میټا (فېسبوک) د غرمنۍ پر ځای د غاښو د کرېم پېرلو په خاطر کارمنان شړلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټ له مخې، په میټا (فېسبوک) کې کارګران د تخنیکي شرکت د خوړو له کوپون څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له کبله له دندو ګوښه شوي، لکه چې دوی دا کار د غاښونو مینځلو کرېمو او د جامو مینځلو د پوډر پېرلو کې کړی وي.
د هغو خلکو په وینا چې په میټا کې کار کوي، د شرکت د تګلارې نورو سرغړونو کې له نورو سره د کوپون شریکول یا له بودیجې ډېرې پیسې لګول هم یاد شوي دي.
که د انسټګرام، فېسبوک او وټس اپ مشر له دندې د ګوښه کولو مخکې کارګرانو ته خبرداری ورکوي، د خبرداري د کچې په اړه بېلابېلې اندازې او پړاوونه باید په پام کې ونیول شي.
رپوټ وايي، شرکت په ټول کاروبار کې دندې کمې کړې دي.
د میټا کارمنانو ته ۲۵ ډالره د غرمنۍ، ۲۰ ډالره د نهاري یا سهار چایو او ۲۵ ډالره د ماښامنۍ لپاره د کوپون په بڼه ورکول کېږي، چې د خوړو استولو له وېبپاڼې جسټ ایټ ګربهب څخه خپل خواړه وروغواړي.
ښکاري چې پر بلنډ ټولنیزو پیغامونو کې چې د تبصره کوونکي هویت پټساتي او فایننشل ټایمز خپور کړی، یوه تبصره کوونکي لیکلي، تېره اونۍ له ۳۰ ډېر کسان له دندو وشړل شول؛ ځکه چې دوی د "غیر خوراکي توکو لپاره کرېډیټ کارولی" او له نورو کسانو سره یې شریک کړی و، یا یې له ټاکل شوې بودیجې لګښت لوړ شوی".
د اخیستل شوي غیر خوراکي توکو بېلګو کې د غاښونو کرېم، د غاښونو بُرس او د شرابو بوتل شامل وو.
دغه کارن ویلي: "دوی ته خبرداری ورکړل شوی و، دا کار ودروي، ډېری یې دا کار بند کړ، خو له دې کار څخه له ډډې کولو درې میاشتې وروسته بیا هم له دندې ګوښه شول."
ځینو بیا دا ادعا تکرار کړې چې کارمنانو ته خبرداری ورکړل شوی و، که څه هم نورو کاروونکو لیکلي چې هېڅ اخطار نه ده ورکول شوی.
شرکت د راپورونو له مخې په وټساپ، انسټګرام او ریلیټي لېبز کې دندې کمې کړې دي.
په میټا کې د امنیت پخوانۍ انجینرې جین مانچون وانګ د چهارشنبې په ورځ وویل، هغې د پراخه ګوښه کېدنه کې خپله دنده له لاسه ورکړې.
هغې په اېکس (پخوا ټوېټر) کې لیکلي "زه لاهم هڅه کوم چې دا موضوع تعقیب کړم، خو زه خبره یم چې په میټا کې زما رول اغېزناک شوی".
اغلې وانګ یوازې یو کال دمخه وروسته له هغه د سافټویر انجینرې په توګه وګومارل شوه چې په ۲۰۲۲ کې د فوربز له ۳۰ کلونو د ټیټ عمر ۳۰ کسانو لیست کې شامله شوه.
د ګوښه کولو په اړه رپوټ لومړی د ویرج لخوا ورکول شو. یوه ویاند ټیک خپرونې ته وویل: "په میټا کې یو څو ټیمونه بدلونونه رامنځته کوي چې ډاډ ترلاسه کړي سرچینې د دوی له اوږدمهاله ستراتیژیکو موخو او د موقعیت له ستراتېژۍ سره سمون لري".
"په دې کې ځینې ټیمونه بېلابېلو ځایونو ته لېږدول او ځینې کارمنان مختلف رولونو ته لېږدول شامل دي. په داسې شرایطو کې کله چې یو رول له منځه وړل کېږي، موږ د اغېزمنو شویو کارمنانو لپاره د نورو فرصتونو موندلو لپاره ټینګ کار کوو."











