شمالي کوریا دوه بالېستیک توغندي توغولي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د جنوبي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا له خپل ختیځ ساحله دوه بالېستیک توغندي توغولي دي.
د جنوبي کوریا د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغو توغندیو یو یې لنډ واټن ویشتونکی و او دویم ډول یې لا هم مالوم نه دی.
پیونګ یانګ تر اوسه د دغو توغندیو د توغول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د چارشنبی پر ورځ شمالي کوریا ادعا کړې وه، چې په بریالیتوب سره یې یو توغندی ازمایلی دی.
تېره اوونۍ د جنوبي کوریا، جاپان او امریکا درې ورځني پوځي تمریناتو چې د (ازادۍ څنډې) په نامه و، د شمالي کوریا منفي غبرګون سره مخ شول.
په دې پوځي تمریناتو کې بالستیک توغندیو ته چمتووالی او سایبري دفاع روزنه شامله وه.
شمالي کوریا دغه پوځي تمرینات په کلکه غندلي.
وروستیو کې د یادو دوو هېوادونو تر منځ پر پوله تاوتریخوالی په چټکۍ زیات شوی دی.
د جنوبي کوریا پلازمینې سیوول شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اعلان کړی و چې، د شمالي کوریا پوځ د لنډې مودې لپاره له پولې وراوښتي او وروسته له هغې چې جنوبي کوریا پرې د خبرداري ډزې کړي، بېرته خپلې خاورې ته ستانه شوي.
دا په یوه میاشت کې دریمه ورته پېښه ده.
شمالي کوریا ته د ولادمیر پوتین سفر او د دغه هیواد له مشر کیم جونګ اون سره د نوي تړن لاسلیکول چې پر دوی هر یو د برید پر مهال به یو له بل سره مرسته کوي، د سیمې د هېوادونو او امریکا منفي غبرګونونو راپارولي.
سیوول د روسیې او شمالي کوریا تر منځ دا نوی تړون د خپل امنیت لپاره ګواښ یاد کړی او غندلی یې دی.
جنوبي کوریا د دې تړون په غبرګون کې د روسیې سفیر احضار کړی او د مسکو او پیونګ یانګ تر منځ شوې هوکړې په اړه یې اعتراض کړی او له هغه یې غوښتي چې سملاسي شمالي کوریا سره خپله پوځي همکاري بنده کړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم د روسیې او شمالي کوریا تر منځ د شوې هوکړې په اړه ویلي چې، دا تړون باید "د هر هغه هېواد لپاره د اندېښنې وړ وي چې په سیمه کې سوله او ثبات غواړي."
د جاپان حکومت ویاند یوشیمایا هایاشي هم ویلي، چې توکیو "شمالي کوریا سره د روسیې د نظامي همکارۍ په تړاو خورا اندېښمنه ده." او دا چې "دا تړون ورته د منلو نه دی."
کاروپوهان وايي، دا تړون پر نړۍ او سیمې لویې اغېزې لرلی شي او له دې سربېره دا هم له احتماله لیري نه ده چې شماليکوریا د ټاپو وزمې په هره جګړه کې روسیه ښکیله کړي.
دواړه کوریاګانې لا هم د دې دښمنۍ پای ته رسېدو ته چمتو نه دي، د سولې تړون یې نه دی لاسلیک کړی او دواړه په کلکه له خپلو پولو ساتنه کوي.











