د نایل له جسد سره د زرګونه خلکو بدرګه؛ جرمني ته د مکرون سفر لغوه شو

د عکس سرچینه، Reuters
لوموند ورځپاڼه وايي، د فرانسې نانټر کې د زرګونه خلکو په بدرګه د وژل شوي نایل اېم جسد ولېږدول شو. د اعتراضونو په لړ کې جرمني ته د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون سفر لغوه شوی دی.
د نایل مړي لېږدوونکو خلکو د (نایل لپاره عدالت!) نارې وهلې.
ددغه تنکي ځوان تابوت له جوماته ولېږدول شو.
لوموند وايي، ځینو ځوانانو د نایل له مړي لېږدوونکي تابوت نه کړۍ راتاو کړې وه او ساتنه یې کوله.
فرانسه کې ناکرارۍ؛ د نور اړودوړ مخنیوي لپاره ۴۵ زره پولیس ځای پر ځای شوي

د عکس سرچینه، EPA
په فرانسه کې د نورو ناکراریو رامنځته کېدو له اندېښنې وروسته اضافي پولیس ځای پر ځای شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر ګیرالد درمانین وايي، د جمعې ورځې تر مازدیګر پورې ۴۵ زره پولیس په بېلا، بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
په فرانسه کې دا ناکرارۍ د سې شنبې پر ورځ له هغه وروسته پیل شوې، چې الجزایری الاصله ۱۷ کلن زلمی چې د نائل ایم په نامه یاد شوی، د پولیسو په ډزو ووژل شو.
چارواکي پرلپسې له خلکو غوښتنه کوي، چې خپل ماشومان باید په اړودوړ کې له برخې اخیستو راوګرځوي. حکومت دغه راز د شپې مهاله ټرام او بس سروس درولو غوښتنه هم کړې او چارواکي وايي، له امنیتي ځواکونو سره به د نظم په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره زغروال ګاډي وکارول شي.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر وايي، تر تېرې شپې پورې د نیول شویو کسانو شمېر ۱۳۰۰ تنو ته رسېدلی، چې تر ۱۳ کلنو پورې ماشومان هم پکې شامل دي.

د عکس سرچینه، AFP
په فرانسه کې د موسیقۍ کنسرتونه چې له مخکې پلان شوي وو، لغو شوي، پاریس میټرو چې د اونۍ پای کې د معمول له وخته یو ساعت ناوخته بندیږي، نن به د عادي ورځو په څېر غیر فعاله شي.
په ځینو سیمو کې د شپې له لسو د ګهیځ تر پنځو بجو پورې لګول شوی ګرځبندیز لا هم پر ځای دی او د کاروبارونو څښتنانو ته ویل شوي چې په همدې وختونو خپل دکانونه او هټۍ وتړي.
د یادونې ده، چې تېرو څو شپو کې د ځینو سیمو مشهور کاروباري مرکزونه او دکانونه هم بلواګرو لوټ کړي دي.
چارواکو اوس د اورلوبو پر توکو، پټرولو بوشکو او نورو اور اخیستونکو توکو پېر او پلور هم له هغه وروسته ممنوع کړی، چې د اړودوړ پر مهال بلواګرو د اور اچولو لپاره له دې توکو کار اخیست.










