طالبانو حکومت: امریکا ته ورکړل شوې چورلکې د افغانستان ملکیت دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ازبکستان لخوا امریکا ته د ورکړل شویو اوو چورلکو په غبرګون کې اندېښنه ښودلې او وایي، یادې چورلکې د افغانستان ملکیت دي.
د طالبانو دفاع وزارت وایي، دغه چورلکې باید بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
دغه وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، " امریکا ته د چورلکو لېږدول موږ ته د منلو نه دي، افغانان حق لري چې د خپل حق پوښتنه وکړي او ګاونډي هېوادونه هم باید دغه حق ته درناوی ولري".
د طالبانو حکومت له امریکا غوښتنه کړې چې یادې ټولې چورلکې دې افغانستان ته ولېږدوي او په دې بهیر کې دې خنډ نه جوړوي.
طالبانو تر دې وړاندې هم له ازبکستان او تاجکستان غوښتي وو، چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته ستنې کړي.
د ۲۰۲۲ کال جنورۍ میاشت کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب پر اوزبکستان او تاجکستان غږ وکړ چې هلته وروړل شوې الوتکې دې دوی ته وسپاري او ګواښ یې وکړ چې د دوی "حوصله دې نه ازمايي."
اوزبکستان د افغانستان اووه چورلکې امریکا ته سپارلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوزبکستان رسنیو رپوټ ورکړی چې، اوزبکستان اووه چورلکې، چې شاوخوا درې نیم کاله وړاندې د افغانستان د پخواني حکومت د نسکورېدو پر مهال دغه هېواد ته لېږدول شوې وې، امریکا ته سپارلي دي. د رپوټونو له مخې، د دې چورلکو د سپارلو اعلان په واشنګټن کې د اوزبکستان په سفارت کې شوی دی.
امریکا غږ هم خبر ورکړی و، چې اوزبکستان اووه بلک هاک چورلکې امریکا ته سپارلي دي.
دا خبر په واشنګټن کې د اوزبکستان په سفارت کې د هغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د ۳۳مې کلیزې په مناسبت د یوې غونډې پر مهال خپور شو.
په امریکا کې د اوزبکستان سفیر فرقت صدیقوف هغې غونډې ته ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له امریکا سره په پوځي، ستراتيژیکو او استخباراتي برخو کې همکاري پراخه کړي او ډېره یې مهمه بللې ده.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، واک ته د طالبانو له رسېدو سره هم مهاله، افغان پیلوټانو د افغان هوايي ځواک اړوند لسګونه الوتکې او چورلکې اوزبکستان او تاجکستان ته ولېږدولې. دغه الوتکې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ورکړې وې.
وړاندې تر دې د امریکل دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي و چې ۴۶ الوتکې اوزبکستان او ۱۸ نورې تاجکستان ته وړل شوې وې. اوزبک چارواکو هم تر دې وړاندې ویلي و، د دې الوتکو په تړاو پرېکړه په بشپړه توګه په امریکا پورې تړلې ده.
د ۲۰۲۱ کال اګست له ۳۱ نېټې مخکې د امریکايي ځواکونو له خوا د وتلو پر وخت ټولټال ۷۳ الوتکې په افغانستان کې پرېښول شوې وې.
د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال کېنېت مککینزي ویلي و، دا ټول له کاره غورځول شوې وې: "دا الوتکې به بیا هېڅکله الوتنه ونه کړي" خو هماغه وخت یو شمېر کارپوهانو ویلي وو، ځینې الوتکې ښايي د روزل شويو پیلوټانو او پرزو ته له لاسرسي پرته د طالبانو لپاره خورا محدودې کارونې ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۱ کال د جون په پای کې له افغان وسله والو ځواکونو سره د یواېچ۳۳-۶۰ بلک هاک چورلکو په ګډون تر ۱۶۷ ډېر الوتکې موجودې وې، چې اوزبکستان او تاجکستان ته له وړل شویو الوتکو پرته نورې یې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
په هغو کې ۴۳ اېمډي ۵۳۰ چورلکې، ۳۳ سي ۲۰۸ – اېسي الوتکې، ۳۳ بلک هاک چورلکې، ۲۳اې ۲۹، بریدګرې الوتکې، ۳سي ۱۳۰هرکولیس الوتکې او ۲۳ اېمای ۱۷ الوتکې شاملې وې.
د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د اوزبکستان او امریکايي چارواکو د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې وه، چې ازبکستان ته وړل شوې وې.
هغه مهال رسنیو په تاشکند کې د امریکا د سفیر جانتن هېنک له قوله رپوټ ورکړی و، چې دغه الوتکې او چورلکې به په اوزبکستان کې پاتې کېږي.
ښاغلي هېنک ویلي و "دغه الوتکې به همدلته پاتې وي او دا تړون رسمي شوی دی." هغه دا هم ویلي و چې، "دغه الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې. افغان پوځ کارولې، خو څښتنان یې تل موږ وو."
په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته اوزبېکستان هڅه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې ولري.











