'دا یوازې د امام اوغلو موضوع نه ده': ځوان محصلین ولې د ترکیې په احتجاجونو کې مخکښ دي؟

د عکس سرچینه، Reuters
په استانبول کې د رجب طیب اردوغان د مهم سیاسي مخالف له نیول کېدو وروسته پراخ احتجاجونه پیل شول او د دې احتجاجونو په تړاو تراوسه نژدې ۲۰۰۰ کسان نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې ډېری د پوهنتونونو ځوان محصلین دي، چې د دې احتجاجونو مخکښ کسان دي.
د ترکیې تر ټولو لوی ښار کې پر احتجاجونو له بندیز سره سره محصلین نژدې هره ورځ د احتجاج لپاره لارو کوڅو ته وځي. د دې احتجاجونو لړ کې مهم مرکز د ښاروالۍ میدان و، وروسته خلک نژدې پارک ته هم لاړل، خو هلته پولیسو پرې اوښلن ګاز وکاراوه او له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شول.
په دا وروستیو کې د امام اوغلو (سي ایچ پي) ګوند خپله پالیسي بدله کړې او د ښاروالۍ په شاوخوا کې یې د احتجاج پر ځای له خلکو غوښتي چې له کورونو احتجاج وکړي، له کړکیو بیرغونه ورپوي او د ګاډو هارنونه وغږوي. په استانبول کې پر غونډو بندیز لګول شوی خو پر لاریونونو بندیز نه شته.
خو محصلین بیا له دې خبرو بې پروا دي. دوی د استانبول په مکه پارک کې یو ځای کېږي او مخونه د دې لپاره پټوي، چې و نه پېژندل شي، په تورو لیستونو کې شامل نه شي او یا هم و نه نیول شي. یوه محصل بي بي سي ته وویل: ''د داسې یوه هېواد ارمان لرو، چې موږ پکې مخ پټولو ته اړ نه شو.''
ولسمشر اردوغان بیا د مارچ پر ۲۶مه یوه اعلامیه کې د مخ پټو کسانو دا احتجاجونه غندلي او د (ترهګرۍ) تورونه یې پرې پورې کړي دي. د مارچ پر ۱۹مه چې امام اوګلو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره د سي ایچ پي ګوند د کاندید په توګه اعلان شو، نوموړی د حکومت له لوري د مالي فساد په تور ونیول شو.
په پام کې ده، چې د ترکیې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به ۲۰۲۸ کال کې کېږي. د ترکیې اپوزېسیون د ښاغلي اوغلو نیول کېدو تر شا سیاسي انګېزې ته اشاره کوي، او دا پېښه یوه ''کودتا'' بولي، خو دا هغه تورونه دي، چې ښاغلی اردوغان یې په سختۍ سره ردوي.
'تبعیضي انصاف'

د عکس سرچینه، Reuters
که څه هم د مکې پارک احتجاجي محصلین وايي، له هېڅ یوه سیاسي ګوند سره تړاو نه لري، خو د ځینو هغه شعار اورېدل شوی، چې د اپوزېسیون ملاتړي یې ورکوي او هغه د ''حقونو، قانون او عدالت'' شعار دی.
یوه محصل وویل، ''تاسې وګورئ موږ په څنګه یوه هېواد کې ژوند کوو، دوی خلک محکمې ته له وړاندې کولو مخکې زندانونو ته استوي.''
یوه بل بیا د ''تبعیضي انصاف'' په هکله خپله غوسه څرګنده کړه. ده وویل، ''دا یوازې د امام اوګلو خبره نه ده... دوی ولې له هغو نورو (په فساد تورونو کسانو) ان پوښتنه هم نه ده کړې؟''
د شفاف عدالت خبره ګڼ شمېر کسانو بدرګه کړه. یوه محصل وویل، ''موږ غواړو چې عدلیه باید د حکومت له کنټروله بهر وي.''
خو د دې هېواد حکومت بیا ټینګار کوي، چې د ترکیې محکمې په بشپړ ډول ازادې دي.
د امام اوغلو له موضوع هاخوا محصلین د اقتصادي بې ثباتۍ، له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېرېدو او د خپل نامعلوم راتلونکي په هکله اندېښنې څرګندوي.
ځینې بیا وايي، دوی د هېواد پرېښودلو ته تیار نه دي. یوه محصل وايي: زما د لیسې ډېر ځوانان له هېواده ووتل، خو زه نه غواړم هېواد پرېږدم، بلکې زه چې یو ځوان ترک یم غواړم همدلته په خپل هېواد کې یو ښه راتلونکی ولرم.

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې سي اېچ پي ګوند د استانبول ښاروالۍ په ساراچاني پارک د شپې لخوا پراخ احتجاجونه پای ته رسولي، د ځوانانو احتجاجونه لا هم روان دي.
ګوند اعلان کړی، چې په نورو ځایونو کې به د لاریونونو له لارې احتجاج ته دوام ورکړي، خو ګڼ شمېر ځوانان وايي، دوی به د احتجاج لپاره په لارو، کوڅو کې پاتې شي.
یوه محصل په دې هکله وویل: ''موږ سراچاني پارک ته یوازې د امام اوګلو لپاره نه ځو، موږ د دیموکراسۍ لپاره دلته یوو. په دې هېواد کې داسې ډېر میدانونه شته، چې موږ پکې احتجاج کولای شو.''
یوه بل محصل بیا پر سي ایچ پي ګوند نیوکه وکړه، چې د ده په خبره تکتیکونه بدلوي او د تحریک ازادۍ غوښتنه یې وکړه، ''د سي ایچ پي مشران چې څه وايي، دا زموږ لپاره د اندېښنې خبره نه ده، موږ خپله پرېکړه کولای شو او حالات بدلولای شو. موږ د یوه سیاسي ګوند لارښوونې ته اړتیا نه لرو.''
په ترکیې کې د رسنیو همغږۍ ادارې (ار ټي یو کې) بیا د هغو رسنیو پر ضد اقدامات کوي، چې د دې احتجاجونو خبري پوښښ کوي.
دې ادارې د روانې اوونۍ لومړیو کې د اپوزېسیون اړوند او خپلواکو رسنیو ته د اوږدمهاله بندیزونو ګواښ وکړ. پر سې شنبې دې ادارې د اپوزېسیون پر ټلویزیوني چېنل سوزکو تور پورې کړ، چې ناکراریو ته لمن وهي او د لسو ورځو لپاره یې د دې خبري شبکې خپرونې لغو کړې.
دې ادارې دغه راز ویلي، که د بندیز له پای ته رسېدو وروسته دا خبري شبکه بله ''سرغړونه'' وکړي، جواز به یې لغوه کړي.
دغه اعلان داسې مهال شوی، چې بي بي سي مسوولینو وویل، خبریال یې مارک لوئین، چې د احتجاجونو خبري پوښښ یې کاوه (د خلکو امنیت ته د ګواښ) په تور له دې هېواده ایستل شوی دی.
لوئین د چارشنبې پر ورځ په استانبول کې له خپل هوټله وایستل شو، او د بي بي سي نیوز اجرائي مشرې دیبورا ټیورنیس دا ''یوه سخته ستونزمنه پېښه'' وبلله.
عام اعتصاب

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوهنتونونو محصلینو ګواښ کړی، چې د ټولو نیول شویو احتجاجیانو خوشي کېدو تر وخته به خپلو درسونو ته هم نه ستنېږي. دوی په پوهنتونونو کې د حکومت پلوه مشرانو ټاکل کېدو تورونو ترڅنګ د اکاډیمکې ازادۍ غوښتنه کوي.
یوه محصل په ټول هېواد کې د احتجاج غږ کولو تر څنګ وویل: ''موږ به د ټولو نیول شویو کسانو خوشي کېدو او پر پوهنتونونو د فشار ختمېدو تر مهاله پوهنتونونو ته ستانه نه شو. موږ له ټولو کارکوونکو، ټولنو او مسلکي سازمانونو غواړو، چې له موږ سره یو ځای شي.''
یوې بلې محصلې بیا د سیاسي نظام په هکله خپله غوسه څرګنده کړه: ''موږ اوس وپوهېدو، چې یوازې د رایې ورکولو له لارې هېڅ ګټه نه شو کولای. د رایو صندوق هېڅ بدلون نه شي راوستلی، ځکه موږ لارو، کوڅو ته راوتلي یوو.''
له توندې لهجې سره سره نوموړې پر سوله ییز احتجاج ټینګار کاوه: موږ به د ټولنې غږ واوسو او موږ به په سوله ییز ډول خپل احتجاج ته دوام ورکړو.











