امریکا ته د رسېدو په هڅه کې مکسيکو کې اېسار افغانان

د ویډیو تشریح، امریکا ته د رسېدو په هڅه کې مکسيکو کې اېسار افغانان
امریکا ته د رسېدو په هڅه کې مکسيکو کې اېسار افغانان

کله چې مياشتې د پاسه دوه کاله مخکې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه وکړه، امريکا لسګونه زره افغانان د دوی خونديتابه په موخه له دغه هېواده وايستل. خو ډېر نور یې تر شا پرېښودل شول.

دې افغانانو اوس امريکا ته د رسېدو په موخه لا ډېرو خطرناکو لارو ته مخه کړې ده.

يوه لار یې له برازيله تېرېږي، چې خطر سره مخامخ افغانانو لپاره یې د بشري خواخوږۍ ۱۱ زره ويزې ورکړې دي.

د بي بي سي خبرياله لېر وېنټاس له امريکا سره پر پوله د مکسیکو ټيهوانا ته ورغلې، چې زياتېدونکی شمېر افغانان امريکا ته د وراوښتو په نيت په ورسېدو دي.