فرانسه کې پولیسو نږدې ۸۰۰ کسان نیولي؛ ولسمشر مکرون بېړنۍ غونډه وربللې

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
په فرانسه کې پولیسو د اخ و ډب پرمهال نژدې ۸۰۰ لاریونیان نیولي دي. د دې حالت د کابو کولو لپاره د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، لومړي وزیر او کابینې بیړنۍ غونډه وربللې ده.
د فرانسې لومړي وزیر ویلي، دحالاتو کابو کولو لپاره هر ډول "غوراوي په پام کې نېول شوي دي."
په فرانسه کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه پیل شول چې پر سې شنبه د پولیسو په لاس د نائل په نوم یوه تنکی ځوان ووژل شو.
د فرانسې ولسمشر وايي، په لاریونونو کې نژدې ۵۰۰ ودانۍ وېجاړې شوې، څه باندې ۲۰۰۰ موټر سوځول شوي دي. ښاغلي مکرون له میندو او پلرونو غوښتي چې اولادونو دې لاریونونو ته نه پرېږدي او "په کورونو کې دې وساتي."
نوموړي دا هم ویلي چې د لاریونونو د مخنيوي لپاره به نور پولیس هم لارو کوڅو ته واستوي. د فرانسې ولسمشر د خواله رسنیو له شبکو هم غوښتنه کړې چې د مظاهرو د پراخېدو به مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او هغه مطالب لېرې کړي چې "حساسیت پارونکي دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په همدې حال کې، هغه پولیس افسر چې پر نائل یې ډزې کړې، د نوموړي له کورنۍ بښنه غوښتې.
په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې د بلواګرو ډلې د پلازمېنې په سوداګریزه سیمه کې د کانونو دروازې ماتوي او پکې ایښي توکي لوټ کوي.
په داسې حال کې چې د امنیت ټینګښت لپاره په ټوله فرانسه کې نژدې ۴۰ زره پولیس ګومارل شوي دي، پلازمېنه پاریس کې د دکانونو لوټ، مار او ګاډو سوځولو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د وژل شوي ۱۷ کلن ځوان په هکله چې د نائل، ایم په نامه یاد شوی، ویل کېږي چې مور، پلار یې مراکشي او الجزائري الاصله دي، او هغه مهال وژل شوی چې د ترافیکو له لوري د درېدو له اشارې سره، سره یې موټر نه و درولی.
هغه پولیس افسر چې پر نائل یې ډزې کړې، د نوموړي له کورنۍ بښنه غوښتې. دا پولیس پخپلسرې وژنه رسماً تورن شوی او مدافع وکیل یې وايي، وضعیت یې 'تباه ' دی.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د نائل مور له دې مخکې ویلي، ټول پولیس ځواک نه ملامتوي، خو یوازې هغه افسر ګرم دی، چې وژونکې ډزې یې کړې.
دې زیاته کړه: ''ده د یوه عرب څېره لیدلې وه، د یوه کوچني ماشوم څېره او غوښتل یې له ژونده یې بې برخې کړي. ''
پر پنجشنبه د نائل مور د هغو زرګونو لاریونیانو مشري هم وکړه، چې سوله ییز احتجاج یې کاوه.
بل لور د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، په داسې حال کې چې په پاریس کې د جمعې ورځې نژدې د سهار پنځه بجې کېدونکې دي، له یوې بلې ناکرارې شپې او د سلګونو کسانو له نیول کېدو وروسته د احتجاجونو زور کم شوی دی.
د لیموند ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، د ښار شمال لویدیځې برخې نانتیرې په ګډون ځینو لارو، کوڅو کې سخت زیانونه اوښتي دي.
رپوټونه وايي، تېره شپه تاوتریخوالي په داسې حال کې دوام درلود، چې د پاریس په ځینو برخو کې د ماخوستن له نهو د ګهیځ تر شپږ بجو پورې په ګرځېدو، راګرځېدو بندیز لګول شوی و او په ځینو نورو برخو کې بیا د شپې له لسو د ګهیځ تر پنځو پورې دا ډول بندیز لګول شوی و.









