د ایران ستر مشر علي خامنهاي څوک دی او کورنۍ یې څومره اغېز لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, بي بي سي نیوز فارسي
امریکايي رسنۍ وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو له لوري د ايران د ستر مشر آيتالله علي خامنهاي د وژلو پلان رد کړی او دا يې "ښه نظر نه" دی بللی.
اسرائیلو، چې په دې وروستیو بریدونو کې یې ویلي هدف یې د ایران د اټومي وړتیاوو له امله د راولاړ شوي " موجود ګواښ" له منځه وړل دي، له دې هدف هاخوا، د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي د دوی پوځي بريدونه ښايي د ايران د نظام بدلون لامل هم شي. هغه مخکې له دې د ایران له خلکو مستقیمه غوښتنه کړې وه چې د خپلو مشرانو پر وړاندې راپورته شي.
د ايران ستر مشر مذهبي مشر څوک دی، څه واک لري او د هغه کورنۍ د هېواد په سياست کې څه رول لري.
آيتالله علي خامنهاي د ۱۹۷۹م کال د اسلامي انقلاب راهيسې يوازې دوهم کس دی چې د هېواد د ستر مشرتابه مقام ته رسېدلی. هغه له ۱۹۸۹ کال راهيسې په دې لوړ مقام کې دی او ډېرو ځوانو ایرانیانو د هغه له مشرۍ پرته ژوند نه دی تجربه کړی.
له هغه سره د بېلابېلو مرکزونود يوې پېچلې شبکې واګې په لاس کې دي- د دې واک لري چې د عامه پالیسیو هره پرېکړه رد کړي او د دولتي دندو لپاره نوماندان پخپله غوره کړي.
د دولت د مشر او د پوځ د اعلی قوماندان په توګه، چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په ګډون ټول پوځ کنټرولوي، خامنهاي خپل هېواد کې یو له تر ټولو پیاوړو شخصیتونو ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Anadolu/Getty Images
هغه په ۱۹۳۹ کال کې د ایران په دویم ستر ښار مشهد کې زېږېدلی دی.
هغه د یوې دیني کورنۍ له اتو ماشومانو دویم ماشوم و. پلار یې د شیعه اسلامي څانګې یو منځنۍ رتبه اخوند و، دا هغه مذهبي څانګه ده چې په ایران کې واکمنه ده.
د هغه زدکړې تر ډېره د قرآن کریم پر زدهکړو متمرکزې وې او تر ۱۱ کلنۍ د اخوندۍ رتبې ته ورسېد.
خو، لکه د ډېرو نورو دیني مشرانو په څېر، د هغه کار یوازې مذهبي نه و، بلکې سیاسي بڼه یې هم لرله.
خامنهاي یو مؤثر ویناوال و او د ایران د پخواني پاچا (شاه) مخالفینو سره یوځای شو. دغه شاه وروسته د اسلامي انقلاب لهخوا له واکه راوپرځول شو.
نژدې څو کاله یې یا پټ ژوند وکړ یا یې زندانونه ګاللي. د شاه د پټو استخباراتو لهخوا شپږ ځله ونیول شو، شکنجه شو او په کور د ننه تبعید کړل شو.
د ۱۹۷۹م له اسلامي انقلاب یو کال وروسته، آيتالله روحالله خمينی هغه د تهران د جمعې لمونځ امام وټاکه. خامنهاي وروسته په ۱۹۸۱ کال کې ولسمشر وټاکل شو او په ۱۹۸۹ کال کې، کله چې آيتالله خمينی په ۸۶ کلنۍ مړ شو، د دیني مشرانو لهخوا د هغه ځایناستی وټاکل شو.
د هغه زوی مجتبی څومره واک لري؟
علي خامنهاي ډېر کم بهر ته ځي او راپورونه وایي چې له خپلې مېرمنې سره د تهران په مرکز کې یو ساده او ډېر کم مصرفه ژوند کوي.
ویل کېږي چې هغه بڼوالي او شاعري خوښوي او دا هم ویل شوي چې په ځوانۍ کې به یې سګرټ څکول، هغه څه چې د ایران د دیني شخصیتونو لپاره کمساری دی. په ۱۹۸۰مو کلونو کې د یوه ترور د هڅې له امله یې ښی لاس فلج شو.
هغه او مېرمن یې، منصوره خجسته باقرزاده، شپږ ماشومان لري - څلور زامن او دوه لوڼې.
د خامنهاي کورنۍ ډېره لږه په عام محضر یا رسنیو کې راڅرګنده شوې ده او د هغه د اولادونو د شخصي ژوند په اړه رسمي او کره معلومات محدود دي.
د هغه له څلورو زامنو دویم زوی مجتبی تر ټولو مشهور دی، ځکه چې د خپل پلار په داخلي کړۍ کې د پام وړ نفوذ او مهم رول لري.

د عکس سرچینه، NurPhoto/Getty Images
مجتبی خامنهاي د تهران په علوي لېسه کې زدکړې کړې دي، دا هغه ښوونځی دی چې زدکوونکي یې عموماً د اسلامي جمهوریت د لوړپوړو چارواکو اولادونه وي.
هغه د غلامعلي حداد عادل له لور سره واده کړی دی، چې یو مطرح محافظهکار شخص و، هغه مهال چې مجتبی لا دینی عالم نه و او پلان یې درلود چې د قُم په حوزوي مدرسه کې خپلې دیني زدکړې پیل کړي. هغه د ۳۰ کلنۍ په عمر کې د قم په مشهوره دینی حوزه کې رسمي دیني زدکړې پیل کړې - دا هغه مدرسه ده چې په ایران کې تر ټولو مهمه شیعه دینی حوزه ګڼل کېږي.
تر ۲۰۰۰مو کلونو پورې، د مجتبی خامنهاي سیاسي نفوذ ډېر روښانه شو، که څه هم دا خبره ډېره کمه د رسنیو له خوا منل شوې ده.
مجتبی هغه وخت د خلکو پام ځان ته راوګرځاوه چې په ۲۰۰۴ کال کې د لانجمنو ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال، یو نوموتی نوماند مهدي کروبي په یوه پرانیستې لیک کې آیتالله خامنهاي ته وویل چې مجتبی د پردې تر شا د محمود احمدينژاد په ګټه لاسوهنه کړې ده.
له ۲۰۱۰مو کلونو را وروسته، مجتبی د اسلامي جمهوریت یو له خورا ځواکمنو اشخاصو ګڼل کېږي او ځینې ناعلمي او غیر رسمي راپورونه وایي چې هغه د خپل پلار (خامنهاي) د ځایناستي کېدو لپاره غوره کس دی. سره له دې، ځینو رسمي سرچینو دا ادعاوې رد کړې دي.
که څه هم علي خامنهاي پاچا نه دی او نه هم واک کولی شي خپل زوی ته وسپاري، خو مجتبی د خپل پلار په سختدریځه حلقو کې پراخ نفوذ لري، په ځانګړي ډول د ستر مشر د دفتر دننه، چې له اساسي قانون څخه بهر ارګانونه تر سیوري لاندې راولي.
مصطفی خامنهاي د کورنۍ مشر زوی دی. د هغه مېرمن د عزیزالله خوشوقت لور ده، چې یو ډېر محافظهکار دودیز دیني عالم و.
هم مصطفی او هم مجتبی د ۱۹۸۰مو کلونو د ایران ـ عراق جګړې پر مهال په جګړه کې د مخکښې کرښې برخهوال وو.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د علي خامنهاي درېیم زوی مسعود په ۱۹۷۲ کال کې زېږېدلی دی. هغه د محسن خرازي له لور سوسن خرازي سره واده کړی، چې یو پیژندل شوی دیني عالم دی او د قم د مدرسې د محافظهکاره ښوونکو د اتحادیې غړیتوب لري. همداراز، سوسن د محمد صادق خرازي خور ده، چې یو پخوانی ډیپلوماټ و او د اصلاحپالو تمایلات یې لرل.
مسعود خامنهاي له سیاسي کړیو ځان لرې ساتلی او د هغه په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.
هغه مخکې د خپل پلار د اثار د څار دفتر مشر و، چې د آيتالله خامنهاي لپاره د تبلیغاتي کار مهمه برخه ګڼل کېږي؛ نوموړي د خپل پلار د ژوند لیک او خاطرو د تدوین مسؤولیت هم درلود.
تر ټولو کشر زوی یې میثم په ۱۹۷۷ کال کې زېږېدلی. لکه د خپلو درېیو مشرانو وروڼو، هغه هم دیني عالم دی.
د هغه مېرمن - چې نوم یې په رسنیو کې نه دی خپور شوی - د محمود لولاچیان لور ده، چې یو شتمن او با نفوذه سوداګر و او د ۱۹۷۹م له اسلامي انقلاب مخکې یې د انقلابي دیني عالمانو مالي ملاتړ کاوه.
میثم له خپل ورور مسعود سره یوځای د خپل پلار د آثارو د ساتنې او خپرولو په دفتر کې کار کړی دی.
دوې لوڼې
د خامنهاي د لوڼو په اړه په عامه توګه ډېر لږ معلومات نه شته.
بشری او هدی د کورنۍ تر ټولو وروستۍ غړې دي او دواړه د ۱۹۷۹م له اسلامي انقلاب وروسته زېږېدلي دي.
بشری په ۱۹۸۰ کال کې زېږېدلې او له محمد جواد محمدي ګلپایګاني سره یې واده کړې، چې د غلامحسین (محمد) محمدي ګلپایګاني زوی دی. غلامحسین د علي خامنهاي د دفتر رییس دی.
هدی، چې د خامنهاي تر ټولو کشره لور ده، په ۱۹۸۱ کال کې زېږېدلې ده. هغې له مصباحالهدی باقري کاني سره واده کړې، چې بازارموندنه یې لوستې او د امام صادق پوهنتون استاد پاتې شوی دی.








