د لبنان بهرنیو چارو وزیر: وروستۍ چاودنې "د اسرائیلو له خوا جګړې ته د بلنې په مانا ده"

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب وايي، د اسرائیلو له خوا د تېرو دوو ورځو چاودنې جګړې ته د لبنان د بلنې په مانا ده.

ښاغلي بو حبیب له سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي، "دا یوه خطرناکه شېبه ده ځکه موږ جګړه نه غواړو. تر دې وړاندې په سرحدي سیمو کې کړکېچونه وو، خو دا اوسنۍ د جګړې خبرې دي."

هغه د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د سولې رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتو له امنیت شورا او امریکا څخه د مرستې غوښتنه وکړه او زیاتوي، "تر دغو بریدونو وروسته نور د پخوا په شان له حزب الله سره خبرې امکان نه لری. دوی سخت ځپل شوي او له غچ اخیستو به ډډه ونه کړي."

په وروستیو دوو ورځو کې د لبنان حزب الله ډلې د مخابراتي وسیلو له چاودنو وروسته د اسرائیل او لبنان پر پوله د اسرائیلي پوځ او حزب الله وسله والو تر منځ ډزو زور اخیستی دی.

د اسرائیلو پوځ وايي، تېره شپه یې د لبنان په سوېلي سیمو کې د وسلو د یوې ډیپو په ګډون څو ځایونه په نښه کړي دي.

اسرائیلي رسنیو ویلي، د حزب الله په توغندویزو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو څپې

لبنان

د عکس سرچینه، Getty Images

د لبنان روغتیا وزارت وایي، په دغه هېواد کې چارشنبه د واکي‌ټاکي یا مخابرو په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ ته لوړ شوی دی. دغو چاودنو لږترلږه ۴۵۰ کسان ټپي کړي هم دي.

پرون دویمه پرله پسې ورځ وه چې لبنان کې تر ډېره د حزب‌الله غورځنګ د غړو په مخابراتي وسیلو کې چاودنې وشوې.

د سې‌شنبې ورځې چاودنې په پېجرونو کې شوې وې او د دوو ماشومانو په ګډون یې ۱۲ کسان وژلي او زرګونه نور ټپي کړي‌ وو.

په ټپیانو کې بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم و.

ایراني خبري رسنیو ویلي، په لبنان کې د ایران سفیر مجتبی اماني چې د سې شنبې ورځې په چاودنو کې ټپي شوی و، تهران ته لېږدول شوی دی.

ښاغلي اماني له ټپي کېدو وروسته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي و، "دا زما لپاره ویاړ دی، چې زما وینه د لبنان د باعزته ټپیانو له وینو سره ګډه شوې ده."

هغه دا چاودنې یو "ترهګریز برید" بللی دی.

تازه ایراني رسنۍ وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر 'امیر سعید ایرواني' د دغه سازمان سرمنشي او امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي چې هېواد یې لبنان کې پر خپل سفیر برید څېړي او دا چې "د نړیوال قانون له مخې دغه ناوړه جرم او سرغړې ته خپل د ځواب ویلو حق خوندي ګني."

هغه همدا راز یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې اسرائیل په دغو "ترهګریزو" بریدونو کې ګرم بولي.