په ایران کې د مصنوعي ورښت هڅې

ايران

د عکس سرچینه، Reuters

ايراني چارواکو د څو لسیزو وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د باران لپاره په وريځو کې کېمياوي مواد شيندلي او د مصنوعي ورښت هڅې یې پیل کړې دي دي.

د ايران رسمي خبري اژانس ايرانا د راپور له مخې د وریځو مصنوعي القاح يا کلوډ سيډېنګ په نامه دغه بهير د شنبې په ورځ د اروميه جهيل له پاسه ترسره شوی دی.

اروميه د ایران تر ټولو ستر جهيل دی چې تر ډېره اوبه په کې وچې شوې دي. د ايران خبري اژانس وايي، د مصنوعي باران نورې هڅې به په ختيځ او لوېديځ اذربايجان کې ترسره شي.

په ايران کې د بارانونو کچه ډېره کمه شوې او د اوبو زېرمې هم نژدې وچې شوې دي. د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې که ژر باران ونشي، تهران ته د اوبو لېږد به په نوبت شي او ښايي خلک له پلازمېنې کډې کولو ته اړ شي.

کلوډ سيډېنګ پروسه کې کيمياوي مالګې لکه سېلور او پوټاسيم ايوډايډ د الوتکو له لارې او يا د ماشينونو په مټ له ځمکې په وريځو شيندل کېږي. له دې سره د اوبو بخار په اسانه سره د څاڅکو په بڼه راټولېږي او په باران بدلېږي.

دغه تخنیک له څو لسیزو راهيسې کارول کېږي. متحده عرب اماراتو په وروستيو کلونو کې د اوبو کمښت د حل لپاره ترې ګټه اخيستې ده.

ځينې افغان شنونکي وايي، د دې کار اغېزې ښايي له دې امله پر افغانستان منفي وي چې د اورښت ډېرې څپې له لوېديځه راځي او کېدی شي د اوبو معادله بدله کړي.

پاکستان او هند هم په دې وروستيو کلونو کې د هوا ککړتيا سره د مبارزې لپاره له دې پروسې کار اخيستی دی.

د ايرنا د راپور له مخې د ايران د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې سږ کال باران د اوږدمهاله مځنۍ کچې پرتله شاوخوا ۸۹ سنله کم شوی دی.

دوی زياتوي ، "سږ په تېرو پنځوسو کلونو کې تر ټولو وچ منی و".

چارواکو همدارنګه اعلان کړی، هغه کورنۍ او سوداګريز بنسټونه به جریمه کړي چې د اوبو ډېر مصرف کوي.

د ايران د اقلیم او د وچکالۍ د کړکېچ د مديريت د ملي مرکز مشر احمد وظيفه ويلي، د تهران، لوېديځ اذربايجان، ختيځ اذربايجان او مرکزي ولايت بندونه د "اندېښنې وړ" حالت کې دي.

د جمعې په ورځ، سلګونه کسان د تهران په يوه جومات کې د باران د دعا لپاره راټول شوي وو.

ايراني هواپېژندونکو راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ د هېواد په لوېديځ او شمال کې يو څه باران شوی دی. ويډيوګانې ښيي چې د تهران په شمال کې د سږ کال لومړنۍ واوره هم شوې ده.