د افغانستان او جنوبي افريقا لوبه؛ حشمت الله شهيدي وايي سيال مو "پياوړی دی خو موږ هم چمتو يوو"

حشمت الله شهيدي

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان کرېکټ يو ورځينو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وايي که څه هم سياله لوبډله (جنوبي افريقا) ډېره پياوړې ده خو افغان لوبغاړي هم پوره چمتو دي او خپل تمرينات يې کړي دي.

د افغانستان او جنوبي افريقا تر منځ د دريو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب امارتو په شارجه کې نن چهارشنبې د افغانستان پر وخت د مازديګر ۴:۳۰ او د پښتونخوا پر پنځو بجو پيلېږي.

ښاغلي شهيدي چې له دغه سيالۍ يوه ورځ وړاندې یې د خبريالانو پوښتنې ځوابولې، وويل، "موږ پوره اماده يوو، دری ورځې مو تمرين کړی... زموږ هلکان په شارجه کې له کنډېشن [حالت] سره ډېر زيات بلد دي او ډېری، چې کله مصروفيات نه لري همدلته پاتې کېږي او د شارجې لوبغالي ته راځي او په همدې پېچونو تمرين کوي."

دا لومړی ځل دی چې جنوبي افريقا له افغانستان سره د کرېکټ لوبلړۍ ترسره کوي. ښاغلي شهيدي هيله څرګنده کړه چې ښه کرېکټ به نندارې ته وړاندې کړي او بريا به خپل هېواد ته راوړي.

ښاغلي شهيدي دغه لوبلړۍ د افغانستان کرېکټ لپاره مهمه وبلله او وايي، "جنوبي افريقا ډېره غټه او پياوړې لوبډله ده، ښه کرېکټ کوي او له پخوا د کرېکټ ښه تاريخ لري."

نوموړي دا د افغانستان لپاره ښه موقع وبلله چې سيالي ورسره وکړي او لوبلړۍ ترې وګټي.

د ابراهيم او مجيب نشتوالی

مجيب ځدراڼ او ابراهيم ځدراڼ

د عکس سرچینه، Getty Images

له جنوبي افريقا سره په دې لوبلړۍ کې د افغانستان تکړه توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ او بل تکړه ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ نشته. دوی دواړه د ټپي کېدو له کبله په لوبډله کې نه دی غوره شوي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د يادو لوبغاړو نشتوالی به د افغانستان لپاره څومره لويه ضايعه وي، ښاغلي شهيدي وويل، "د ابراهيم او مجيب ځای ډکول مشکل دي، ځکه دوی له تېرو څو کلونو د افغانستان لپاره لوبېږي، ډېرې زياتې لاسته راوړنې لري او غټې غټې لوبې يې ګټلې دي، خو نور ځوانان هم شته چې مخکې موقع په لاس نه ده ورغلې له هغوی به په دې لوبو کې ګټه واخيستل شي."

د جنوبي افريقا لنډمهالي لوبډلمشر اېډن مکرم هم کنفرانس ته خپلې څرګندونې وکړي او ويې ويل چې دغه لوبلړۍ ته يې پلان نيولی او په وينا يې په شارجه کې ويشتنځای د جنوبي افريقا پرتله ورو دی او توپ ډېر تاوېږي.

نوموړي وويل، د افغانستان پر وړاندې لوبه به ورته "اسانه نه وي... افغانستان قوي لوبډله ده، د نړۍ په کچه لوبغاړي لري او په شل اوريز نړيوال جام کې تر نيمه پايلوبې پورې ورسېدل."

د جنوبي افريقا ځينې مشهور لوبغاړو ته هم په لوبډله کې ځای نه دی غوره شوي او پر ځای يې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی.

د جنوبي افريقا پر وړاندې افغان لوبډله کې څوک دي؟

د افغان لوبغاړو نوملړ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان کرېکټ بورډ نژدې يوه اوونۍ مخکې د جنوبي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د ۱۷ غوره شویو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د افغانستان ټيم کې د ملي لوبډلې د مشهورو لوبغاړو تر څنګ عبدالمالک، ریاض حسن، درويش رسولي، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نوید ځدراڼ او بلال سميع هم غوره شوي چې په ملي لوبډله کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د لوبېدو ډېره تجربه نه لري. د دوی تر څنګ اکرام علیخېل هم غوره شوی.

د افغان لوبډلې مشهور لوبغاړي محمد نبي، رحمان الله ګوربز، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، رحمت شاه، فضل حق فاروقي او فرید ملک هم د ۱۷ کسیزې لوبډلې برخه دي.

په افغانستان کې د امنيتي ستونزو او د کرېکټ معياري لوبغالي د نشتوالي له کبله افغانستان تر ډېره په شارجه او د هند په ګرېټر نوېدا لوبغالي کې خپلې سیالۍ ترسره کوي. افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهيسې په شارجه کې ټولې ۲۵ لوبې کړي چې له دې ډلې يې ۱۶ ګتلې او ۹ بايللې دي.

له بلې خوا جنوبي افریقا په شارجه کې ۱۲ یو ورځنۍ لوبې کړي چې ۱۰ یې ګټلي دي، خو له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دې لوبغالي کې نه دي لوبېدلي.

افغانستان له جنوبي افريقا سره دری يو ورځنۍ لوبې لري چې د لړۍ وروستۍ هغه يې يکشنبې د سپټمبر پر ۲۲ نېټه ده او د افغان لوبډلمشر حشمت الله شيهدي په وينا له دې لوبلړۍ وروسته له "بنګله دېش، زېمبابوې او وېسټ انديز" سره لوبې لري.