د ټرمپ د کډوالۍ سیاست: پاناما کې د کړکۍ شاته افغان نجونې څه کیسه لري؟

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پاناما سیټي یوه هوټل کې دوه افغان نجونې د کړکۍ تر شا د مرستې هیله لري
    • Author, علی حسینی
    • دنده, بی‌بی‌سی

د فبرورۍ پر ۱۸ پاناما سیټي کې د دکاپولیس هوټل مخې ته د پاناما هوايي- سمندري ملي ځواکونه ولاړ وو او خبریالانو ته یې اجازه نه ور کوله چې هوټل ته ننوځي، خو د دې هوټل یوه کوټه کې دوو افغان نجونو هڅه وکړه چې خپل پیغام د کړکۍ پر یوه شیشه د لګېدلو کاغذونو له لارې خبریالانو (نړۍ) ته ورسوي.

په (اې ۴) سپین کاغذ په انګرېزي لیکل شوي وو، ''هېله ده افغان نجونې وژغورئ.''

له پنځو نورو افغان نجونو سره دا دوه نجونې د مختلفو ملتونو د هغو نږدې ۶۰ کسانو له ډلې وې چې له امریکا ايستل شوي دي.

دوی د ډونلډ ټرمپ د هغه سیاست له امله دریو الوتنو کې پاناما ته ولېږدول شوې چې له مخې یې غواړي بې اسناده کډوال وباسي.

بي بي سي له دا ډول څو افغان او ایرانیو پنا غوښتونکو سره خبرې کړې. په دوی کې ارزو بهبانو هم ده چې د شیشې تر شا یې په کاغذ د مرستې غوښتنه کړې وه.

د پاناما سیټي یوه هوټل کې دوه افغان نحونې د کړکۍ تر شا د مرستې هیله لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پاناما سیټي یوه هوټل کې دوه افغان نجونې د کړکۍ تر شا د مرستې هیله لري

په حقیقت کې د دویم ځل لپاره ارزو په پاناما کې ده. اول ځل امریکا ته د تلو لپاره په خپله خوښه تللې وه او دا ځل هم له امریکا په وتلو پسې دغه هېواد ته وړل شوې ده.

هغه له دوه کاله سفر وروسته بالاخره یوه میاشت مخکې امریکا ته ورسېده. د دې لپاره چې پولیس یې غږ وانه وري ارزو ټلیفون کې ورو خبرې کولې او بي بي سي ته یې وویل، ''له ۱۱ هېوادونو راتېره شوم او امریکا ته ورسېدم. پوره دوه کاله په سفر کې وم. دلته چې څومره نجونې دي، د یوې یې هم د سفر وخت او کډوالۍ له دوو کلونو کم نه دي. ځینو چې له دولت سره کار کاوه، په کومه ورځ چې طالبانو کابل ونیو، دوی له افغانستان ووتلې، خو اوس چې څلورم کال دی لا هم په سفر کې دي، ترڅو ځانونه یوه امن هېواد ته ورسوي.''

د جمهوریت پرځېدو او د طالبانو واکمنېدو سره افغانان امریکا او اروپا ته د تلو لپاره پر هغو لارو هم روان شول چې یا پخوا پرې نه تلل او یا هم کمې کارېدلې.

له دې لارو یوه هم ایران کې د برازیل ویزه اخیستل، بیا سوېلي امریکا ته تلل او له هغه ځای تر لسو ډېرو هېوادونو تېرېدل او امریکا یا کاناډا ته رسېدل دي.

د کار او زدکړو په ګډون پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه هغه څه دي چې دوی یې له هېواد وتلو ته اړ کړې دي.

'' د بندیانو په څېر چلن یې را سره وکړ''

کله مو چې ارزو له اوسني حالت وپوښتله، اته ځله یې د زندان کلیمه یاده کړه. هغې وویل، '' ټیک د زندانیانو په څېر چلن ورسره کوي.'' موبایلونه ترې اخیستل شوي او کورنیو ته احوال نشي ورکولی.

د ارزو په خبره، له امریکا د اېستلو پرمهال هم امریکايي چارواکو ور سره ناسم چلن کاوه.

''نیمه شپه راغلل، لاسونه یې را وتړل. حیرانې وو، نه پوهېدو چې چېرته مو وړي. د بندیانو په څېر چلن یې را سره وکړ، لاسونه یې را وتړل، په زور یې الوتکې ته وخېژولو. له نږدې شپږ ساعته پرواز وروسته چې پوځي الوتکه کېناسته، نو پوه شوو چې پاناما کې یوو.''

له هوايي ډګر یې په پاناما سیټي کې هوټل ته یووړې، چې د خبریالانو پام هم ور واوښت، ځکه دا د ډونلډ ټرمپ د نوي سیاست له امله پاناما ته لومړني ایستل شوي کسان وو.

''هوټل کې مو پام شو چې بهر خبریالان ولاړ دي او هوټل ته د ننوتلو اجازه نه لري. ما متن ولیکه او خپل لیکل مې د هوټل پر شیشه ولګول، ترڅو په یو ډول له داخل غږ پورته کړم. ځکه ټلیفون او انټرنېټ مو هېڅ نه درلود. د خپل غږ پورته کولو لپاره مو خواله رسنیو ته هم لاسرسي نه درلود. هماغه عکس یواځنی چانس و چې خپل غږ پورته کړو او وښیو چې څنګه حالت کې یوو.''

بلې افغان نجلۍ، چې له بي بي سي سره د خبرو پرمهال له ارزو بهبانو سره وه، له خپلې بې برخلیکۍ یې ګیله وکړه. هغې وویل، تر اوسه ''یوه چارواکي هم د دوی د برخلیک په هکله ور سره خبرې نه دي کړې.''

نوموړې د پنډغالي حالت له زندان سره ورته وباله، ''نامالوم حالت لرو، دا اندېښنې وړ دی. حالت د زغملو نه دی. نوم یې کمپ دی، خو د زندان په څېر دی. څوک ټلیفون ته لاسرسی نه لري. هېڅوک هم انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. هوا ډېره ګرمه ده. ډېر کم امکانات دي. تشناب، حمام هرڅه ډېر بد حالت لري. کوم کولر هم نشته، هوا ډېره ګرمه ده، حالت ډېر بد دی.''

داسې پوښتنه مې هم ترې وکړه چې تر یوه بریده پوهېدم چې که افغانستان ته ولېږل شي، نو څه اندېښنه به لري. دوی هم په ځواب کې وویل، ''موږ خپل هېواد ته د ستنېدو لار نه لرو. د طالبانو واکمنېدو سره نه یواځې د زدکړو حق نه لرو، بلکې دلته داسې نجونه هم شته چې له جبري واده تښتېدلې دي. ټاکلې وه له داسې چا سره یې واده وشي چې د نیکه په عمر یې و، خو هغه له دغه حالت تښتېدلې ده. افغانستان ته له ستنېدو ډېرې اندېښمنې یوو. دوی له لسو هېوادونو را واوښتې چې یوه امن هېواد ته ورسېږي او پنا واخلي. هرې یوې نجلۍ د سفر لپاره مختلف لګښت کړی، خو د یوې هم له ۱۵ زره ډالرو کم نه دی.''

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، افغان کډوالې د نورو هېوادونو له کډوالو سره په هوټل کې تر څلورو ورځو وروسته پنډغالي ته ولېږدول شوې.

د کوستاریکا په څېر پاناما کې حالت

د ډونلد ټرمپ د کډوالۍ نوي سیاست له مخې، ځینې کډوال د پاناما ګاونډي هېواد کوستاریکا ته لېږدول شوي دي.

داسې ښکاري چې مجردان پاناما او واده کړي یا کورنۍ کوستاریکا ته وړل شوي دی.

په دوو سوو کسانو کې درې افغان کورنۍ هم د پاناما پولې ته نږدې د کوستاریکا یوه پنډغالي ته وړل شوې دي.

بي بي سي د یوې درې کسیزه کورنۍ له پلار سره خبرې کړې دي. هغه وویل، ''د څو هېوادونو یوو. د افغانستان درې کورنۍ یو، چې هره کورنۍ درې کسیزه ده او ټول نهه کسان کېږو. دوه کورنۍ د ایران دي. نور هم د چین، ازبکستان، ویتنام، قزاقستان، جورجيا، ګانا او اردن دي. ټول کورنۍ یوو. مجردان تر موږ یوه اوونۍ مخکې پاناما ته ډیپورټ شول. فکر کوم. یواځې د افغانستان مجردې نجلۍ له امریکا ايستل شوې دي. کومې افغان نجونې چې ډیپورټ شوې، له موږ سره یو ځای امریکا ته تللې وې.''

دوی هم د اروزو په څېر بیا هغه کمپ ته وړل شوي چې شپږ میاشتې مخکې امریکا ته په تلو کې دلته یو څه وخت استوګن و.

پاناما

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاناما کې پنډغالی چې د رپوټونو له مخې د اوسېدو لپاره مناسب چاپېریال نه لري

له امریکا ايستلو کې له دوی سره هم ورته چلن شوی دی، ''سړي یې په ځنځیرونو وتړل. پښې، ملا او لاسونه یې په خپلو کې په ځنځیر وتړل. ټول یې بس کې سپاره کړل او هوايي ډګر ته یې یووړل. ښځې او له ۱۸ کلونو کم ماشومان یې په ځنځیر ونه تړل. ان الوتکه کې هم زموږ لاسونه او پښې تړلي وو. کله چې کوستاریکا کې هوايي ډګر ته نږدې شوو، یانې د الوتکې تر کېناستو لس دقيقې مخکې یې زموږ لاسونه او پښې خلاص کړل. دا چې هوايي ډګر کې خبریالان ډېر وو، نو نه یې غوښتل چې موږ لاس او پښې تړلي له الوتکې کوز شو.''

د دې پنا غوښتونکو افغانانو حالت هم تر نورو لکه ایرانیانو توپیر لري. هغوی خپلو پاسپورټونو سره ان د ترکیې په ګډون د ځینې هېوادونو ویزې ترلاسولی شي، خو افغانانو ته ان د پاکستان په څېر د ګاونډي هېواد د ویزې اخیستل ته هم ډېر مشکل دي. اوس چې په سوېلي امریکا کې دي، نو دا ستونزه یې په مراتبو ډېره شوې ده.

له بلې خوا د پاناما او کوستاریکا چارواکو له دوی سره 'د پرورۍ پر ۲۶ په مرکه کې '' هیڅ خبره نه ده کړې، افغانان نه پوهېږي، چې برخلیک به یې څنګه شي، هغه هم په داسې حالت چې افغانستان ته د ستنېدو هېڅ لېوالتیا نه لري.