په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې چارو ادارې ته ویل شوي چې د تړل کېدو پر پلان کار وکړي

د دې دفتر له تړل کېدو سره هغه ګڼې افغانې کورنۍ امریکا ته له ورتګه ګرځول کېږي چې بېلا بېلو هېوادونو کې د ویزو په تمه دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دې دفتر له تړل کېدو سره هغه ګڼې افغانې کورنۍ امریکا ته له ورتګه ګرځول کېږي چې بېلا بېلو هېوادونو کې د ویزو په تمه دي

رویټرز خبري اژانس د خپلو باخبره سرچینو له خولې رپوټ ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند هغې ادارې ته چې د افغانانو د مېشتېدنې چارې سمبالوي، ویل شوي چې تر اپرېل میاشتې دې، د دغه دفتر د تړل کېدو پر پلان کار وکړي.

دا هغه ګام دی چې له مخې یې د دوه سوو زرو افغانانو د مېشتېدنې مخنیوی کېږي. په دوی کې هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې ترې لرې پاتې دي، هغه ماشومان چې غوښتل یې له خپلو کورنیو سره یوځای شي او هغه لسګونه زره نور افغانان چې له امریکايي پوځ سره یې افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال کار کړی وو امریکا ته له ورتګه ګرځول کېږي.

د افغانانو د ویستلو او امریکا کې د مېشتولو بهیر د یوه بنسټ مشر او د پخوانیو پوځیانو د حقونو مدافع شان وانډیور وايي " د دې دفتر تړل یوه ملي بدنامي ده. له هغو افغان ملګرو سره خیانت دی چې دوی لپاره یې جګړه کړې."

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وار له واره په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خبره داسې مهال مخې ته راځي، چې د نړۍ لرو بر د امریکا سفارتونو ته سپارښتنه شوې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لارښونه دې د سفارت کارکونکو شمېر کې کمی راولي. دا چاره د هغو هڅو پالل دي چې د میلیاردر ایلان مسک په مشرۍ د دولتي وړتیاو لوړولو اداره (DOGE) غواړي په لویه کچه د دوو ټریلیونو ډالرو سپمولو لپاره لګښتونه کم کړي.

د همغږۍ دې دفتر له هغو ۱۱۸۰۰۰ افغانانو سره مېشتولو بهیر کې مرسته وکړه چې د کډوالۍ اسناد ورکړل شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د همغږۍ دې دفتر له هغو ۱۱۸۰۰۰ افغانانو سره مېشتولو بهیر کې مرسته وکړه چې د کډوالۍ اسناد ورکړل شوي وو.

د افغانانو د مېشتولو د هڅو د همغږۍ دفتر (CARE) په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له وتلو وروسته جوړ شو چې هدف یې له افغانستان د ایستل شویو افغانانو ژوند خوندیتوب سره مرسته وه. له دغو کسانو سره د غچ ډار و، چې ګواکې ژوند به یې له خطر سره مخ شي ځکه دوی په دوه لسیزو جګړو کې د امریکا له حکومت سره کار کړی و.

دغه دفتر لومړی د لنډ مهالو هڅو لپاره جوړ شوی و خو په ۲۰۲۲ کال اکټوبر کې د دې ادارې چارې اوږد مهاله شوې او له هغو ۱۱۸۰۰۰ افغانانو سره یې مېشتولو بهیر کې مرسته وکړه چې د کډوالۍ اسناد ورکړل شوي وو.

شان وانډیور او هغه دوه امریکايي چارواکي چې له رویټرز سره یې خبرې کړي لا هم نه پوهېږي چې امریکا کې د افغانانو د مېشتولو د همغږۍ دفتر ته له کوم درکه ویل شوي چې د ادارې د تړلو پر پلان دې کار وکړي.

د دغه دفتر له تړل کېدو سره به په قطر او البانیا کې هم هغه مرکزونه وتړل شي چې د نژدې ۳۰۰۰ افغانانو د کډوالۍ چارو او امریکا ته د لېږد او ځانګړو وېزو لپاره کار کوي. دغلته امریکا ته د تګ لپاره افغانانو په اونیو او میاشتو انتظار کړی.

په دغو مرکزونو کې له ۲۰ ډېر بې سرپرسته ماشومان هم له کورنیو سره د یو ځای کېدو لپاره په تمه ده. که څه هم د اوسېدو ځای او خواړه ورسېږي خو ځينو ویلي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د مرستو ځنډولو له امر سره د رواني روغتیا او د ماشومانو لپاره ځیني بوختونکي پروګرامونه بند شوي.

سرچینې وایي ادارې د تړلو کېدو پلان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د کتنې لپاره چمتو شوی.

ښاغلی روبیو، د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ، د کورني امنیت وزیر کریسټي نام او د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری مایکل والټز چې اوس مهال د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار دی او په افغانستان کې یې جګړه کړې، د هغو کسانو په ډله کې دي چې تمه ده وروستۍ پرېکړه به کوي.

دویمې سرچينې چې د ټرمپ د حکومت له ویرې یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وویل " د دغه ادارې د تړل کېدو بشپړ پلان چمتو شوی."

د وګړو ویستلو او بیا مېشتېدنې چارې له هغه وروسته بندې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له مخې د ۹۰ ورځو لپاره د هر ډول کډوالو ورتګ او بهرنۍ مرستې وځنډولې.

ویل شوي چې یوازې هغو افغانانو ته له ارزونو وروسته ځانګړې ویزې ورکول کېږي چې د شلو کالو جګړه کې یې له امریکا سره ګډ کار کړی وي.

د ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې د طالبانو حکومت له لوري د یو شمېر پخوانیو پوځیانو د ربړونې او شکنجو پر پېښو اندېښنه ښودل شوې وه.

ښاغلی وانډیور وايي د افغانانو د مېشتولو د همغږۍ دفتر له تړل کېدو سره به یو ۱۱۰ زره هغه افغانان هم زیانمن شي چې د ځانګړو ویزو غوښتنلیکونه یې سپارلي. شاوخوا ۴۰ زره نورو افغانان چې قطر او د البانیا په تېرانا کې الوتنو ته په تمه دي هم د دې پرېکړې له مخې امریکا ته د تګ مخنیوي سره مخ کېږي.

د شمېرو له مخې له ۵۰ زرو ډېر نور افغانان په شاوخوا ۹۰ هېوادونو کې د امریکا د ځانګړو وېزو ته په تمه دي او ډېرو یې اوږده موده انتظار هم کړی.