د پاکستان نوي لومړي وزیر 'شهباز شریف' سیاسي ژوند او ورته پرتې سترې ننګونې

پاکستان

د عکس سرچینه، GOVT OF PAKISTAN

پاکستان کې ملي اسمبلۍ نن (د مارچ په درېیمه) د مسلم لیګ ن ګوند شهباز شریف د رایو په اکثریت د یوې بلې دورې لپاره لومړی وزیر وټاکه،دا په نږدې دوه کالونو کې دویم ځل دی چې دی د لومړي وزارت تر څوکۍ رسېږي.

په دې ناسته کې دې څوکۍ ته لږ تر لږه ۱۶۹ رایې په کار وې، د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر محمد ایاز صادق وویل "شهباز شریف ۲۰۱ رایې ګټلې او لومړی وزیر شو."

۷۲ کلن محمد شهباز شریف پاکستان کې د پیپلز ګوند او ځنیو نورو استازو سره د یوه جوړ جاړي له لارې دې مقام ته ورسېد او د رایو اکثریت یې خپل کړ.

دا په نږدې دوه کالونو کې دویم ځل دی چې دی د لومړي وزارت تر څوکۍ رسېږي.

میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړاو لري. د نوموړي مشر ورور میا محمد نواز شریف درې ځله د پاکستان لومړی وزیر و، چې وروستی ځل یې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ کال پورې حکومت وکړ.

شهباز شریف بیا درې ځلې د پنجاب اعلی وزیر پاتې شوی دی.

ښاغلی شریف له سوداګرۍ تر سیاسته راغلی او په ۱۹۸۵ کال کې یې د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشري کوله.

پاکستان

د عکس سرچینه، Screen Grab

د عکس تشریح، د هغې غونډې یوه څنډه چې شهباز شریف پکې لومړی وزیر ټاکل کېده

په سیاست کې یې له ګډون وروسته بیا ۱۹۸۸ کې یانې له نن نه شاوخوا ۳۵ کاله مخکې د پنجاب ایالتي پارلمان ته لار وموندله.

نوموړی په ۱۹۹۰ کې د پاکستان مرکزي پارلمان ته او دغه راز په ۱۹۹۳ کې دویم ځل د پنجاب ایالتي پارلمان ته د ټاکنو له لارې کامیاب شو.

په همدې ۱۹۹۳ کال کې نوموړی د پنجاب ایالتي پارلمان کې د اپوزېسیون مشر په حیث وټاکل شو او پنځه کاله وروسته د ۱۹۹۸ کال په ټولټاکنو کې بیا د همدې پنجاب ایالت څخه اعلی وزیر غوره شو.

ښاغلی شریف د پنجاب اعلی وزیر په توګه یو 'سخت (با ډسپلن) مدیر ' بلل کېده او یو شمېر لویې پرمختیايی پروژې یې بشپړې کړې، خو حکومت یې ټاکلې موده پوره نه کړه او د جنرال پروېز مشرف په مشرۍ له پوځي کودتا وروسته د مرکزي حکومت تر څنګ ایالتي حکومتونه هم له منځه لاړل.

ښاغلی شریف له خپل ورور نواز شریف سره یو ځای، چې هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر و، د خیانت په تور ۱۴ میاشتې زنداني شو، چې بیا وروسته له پروېز مشرف حکومت سره د یوه جوړ جاړي له مخې سعودي عرب ته وشړل شو.

اووه کاله وروسته شریف کورنۍ هېواد ته ستنه شوه، خو شهباز شریف د یوې بې محاکمې وژنې په قضیه کې د ښکېلتیا له کبله و نه توانېد، د ۲۰۰۸ کال په ټولټاکنو کې برخه واخلي.

د 'سبزه زار بې محاکمې قتل ' په نامه دا قضیه د نوموړي خلاف ۱۹۸۸ کال کې ثبت شوې وه، خو په ۲۰۰۸ کال کې نوموړی په دې قضیه کې بې ګناه وبلل شو او په ضمني ټاکنو کې له بریا وروسته یې یو ځل بیا د پنجاب اعلی وزیر په توګه دنده پیل کړه.

پاکستان

د عکس سرچینه، x/AMIN

د دندې له پیلولو څو میاشتې وروسته پاکستان سترې محکمې له دندې ګوښه کړ، خو د همدې سترې محکمې یوه نسبتاً لوی قضايي پلاوی بیا ایله دوې میاشتې وروسته بېرته د دندې پیلولو اجازه ورکړه.

شهباز شریف د ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې له بریا وروسته هم د پنجاب اعلی وزیر و.

له ۱۹۹۷ وروسته چې نواز شریف هر ځل د پاکستان لومړی وزیر ټاکل شوی، شهباز شریف ته د پاکستان تر ټولو لوی ایالت پنجاب اعلی وزارت مقام سپارل شوی دی.

د پنجاب لپاره د روغتیا، تعلیم او نورو پرمختیايي پروګرامونو برخه کې د هغه کارونه د پام وړ بلل کېږي، په دې لړ کې یې د ډینګي تبې مخنیوي اقدامات، میټرو بس او اورنج رېل ګاډي پروژې ډېرو پاکستانیانو ستایلي.

د شهباز شریف د سیاسي ژوند مهم پړاو

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په سیاسي ډګر کې بیا د شهباز شریف رول د هېواد په کچه هغه مهال ډېر اهمیت وموند، چې د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۱۷ کال کې د نوموړي مشر ورور نواز شریف، چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر هم و، د ټول عمر لپاره بې واکه کړ او دې سره د ګوند مشرتوب هم شهباز شریف سمبال کړ.

شهباز شریف د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې له بریا وروسته د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر شو، هغه مهال د رایو اکثریت د تحریک انصاف ګوند پلویانو ګټلی و.

درې کاله وروسته پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د دې هېواد پارلمان کې د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال اپرېل میاشت کې شهباز شریف په لومړي ځل د لومړي وزارت تر څوکۍ رسیدلی و.

نوموړي هغه مهال ویلی "دا په تاريخ کې لومړي ځل دی چې د نه باور رايې تحريک کامياب شو، حق وګټله او باطل وبايلله".

میا محمد شهباز شریف له کومو ننګونو سره مخ دی؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

شهباز شریف داسې مهال بیا د واک تر ګدۍ رسېږي چې پاکستان کې سیاسي بې ثباتي ډېره او اقتصادی وضعیت یې سخت پرزیدلی دی.

دا مهال د پاکستان د اقتصادی ودې وړاندوینه دوه سلنه ده چې دا د پاکستان غوندې ګڼ مېشتی هېواد کې خورا کمه بلل کېږی.

له پاکستان سره د پور د نړیوال وجهي صندوق معیاد راتلونکي میاشت ختمېږی او شهباز شریف به له ای اېم اېف سره د نوي پروګرام په سر د هوکړې هڅه کوي چې که پاکستان کې اقتصادي وضعیت روان وساتلی شي.

د پاکستان د پي ای اې الوتکو ملي شرکت په سوداګریز هغه د بدلولو په څير ګڼې نورې مهمې پرېکړې دي چې د ده حکومت به یې په اړه تاریخي ګام اخلي.

شهباز شریف به په نړیوال سیاست کې د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو او توازن د ساتلو هڅه هم کوي که څه هم امریکا کې ځینو سناتورانو له ولسمشر بایډن څخه د پاکستان اوسني حکومت پر وړاندې د محتاطا نه ګام غوښتنه کړي.

پاکستان

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، تحریک انصاف د شهباز شریف حکومت د درغلیو محصول بولي

پاکستان دا مهال له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په یوه نه یوه بڼه ښکیل دی، له هند وروسته یې له افغانستان او ایران سره هم اړیکې چندانې ښې نه دي په داسې وخت کې به شهباز شریف له سختو سفارتي پرېکړو سره مخ وي.

نوموړي په دویم ځلي د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته خپله لومړۍ وینا کې د امریکا، چین، عربي نړۍ او ځينو نورو هېوادونو نومونه واخېستل خو د افغانستان یې څه یادونه ونه کړه.

ښاغلي شریف په داسې حال کې چې مخالفینو یې پر وړاندې شعارونه ورکول نږدې یو نیم ساعت وینا وکړه.

هغه وویل پاکستان لکه د همالیه د غرونو هومره ستونزو سره مخ دی خو د ده په ټکو په ګډه دا ستونزې حلیدای شي.

نوموړي له ټولو لورو د همکاریو غوښتنه وکړه.

شهباز شریف بیا بیا د پاکستان اوسنیو درنو پورونو یادونه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان په اسمبلیو کې ناستو غړو ته تنخواوې ان د پور له پیسو ورکول کېږي.

د سیاسي او اقتصادي ورپېښو ستونزو ور ها خوا په کور د ننه به د شهباز شریف تر واک لاندې د پاکستان نوی حکومت د عمران خان د پلویانو له سختو فشارونو او لاریونونو سره هم مخ وي.

تحریک انصاف ګوند په نړیواله کچه هم د شهباز شریف پر حکومت د فشار راوستلو هڅې ګړندۍ کړي او په دې لړ کې یې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته هم لیک لیږلی دی.