اسیايي سیالۍ؛ له افغانستانه ځينې لوبډلې چین ته رسېدلې، هېڅ "ښځینه لوبغاړې په کې نشته"

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

ټاکل شوې د چین په کوربه توب اسیایي لوبې سیالۍ تر یوې بلې اوونۍ پیل شي، چې د افغانستان په ګډون به د ۴۵ هېوادونو لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې له یوه بل سره مخ وي.

له افغانستانه د واليبال، تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلو لوبغاړي چین ته تللي او پاتې نور به هم ژر لاړ شي.

په دغو لوبډلو کې د تکواندو په پنځو بېلابېلو وزنونو کې پنځه د جودو، دوه او د ووشو څلور لوبغاړي او ورسره مل پلاوي ګډون لري.

کرېکټ

د عکس سرچینه، afg olympic

د افغانستان د لوبې کمیټې ویلي، "له هېواده به په ۱۷ بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۳۳ لوبغاړي او د دوی روزونکي دې سیالیو کې ګډون وکړي."

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "یادو ملي لوبډلو په اسيايي سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د چين هانګ جو ښار ته سفر کړی."

له افغانستانه ښځینه لوبغاړي نه دي پرېښودل شوې

کرېکټ

د عکس سرچینه، afg olympics

د افغانستان د لوبې ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو مشر او ویاند اتل مشواڼي بي بي سي ته وویل "د افغانستان ټول ورزشکاران له کابل څخه ځي او دا چې زموږ ټول تلونکي ورزشکاران نارینه دي."

خو د بي بي سي دغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ښځینه لوبغاړي نه دي پرېښودل شوې، نوموړي وویل "د لوبو تنظیمونکو ته مو ویلي، چې په داخل کې د ښځو د ورزش ستونزه حل نه شي، نه شو کولی خارج ته یې د سیالیو لپاره واستوو."

د افغانستان لوبې کمیټه وايي، د ښځینه ورزشکارانو د ګډون غوښتنه خامخا کېده خو په وینا یې دوی توانیدلي چې تنظیمونکو ته قناعت ورکړي.

په پام کې ده چې دا سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳مه ( راتلونکي شنبې ورځې) پیل شي.

دا لوبې بیا د اکتوبر تر اتمې نیټې دوام کوي.

کرېکټ په اسیايي لوبو کې

کرېکټ

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، افغان کرېکټ لوبډله په دا ډول سیالیو کې دوه ځلې تر پای لوبې رسېدلې خو کله یې پای لوبه نه ده ګټلې

په دغو سیالیو کې د اسیا د څو هېوادونو د ښځو او نارینه وو کرېکټ لوبډلې هم ګډون کوي.

ټاکل شوې د کرېکټ لوبې شل اوریزې وي.

له دې ډلې پاکستان، هند او یو شمېر نورو اسیايي هېوادونو خپلې لوبډلې اعلان کړې خو د افغانستان کرېکټ بورډ لا دغو لوبو ته د لوبغاړو سکواډ نه دی اعلان کړی.

داسې ښکاري چې له نړیوال جام څخه پاتې کورني تکړه لوبغاړي به د سکواډ برخه وي.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کې هم دوه ځلې کرېکټ د اسیا دا ډول سیالیو په چوکاټ کې ځای پر ځای شوی وو.

هغه وخت دواړه ځله افغان لوبډله تر پای لوبې رسېدلې وه خو کله یې پای لوبه نه ده ګټلې.

په اسیايي سیالیو کې د کرېکټ برخه کې لومړۍ اتلولي بنګله دېش او دویمه شري لنکا پخپل نوم کړې ده.