افغانستان له سویلي افریقا سره لوبو ته لوبغاړي اعلان کړل؛ څوک په کې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ نن (پنجشنبه) د سویلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د ۱۷ غوره شویو لوبغاړو نوملړ خپور کړی چې په کې یو شمېر نوي ځوانان هم ښکاري.
په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ خپل منځي دا لومړۍ لوبلړۍ راتلونکي اوونۍ د سپتمبر له ۱۸مې د شارجې کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
په اعلان شوې نوملړ کې د افغانستان د پیل یو تکړه توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ نوم نشته، هغه په هند کې د تمریناتو پر مهال په ښنګري کې د ټپ له کبله له دغې لوبلړۍ کېنول شوی دی.
د افغانستان پیاوړی چټک بالر نوین الحق هم په یو ورځنیو سیالیو کې د نه لوبېدو له کبله دغې لوبلړۍ ته نه دی غوره شوی.
د افغانستان او نړۍ مشهور لوبغاړی راشد خان چې په دې وروستیو کې د ټپونو له کبله ورته د ارام سپارښتنه شوې وه، بېرته ملي لوبډلې ته ګرځیدلی دی.
دوه نور نامتو ورو بالران مجیب الرحمان او نور احمد لکڼوال هم دې سیالیو ته نه دي غوره شوې، مجیب الرحمان پخوا د ټپونو له کبله له سیالیو وتلی و خو په دې وروستیو کې ښکاري چې تمرینات یې پیل کړي.
اعلان شوي نوملړ کې ځینې نوې څيرې

د عکس سرچینه، acb
د حشمت الله شهیدي په لوبډلشمرۍ دغې لوبډله کې د ملي لوبډلې د مشهورو لوبغاړو تر څنګ عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نوید ځدراڼ او بلال سمېع هم غوره شوي چې په ملي لوبډله کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د لوبېدو ډېره تجربه نه لري.
د دوی تر څنګ له یوې اوږدې مودې وروسته بیا اکرام علیخېل هم غوره شوی او نوموړی د اعلان شوې نوملړ برخه ده.
د افغان لوبډلې مشهور لوبغاړي محمد نبي، رحمان الله ګوربز، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، رحمت شاه، فضل حق فاروقي او فرید ملک هم د ۱۷ کسیزې لوبډلې برخه دي.
له دې مخکې همدا روانه اوونۍ سویلي افریقا هم د افغانستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته د ټېمبا باویوما په مشرۍ نسبي ځوانه لوبډله اعلان کړې وه.
د افغانستان د ملي لوبډلې ډیری لوبغاړي دا مهال له نیوزیلنډ سره پلان شوې لوبې لپاره هند کې دي، خو دا لوبه چې باید د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوې وی د باران له کبله یې لومړۍ څلور ورځې ضایع شوې دي.
دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان سر په سر له دوه مشهورو لوبډلو سره چې پخوا یې ورسره خپل منځي داسې لوبې نه دي کړې د ټېسټ او یو ورځنۍ سیالۍ برابروي.
د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ لوبلړۍ چې د راتلونکي چارشنبې له ورځې پیلېږي دویمه لوبه یې د سپتمبر په شلمه او وروستۍ هغه یې د همدې میاشتې په ۲۲مه پلان ده.











