د کامچاتکا ۸ اعشاریه ۸ زلزله: له پنځو پېړیو وروسته د روسیې یو بل اورشیندی فعال شو

د عکس سرچینه، Institute of Volcanology and Seismology
د روسیې د لرې ختیځ په کامچاتکا سیمه کې یو اورشیندی له پنځو پېړیو وروسته په لومړي ځل بیا فعال شوی دی.
دا اورشیندی په سیمه کې له یوې خورا ځواکمنې زلزلې څو ورځې وروسته فعال شوی دی.
د روسیې د دولتي رسنیو له خوا خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د کراشنینیکوف له اورشیندي هوا ته لوخړې پورته کېږي.
د سمیڅونیان انسټیټیوټ د 'اورشیندي پېژندنې نړیوال پروګرام' په وینا، دغه اورشیندی وروستی ځل په ۱۵۵۰ کې فعال شوی و او تر هغه وړاندې یې په ۱۴۶۳ کې هم لاوا (ویلي شوي مواد) بهولې وه.
د کامچاتکا سیمې د بېړنيو خدمتونو ادارې ویلي، له کراشنینیکوف اورشیندي پورته شوې د ایرو لوخړه ۶ کیلو مټره لوړه ده او خیتځ ته د ارام سمندر پر لور روانه ده.
یادې ادارې زیاته کړې، د لوخړې په تګلوري کې استوګنیزې سیمې نه شته او تر اوسه یې پر استوګنیزو سیمو د ایرو پرېوتو راپور نه دی تر لاسه کړی.
د چارواکو په خبره، د دغه اورشیندي له امله الوتنو ته د "نارنجي" رنګ خبرتیا ورکړل شوې چې ګواکې خطر پر لاره دی.
دا کوډ په دې معنا دی چې پر دې سیمې الوتنې د الوت پر مهال له ګډوډۍ سره مامخېدلی شي.
روسي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې د چهارشنبې د ورځې له ۸ اعشاریه ۸ درجې زلزلې وروسته ښايي په سیمه کې د څو اونیو لپاره له زلزلې وروسته ټکانونه پېښ شي.
د یکشنبې پر ورځ ۷ درجې زلزلې د کوریل ټاپوګان ولړزول.
که څه هم یادې زلزلې لویې سمندري څپې نه دي رامنځ ته کړي، خو د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د کامچاتکا په درېیو سیمو کې خلکو ته خبرداری ور کړی چې له سمندرغاړو لرې شي.
د کراشنینیکوف اورشیندی د چارشنبې پر ورځ د اګسټ پر ۳۰مه د کلوچفسکایا اورشیندي له چاودنې وروسته چې یوې زورورې زلزلې د روسیې ختیځ ساحل ولړزاوه، فعال شو.
کلوچفسکایا په اروپا او اسیا کې تر ټولو ډېر فعال اورشیندی دی.
د معلوماتو له مخې، دا اورشیندی له ۲۰۰۰ کال راهیسې لږترلږه ۱۸ ځلي فعال شوی دی.
دا دوه اورشیندي له ۸.۸ درجې یوې زورورې زلزلې وروسته فعال شول چې له امله یې د څونامي خبرداری ور کړل شو او په میلیونونو خلک یې د جاپان، هاوايي، ایکواډور او نورو ځایونو په ساحلونو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
د یادې زلزلې له امله د تر ټولو ډېر زیان راپور له روسیې ور کړل شوی چې د څونامي څپې د سورودو - کوریلسک تر بندره ورسېدې او د کبانو د پروسس یوه کارخونه یې لاندې کړه.
دا زلزله، چې د کامچاتکا ټاپووزمې په پتروپاولوفسک کې وشوه، له ۲۰۱۱ کال راهیسې دغلته د شویو زلزلو تر ټولو ځواکمنه هغه وه.
د ۲۰۱۱ کال د مارچ پر ۱۱مه، د جاپان ختیځ ساحل کې د ۹ اعشاریه ۱ درجې زلزله وشوه چې له امله یې مرګونې څونامي رامنځ ته او له ۱۵ زرو ډېر خلک یې ووژل.











