ترکیه کې له 'سلګونه' نیول شویو افغان کډوالو او پناغوښتونکو سره د ناوړه چلن رپوټونه

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

یو شمېر عیني شاهدانو بي‌بي‌سي ته ویلي چې چارواکي، د ترکیې په توقیف‌ځایونو او کمپونو کې د زندان ساتونکي له افغان کډوالو او پناغوښتونکو سره ناوړه چلن کوي او دغه افغانان په "غیر انساني او ناوړه" شرایطو کې بندیان دي.

ترکیې په وروستیو کلونو کې له افغان کډوالو او پناغوښتونکو سره ډېره سختي پیل کړې او د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې امنیتي ماموران هره ورځ له دوی په لویه کچه پوښتنې ګروېږنې کوي او که د اوسېدو اسناد و نه لري، لومړی نیول کېږي او بیا له "څو میاشتني" پړاو تېرېدو وروسته له هېواده شړل کېږي.

ویل کیږي چې په دې موده کې دوی په ناوړه او غیر معیاري شرایطو کې ساتل کیږي او ناوړه رویه ورسره کېږي.

د ترکیې په ازمیر ښار کې د "مرکزي ګیرکندرمه کمپ" د افغان کډوالو او پناغوښتونکو یو له توقیف ځایونو دی چې د سرچینو په وینا د افغان اتباعو په ګډون په سلګونو بهرنیان په کې ساتل کېږي.

د یوې افغانې کورنۍ پلار، چې د خپل زوی د لیدو لپاره دغه توقیف‌ځای ته ورغلی، له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل، لومړی یې فکر کاوه زوی یې کوم کمپ ته وړل شوی دی، خو هغه څه چې ده ولیدل د کډوالو د کمپ پرتله دا ځای "یو زندان" و.

هغه، چې نه يې غوښتل د امنيتي دلايلو له مخې یې په راپور کې نوم يې واخيستل شي، وويل: "کله چې هلته لاړم، دا کمپ نه، بلکې د يوه ګڼ‌وګړیز زندان په څېر ودانۍ وه. په دغه مرکز کې سلګونه بندیان په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي".

د توقیف مرکز د دېوال تر شا له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې هغه وویل، زوی یې ورته ویلي چې ساتونکي دی وهي او رټي او په لغتو او سوکانو یې وهي.

دغه پلار وايي، په دغه کمپ کې بندیان چې ډېری یې افغانان دي، کافي خواړه او روغتیايي اسانتیاوې نه لري. د "نژدې څلور سوه کسانو د خوب او اوسېدو یو ځای" دی.

هغه وايي: "د دې حالت په ليدلو سره د خپل زوی د برخليک په اړه ډېر اندېښمن شوم."

تېر کال د بي‌بي‌سي فارسي یو شمېر لیدونکو له افغان مهاجرینو سره د "چلدران او دوبایزید" په سرحدي لاره کې د ترکي امنیتي مامورانو د تاوتریخوالي ویډیوګانې او عکسونه واستول چې پکې د ربړونې او وهلو اغېزې لیدل شوې وې او د عیني شاهدانو په وینا افغان کډوال د ترکیې د سرحدي پولیسو له خوا شکنجه شوي دي.

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ترکیه هغه افغان کډوال افغانستان ته استوي چې د "ناقانونه" لارو هېواد ته داخل شوي او په ټول هېواد کې نیول شوي او په موقتي توګه د ولایتونو د کډوالۍ په مرکزونو کې ساتل کېږي.

دغه راز د دغو کډوالو له جملې دوه تنه د شکنجې له امله مړه شوي وو او د ترکیې سرحدي پولیسو د هغوی جسدونه د ماکو سرحد ته رسولي وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت څه موده وړاندې ویلي وو چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یې له ترکي چارواکو سره خبرې کړې او په همدې موخه یې پلاوی لېږلی دی.

د طالبانو له واکمنۍ څخه تښتېدلي او اروپا ته د ښه او خوندي ژوند په لټه کې د اکثرو افغان کډوالو د مهاجرت اصلي لاره ایران او بیا ترکیه ده.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې د افغانستان او ترکیې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو او کډوالو شمېر ډېر شوی دی. که څه هم ایران، پاکستان او ترکیې په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان په زوره افغانستان ته ستانه کړي، خو د "ناقانونه" کډوالۍ شمېر لا هم لوړ دی.

د شمېرو له مخې، ترکیې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر ۳ زره ډېر افغان کډوال په زوره افغانستان ته شړلي. دغه کسان کابل ته په ۲۰ چارتر الوتنو کې طالب چارواکو ته سپارل شوي دي. دغه هېواد په ۲۰۲۲ کال کې هم تر ۵۵ زره ډېر افغانان له هېواده ایستلي دي.

تېر کال په ترکیه کې د مهاجرینو د حقونو سازمانونو ویلي وو چې د ترکیې د مهاجرت ادارې له ۹۰ سلنې ډېر د پناغوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.

ترکیه وايي، د هېواد او خپلو پولو د امنیت ساتلو لپاره به د "غیر قانوني کډوالۍ" پر وړاندې مبارزه وکړي او د یوه عمومي پروګرام پر بنسټ به ټول "ناقانونه کډوال" وباسي.