګډه هڅه دا ده چې داسې نانو ذرې جوړې کړي چې درمل د بدن هغو برخو ته ورسوي چې د لاسرسي وړ نه‌ وي - لکه د سترګو شا او مغز.

د کلینیکي ازموینو په پیلېدو دوی هیله لري چې:

  • د سترګو د څاڅکو له لارې د ړوندوالي درملنه وکړي
  • د درد درملنه بدله کړي
  • او د اوپیوېډ (اعتیادي درد وژونکو) بحران د حل برخه وګرځي

د خندا لپاره وخت موندل

اوس ډیم ایجوما د برېتانیا له دوو مهمو پوهنتونونو سره تړاو لري: د لندن یونیورسټي کالج (UCL) او د کمبریج پوهنتون.

خو له ساینس سره د هغې مینه دې ته وهڅوله چې له خلکو سره د خپلې پوهې د شریکولو لپاره د طنز یا ټوکو لاره هم وازمويي.

هغې وایي: "زه پوه شوم چې زدکوونکي زما ټوکو ته ډېر پام کوي. نو پرېکړه مې وکړه چې پکې لا ښه شم او لس اونۍ د کومیډي کورس ولولم ."

په دې دوره کې په لندن کې د یوې هنري تالار پر سټېج د سټېنډ-اپ کمېډۍ اجرا هم شامله وه.

هغه وایي: " [دا] وېروونکی و، خو په پای کې مې یو فوق‌العاده وخت درلود."

دا خبرې د هغې د هغه حیرانوونکي ژوند انعکاس ښکاري چې تر اوسه یې لرلی دی.