ازبکستان او امريکا له افغانستانه د لېږدول شويو الوتکو د برخليک په اړه هوکړه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ازبکستان او امریکا چارواکو د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان پوځ له خوا ازبکستان ته سپارل شوې وې.
په تاشکند کې د امریکا د سفیر جوناتن هېنک له قوله ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.
ښاغلي هېنک ویلي چې دغه الوتکې به همدلته پاتې وي او دا تړون رسمي شوی دی.
د دغه دیپلومات په وینا امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام په پلي کولو بوخت دي خو تر دې ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.
ښاغلي هېنک زیاته کړې چې "دغه الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې. افغان پوځ کارولې، خو څښتان یې تل موږ وو."
وړاندې هم د امریکا دفاع وزارت ويلي وو، هغه چورلکې به طالبانو ته نه سپارل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته بېول شوې وې.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي ويلي وو، د دې چورلکو د برخلیک په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو په وینا یې دومره معلومه ده، چې طالبانو ته به نه ورکول کېږي.
مخکې له دې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېږي، په دغه هېواد کې ۱۶۴ جنګي الوتکې وې، چې اوس یوازې ۸۱ پاتې دي.
د افغانستان د هوايي ځواک پخواني پيلوټان د طالبانو له راتګ سره وتوانېدل يو شمېر دغه الوتکې او چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته ولېږدوي.
په ټولیز ډول له افغانستانه ازبکستان ته ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي چورلکې لېږدول شوي دي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ازبکستان او تاجکستانه غوښتي وو، چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته ستنې کړي.
د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت کې د طالبانو چارسمبالي حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پر ازبکستان او تاجکستان غږ وکړ چې هلته ور وړل شوې الوتکې دې دوی ته وسپاري او ګواښ یې وکړ چې د دوی "حوصله دې نه آزمايي."
بي بي سي د امریکا او ازبکستان پر دې هوکړې د طالبانو د حکومت غبرګون غوښتی چې تراوسه یې نه دی ترلاسه کړی.
پولیټیکو خبري سرچینې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې راپور ورکړ چې امریکا به تاجکستان او ازبکستان ته تر ۵۰ پورې پوځي الوتکې او چورلکې ولېږدوي چې وکړي شي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ترې کار واخیستل شي.











