پاکستان له امریکا د ډاکټر عافیه صدیقي خوشې کولو او د هغې د بخښلو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Twitter/@Aafiamovement
د پاکستان حکومت له امریکايي زندانه د ډاکټر عافیه صدیقي د خوشې کولو او د هغې سزا د بخښلو لپاره د امریکا ولسمشر ته یو لیک استولی دی. د ډاکټر عافيه صديقي د خوشي کېدو او خپل هېواد ته د ورستنولو په تړاو غونډه د قاضي سردار اعجاز اسحاق خان په مشرۍ ترسره شوه.
د عافیه صدیقي خور ډاکټرې فوزیې صدیقي په استازیتوب وکیل عمران شفیق محکمې ته حاضر شو. څارنوال منور اقبال دوګل د اسلام اباد ستره محکمه له دې بهیره خبره کړه.
نوموړې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د برید په تور په ۸۶ کاله بند محکومه شوې وه.
د امریکا عدلیې وزارت نوموړې د القاعده ډلې لپاره د اسانچارې په توګه اعلان کړې وه. خو د عافیه صدیقي ملاتړي د سزا پر دغه پرېکړه نیوکه کوي.
له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان ته د هغې د ستنېدو لپاره یو خوځښت روان دی، چې مشري یې د دې خور ډاکټره فوزیه صدیقي کوي.

د عکس سرچینه، AFP
ياده دې وي، چي د ډاکټرې عافيه صديقي خور فوزيه صديقي د اسلام اباد په ستره محکمه کې خپله غوښتنه ثبت کړې ده.
عافیه صدیقي چې امریکا کې یې زدکړې کړې افغانستان ته یې تګ لا هم یوه معما ده.
په امریکا کې لوستې ډاکټره عافیه صدیقي چې د اعصابو برخه کې یې زدکړې کړې وې، د ۲۰۰۳ کال په مارچ میاشت کې له کراچۍ نادرکه شوه.
د هغې کورنۍ ادعا کوي، چې ډاکټر عافیه له خپلو درېیو ماشومانو سره په کراچۍ کې له خپل کوره نیول شوې ده.
خو پاکستاني او امریکايي چارواکو دا خبره رد کړې ده.
امریکا د ۲۰۰۷ کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د هغې د نیولو خبره افشا کړه.همدارنګه امریکا ادعا وکړه، چې ډاکټر عافیې صدیقي په امریکايي سرتېرو ډزې کړې او د هغو د وژلو هوډ یې درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اېفبيای او د نیویارک د پولیسو مشر ریمنډ کلي لخوا د عافیه صدیقي خلاف قضیه کې ویل شوي، چې ډاکټر عافیه صدیقي د افغانستان په غزني ولایت کې نیول شوې وه.
له دې مخکې د اسلام اباد عالي محکمې د ډاکټرې عافیه صدیقي د خوشي کولو او پاکستان ته د هغې د بېرته ستنولو په اړه پر حکومت نیوکه کړې وه، چې ګواکې څوک ولې د هغې د وکیل ملاتړ نه کوي.
د دې محکمې قاضي سردار اعجاز اسحاق خان د عافیه صدیقي قضیې د اورېدنې پر مهال ویلي وو، چې "زه نه پوهېږم حکومت له څه وېره لري؟ ولې داسې هېڅوک هم نه شته چې ووايي، موږ له سمېت سره ولاړ یو."
د یادولو ده، چې د عافیه صدیقي خور فوزیه صدیقي د امریکايي وکیل 'کلایو سټفورډ سمېت' په مرسته په ۲۰۲۰ کې د امریکا ولسمشر ته پر هغې د "زړهسوي" غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه کوم ځانګړی پرمختګ نه دی پکې شوی.











