د هند فلمي ستورې ولې د غوايي غوښې خوړلو په اړه څرګندونو ته مجبوره شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بالیووډ فلمي ستورې کنګنا رناوت څه خوري، څه اغوندي او څه یې نه خوښېږي؟ دا له هیچا پټ نه دي او هېڅکله هم د خپلو خبرو په ویلو کې شرم نه کوي.
کنګنا په ښکاره د واکمن بي جي پي ګوند ملاتړ کړی او د هند په عمومي ټاکنو کې چې د اپریل پر ۱۹ پیلېږي، له خپل ټاټوبي د هیماچل پردیش ایالته نومانده ده.
کنګنا اکثرا د خپلو څرګندونو له امله په ټولنیزو رسنیو کې له ننګونو سره مخ کېږي. په دې وروستیو کې د غوايي غوښې خوړلو خبر پسې راوتی، چې وروسته یې هغه وضاحت ورکولو ته اړ شوه.
د بي جي پي ګوند دغې نوماندې ویلي، د اپوزیسیون ادعاګانې "شرمونکې" دي او د هغې پر وړاندې "بې اساسه اوازې" خپرېږي.
په هند کې د غوايي غوښې خوړل یا ذبحه کول خورا حساسه مسله ده، ځکه غوا د زیاتره هندوانو لخوا سپېڅلې ګڼل کېږي.
د بي جي پي ځینې سیاستوال د غوا پر حلالولو د بندیز غوښتنه کوي، پداسې حال کې چې د دغه ګوند ځینې واکمنو له مخکې په یو شمېر ایالتونو کې دا بندیز لګولی او پر وړاندې یې سخت قوانین لګولي دي.
د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د کانګریس مشر وجې وادیتیوار تور پورې کړ چې کنګنا پخپله اعتراف کړی او پر ټولنیزو رسنیو یې پوسټ کړی چې د غوايي غوښه خوښوي او خوري یې، خو بیا هم بي جي پي ګوند هغه د راتلونکو ټاکنو لپاره نومانده کړې ده.
له هغې وروسته، کنګنا په ټولنیزو رسنیو کې ننګول شوې او خلکو د هغې زوړ پوسټ بیا بیا خپور کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بالیووډ دغې ستورې وروسته پر خپلو ټولنیزو شبکو ولیکل، "زه د غوايي یا بل ډول سره غوښه نه خورم. دا د شرم خبره ده، زما په اړه په بشپړه توګه بې بنسټه اوازې خپریږي."
هغې زیاته کړې، "دا ډول تاکتیکونه به زما د انځور د خرابولو لپاره کار ونه کړي. زما خلک ما پېژني او دوی پوهېږي چې زه په دې ویاړم چې هندوه یم او هېڅ شی نه شي کولای ما ګمراه کړي."
کنګنا رناوت خپل پوسټ د "جیشري رام" په شعار سره پای ته رسولی، چې د هندو مذهب او عقیدې اعلان دی.
له بهارتیا جنتا ګوند تر ملاتړ وروسته، حکومت کنګنا ته امنیتي ساتونکي هم منظور کړل او له هماغه ځایه داسې ګنګوسې پیل شوې وې، چې کنګنا به ډېر ژر په رسمي ډول په بي جي پي ګوند کې شامله شي.
نوموړې په فلمي صنعت کې د نوموتي اداکارانو او ډېرو خلکو سره سیالي کړې.
کرن جوهر وي، که سلمان خان، که شاهر خان او یا عامر خان کنګنا ټولو ته ګوته نیولې او وخت نا وخت یې پر ټولو نیوکې کړي دي.











