فرانسه کې د تاوتریخجنو اعتراضونو په دوام مارسي ښار کې نښتې شوې

فرانس

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پاریس کې د پولیس پراخ حضور کتل کېږي

فرانسه کې د پولیسو په ډزو د یوه زلمي تر وژل کېدو وروسته د پیل شویو احتجاجونو پر پنځمه شپه مارسي ښار کې د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو ترمنځ د اخ و ډب رپوټونه‌ ورکړ شوي دي.‌

له دغه ښاره خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.

چارواکو دغلته د ۵۶ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندې ډېر نښتې پلازمېنه پاریس کې وې خو اوس داسې ښکاري چې دغلته د اضافي ځواکونو ځای پر ځای کېدو سره وضعیت یو څه کابو شوی دی.

۱۷ کلن نایل مرزوق تېره سې شنبه تر هغې وروسته د پاریس نانټر کې له نږدې واټنه په ډزو ووژل شو چې د پولیسو له یوه چک پوینټ یې موټر کې د تښتېدو هڅه وکړه.‌

تر دې پېښې وروسته د فرانسې بېلابېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه پیل شول.

حکومت د هېواد لروبر د ناکراریو مخنیوي لپاره شاوخوا ۴۵ زره پولیس ځای پر ځای کړي دي.

پرون شنبه نانټر کې زرګونو کسانو په داسې حال کې د هغه جنازه ولېږدوله،‌ چې "نایل لپاره د عدالت" شعارونه یې ورکول.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګېرالد دارمانین د ټویټر یوه پیغام کې قانون پلي کوونکي د 'پرېکنده اقدام' له کبله ستایلي.

دغه وزارت ویلي چې شنبه په ځايي وخت تر ۳ نیمو بجو ۴۸۶ کسان نیول شوي دي.‌

تر دې وړاندې د جمعې پر شپه څه باندې ۱۳۰۰ او پنجشنبه له ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي وو.

د ویډیو تشریح، پولیسو مارسي ښار کې اوښلن ګاز کارولی دی

شنبه ماښام مهال مارسي کې د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ سخت اخ و ډب پیل شو.

پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدونکو تصویرونو کې ښکاري چې پولیسو دغه ښار کې په راټولو شویو احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.

فرانسوۍ رسنۍ وايي ګڼو راټولو شویو کسانو تر یوه ساعت ډېر وخت د مارسي ښار زړه کې له پولیسو سره نښتو او مقابلې ته دوام ورکړ.‌

دغه اړودوړ د دې لامل شوی چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون جرمني ته پلان شوی سفر وځنډوي.

پر دې سربېره د پاریس شمال کې د فرانسې په ملي سټډیوم کې د یوې کاناډايۍ – فرانسوۍ سندرغاړې میلن فارمر پلان شوی کنسرت هم لغوه شوی چې ګڼ خلک ورته منتظر وو.