د څېرې ښکلا لپاره د حیض وینې کارولو ته د ډاکټرانو اندېښنې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, امرتا پرساد
- دنده, بي بي سي
کله ناکله پر خواله رسنیو د ټرېنډونو په نوم خپرېدونکي ډېر څه خلک بې له دې چې فکر پرې وکړي عملي کوي.
په دې وروستیو کې له ښځو سره تړلې یوه نوې خبره په چټکۍ سره خپره شوې چې ادعا کوي که یوه ښځه د خپل حیض وینه پر څېره ومښي، نو پوستکی به یې روښانه او ځلا لرونکی شي.
پر ټیک ټاک، انسټګرام او نورو خواله څانګو په بهرنیو هېوادونو کې یو څو کسانو دې مفکورې ته وده ورکړه، او اوس په اسیا کې هم د ټولنیزو رسنیو یو شمېر اوڅارې او مشهورې څېرې پر همدې لاره روان شوي دي.
دا اغېز لرونکي کسان دا کار (منټروسوېل ماسکېنګ) بولي.
دوی وايي چې د حیض وینه په طبیعي توګه د ریټینول ډېره اندازه لري، او پر څېره یې لګول پوستکی ډېر صحي او ښکلی کوي. (ریټینول) د ویټامین اې یوه بڼه ده چې د پوستکي روغ ساتلو لپاره اړین بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو پوښتنه دا ده چې په دې ادعا کې څومره حقیقت شته؟ او که څوک رښتیا هم داسې وکړي، نو پایلې یې څه کېدای شي؟
ډاکټران څه وايي؟
د دې خبرې خپرېدو په اړه بي بي سي تامیل له ډرماټولوجسټ ډاکټر دنیش کمار سره خبرې وکړې.
د هغه په وینا دا ادعا بیخي ناسمه او تشه خبره ده.
هغه په روښانه توګه وویل چې "د حیض وینه پر پوستکي لګول یا مښل په هېڅ ډول کې سم کار نه دی."
ډاکټر دنیش کمار وویل چې د حیض د وینې د مثبتو اغېزو په اړه هېڅ علمي بنسټ نشته.
هغه زیاته کړه: "دا نه دا چې یو پاک او خوندي کار نه دی. د حیض وینه په پوستکي کې جذب کیږي. په دې کې د میکروبونو موجودیت ډېره شونتیا شته."
"که پر څېره مو کوم ځای ټپ، دانه یا پرې شوی پوستکی وي، نو دا وینه دننه تللی شي او د خارښت، سوځېدا او نورې ستونزې لامل کېدلی شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د حیض وینه کې کوم عناصر شته؟
د امریکا د (نیشنل لائبرري آف مېډیسن) په وینا، د حیض په وینه کې مړ نسجونه شته.
د نه میندوارۍ په حالت کې، د ښځې د رحم دننه طبقه، یعني اېنډومیټریئم، د میاشتني سایکل په ترڅ کې ماتیږي او د وینې په بڼه له بدنه وځي.
د حیض دا وینه کله چې د اندام له لارې بهر راځي نو ورسره د نورو رطوبتونو لکه د اندام طبیعي باکتریاوې هم ورسره یو ځای کېږي.
په دې وینه کې نږدې ۳۰۰ ډوله پروټینونه، تېزابونه او انزایمونه موندل کېږي.
سربېره پر دې، د حیض وینه په اصل کې له بدنه وتونکی اضافي مواد (فضله) دي.
د (ټیچ مین ټیسټ) د پایلو له مخې، د حیض په وینه کې کومې مثبتې ځانګړتیاوې نه دي موندل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا د بدن ښکلا لپاره دا وینه کارول کېدلی شي؟
ډاکټر دنیش خبرداری ورکړ چې د حیض وینه یو نازک او پېچلی مرکب دی او پر څېره یې لګول هېڅ ګټه نه لري. هغه وايي د دې کار له امله د څېرې نازک پوستکي ته د زیان رسېدو خطر ډېر دی.
د ټکني شوي یا کمزوري پوستکي د رغېدو لپاره منظمې طبي لارې شته، لکه (پلیټلېټ رېچ پلازما (PRP) ) تېراپي، چې په دې کې د بدن خپله وینه کارول کېږي.
د امریکا (د نیشنل لائبرري آف مېډیسن) په وینا، د PRP تېراپۍ کې د ناروغ له وینې پلازما جلا کېږي او بیا ځانګړې اندازه بېرته بدن ته داخلېږي.
ډاکټر دنیش کمار وویل چې دا ډول تېراپۍ باید یوازې په باوري روغتونونو او د روزل شویو متخصصینو لخوا ترسره شي.
هغه دا خبرداری هم ورکړ چې داسې څه چې د میکروبي ککړتیا شونتیا یې ډېره وي لکه توکاڼې یا د حیض وینه، باید یوازې د ټولنیزو رسنیو د ټرېنډ له کبله پر څېره ونه لګول شي، ځکه چې دا خطرناک او نا خوندي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوستکي د پاملرنې لپاره څه باید وشي؟
د څېرې د نازک پوستکي د ساتنې لپاره ډاکټر دنیش کمار ځینې مهمې مشورې ورکړي دي:
مخ پاکولو لپاره تل د فېس واش یا له مخ مینځونکي کار واخلئ.
پوستکی د نم ساتلو لپاره لوشن یا کریم لګول اړین دي.
له کوره بهر د تلو پر مهال لږ تر لږه SPF 30 لرونکی سن سکرین حتما وکاروئ.
وچ یا غوړ پوستکي لرونکي خلک، باید د خپل پوستکي ډول سره سم د ښکلا او پوستکي پاملرنې محصولات غوره کړي.
مناسبه خوب او صحي خواړه د ځلا لرونکي او تازه پوستکي ساتلو غوره لارې دي. د روغ پوستکي لپاره همدا لومړني ګامونه پوره دي او پر نا ثابت شویو لارو یا د ټولنیزو رسنیو پر شکمنو رجحاناتو او خبرو باید باور ونه شي.








