نایجیریا او یونان کې د کښتیو ډوبېدو دوه جلا پېښې؛ له ۱۷۵ ډېر کسان مړه شوي، لسګونه ورک دي

کډوال

د عکس سرچینه، EPA

نایجیریايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد په سوېل لویديځ کې د یوې کښتۍ اوښتو له کبله له سلو ډېر کسان ډوب شوي او ګڼ نور ورک دي.

په دغې سمندري بیړۍ کې له ۳۰۰ ډېر مسافر وو چې له کوارا څخه نانجر ایالت ته روانه وه.

چارواکو ویلي، په سیمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات پیل شوي او هڅه کېږي چې قربانیانو ته ورسېږي.

یوه سیمه ییز مشر رسنیو ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کښتۍ له ونې سره ټکر وکړ او په بل مخ واوښته.

د نایجیریا د کواره ایالتي مشر عبدالرحمان عبدالرازق د چهارشنبې په ورځ یوه بیان کې وویل "په دې پېښه کې د لسګونو کسانو د مړینې انديښنې شته او په لسګونو نور نا درکه دي."

ځينو نورو چارواکو لږ تر لږه د ۱۵۰ مسافرو د مړینې ویلي خو دا شمېرې لا وروستۍ نه دي.

د کواراه ایالتي مشر رسنیو ته ویلي، لومړۍ سمندري څپو کښتۍ بې کنتروله کړه او بیا له یوې ونې سره د ټکر له کبله په اوبو کې ډوبه شوه.

د نایجیریا په دې سیمه کې سمندري پېښې عادي معمول ګرځیدلی او وخت نا وخت له دې کبله د مړینې راپورونه ورکول کېږي.

د نایجر سیند پر غاړو، چې د هېواد له مرکزي سیمو تېریږي، اوسېدونکي کلیوال معمولاً د لویو لارو پر ځای په همدې سیند کې ځکه د کښتۍ سفر ته زړه ښه کوي، چې د کنډ، کپر لارو پرتله د سیند سفر لنډ او له غلو، غدیو خوندي بلل کېږي.