د ایټالیا په ونیز کې د امازون موسس جیف بیزوس او لارن سانچز د واده شاندار مراسم

امریکايي میلیاردر جیف بیزوس او مېرمن یې لارن سانچز په ایټالیا کې واده وکړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکايي میلیاردر جیف بیزوس او مېرمن یې لارن سانچز په ایټالیا کې واده وکړ.

د فلم او ټلویزیون له هنرمندانو نیولې د شاهي کورنیو تر غړو او د نړۍ مشهورو شخصیتونو د امازون موسس جیف بیزوس او لورن سانچز د واده په مراسمو کې ګډون کړی و.

لیوناردو ديکپریو، اشر او ایوانکا ټرمپ له هغو مشهورو کسانو وو، چې په دې مراسمو کې یې برخه درلوده، چې پر پنجشنبه او جمعه ورځو د ایټالیا په دې ښار کې ترسره شول.

په پام کې ده، دغه مراسم به درې ورځې دوام کوي او نن شنبه شپه به د دې جوړې او سلګونو مېلمنو لپاره له یوې سترې مېلمستیا وروسته پای ته ورسېږي.

د ونیز ښار ځینو فعالانو په ګډون چې د سېلګرۍ پراخو څپو ضد دي، د اقلیمي بدلون فعالانو هم له دې مراسمو سره مخالفت څرګند کړی.

۵۵ کلنه سانچز چې د دولچه او ګابانا برانډ واده کالي یې اغوستي په هغه تصویر کې چې پر انسټاګرام خپور شوی، په داسې حال کې خاندي چې د ۶۱ کلن بیزوس ترڅنګ ولاړه ده.

د دې واده لګښت په هکله څه نه دي ویل شوي، خو اټکل کېږي، چې له ۲۰ تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې به ورسېږي.

اپرا وینفری، مجری مشهور تلویزیونی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اپرا وینفري، مشهوره ټلویزیوني کوربنه
کلوئی و کیم کارداشیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کلوئی او کیم کارداشیان
ملکه رانیا عبدالله (فیصل صدقی یاسین)، همسر ملک عبدالله دوم و ملکه اردن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکه رانیا عبدالله د عبدالله دویم مېرمن او اردن ملکه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او خاوند یې جیراډ کوچنر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او خاوند یې جیراډ کوچنر
 پاولا هرډ او د مایکرو سوفټ شرکت موسس بیل ګېټس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاولا هرډ او د مایکرو سوفټ شرکت موسس بیل ګېټس
ډیزاینر یا د لباس طراح او ټامي هیلفیګر برانډ څښتن توماس هیلفیګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډیزاینر یا د لباس طراح او ټامي هیلفیګر برانډ څښتن توماس هیلفیګر
د هاليوډ مشهور فلمي ستوری لیوناردو دیکپریو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هاليوډ مشهور فلمي ستوری لیوناردو دیکپریو
د واده ګوتمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د واده ګوتمۍ
د واده مراسمو په شاوخوا کې د ونیز پولیسو ګزمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د واده مراسمو په شاوخوا کې د ونیز پولیسو ګزمه
د افراطي سېلګرۍ مخالفو فعالانو د دې مراسمو پر ضد مظاهره وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افراطي سېلګرۍ مخالفو فعالانو د دې مراسمو پر ضد مظاهره وکړه.