افغان خبریال او کونړ کې د ملي تلویزیون مخکېنی مشر ومړ

د عکس سرچینه، social media
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په ختیځ کونړ کې د ملي تلویزیون مخکېنی مشر او د پژواک خبري اژانس خبریال خان ولي سالارزی د ورپېښې ناورغۍ له امله مړ شوی دی.
د ښاغلي سالارزي کورنۍ بي بي سي ته ویلي، هغه له څه مودې راهیسې د تریخي د یوې ناروغۍ له امله رنځېده خو په دې وروستیو کې ډاکټرانو ویلي و، حالت یې د ډاډ وړ دی.
د کورنۍ د غړو په وینا یې، د شنبې سهار وختي ناروغۍ یو وار بیا نا څاپي ټکان ورکړی او په اسداباد کې روغتون ته په رسېدو یې ساه ورکړې ده.
خان ولي سالارزی له اره د کونړ اوسېدونکی او د ۱۹۷۱ په جنورۍ کې زیږېدلی دی، خو لویه برخه کورنۍ یې د کندوز په چهاردره مېشته ده.
کورنۍ یې ویلي جنازه به یې په کندوز کې کېږي او هم هلته به خاورو ته سپارل کېږي. ښاغلي سالارزي د کډوالۍ په کلونو کې په پېښور کې د دعوت او جهاد په نوم د افغان کډوالو پوهنتون کې زدکړې کولې. په ۹۰مه لسیزه کې یې کورنۍ هېواد ته ستنه شوه او په اسداباد کې یې خپل کاروبار ته دوام ورکړ او پوهنتون یې نیمګړی پاتې شو.
د ۲۰۰۱ لومړي کال له بدلونونو وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې یې د خپلو لوړو زدکړو د بشپړولو موکه ومونده او له فراغت وروسته یې په اسداباد کې له سیمه ایزې راډیو سره کار پیل کړ.
هغه په تېرو ۲۰ کلونو کې د ملي تلویزون د کونړ څانګې د مشرۍ تر څنګ د پژواک او له نورو خبري اژانسونو سره د خبریال په توګه کار وکړ.
نوموړي به د خپل پوهنتون د بشپړولو په اړه ویل، "اوږده موده وروسته پوهنتون ته وګرځېدم، ټولګیوال مې تر ډېره له ما کشران وو خو دا مې ثابته کړه چې زدکړې په هر عمر او هر ډول شرایطو کې کېدلی شي."
له سالارزي سره زما پېژندګلوي
موږ له ۲۰۰۴ کال وروسته سره په اسداباد کې د ګوتو په شمار خبریالان وو. زموږ د سفر ملګرتیا تر ډېره د جګړو سیمو ته وه، د بهرنیو ځواکونو او وسله والو ډلو په جګړو کې د ولسي مرګژوبلې خبري پوښښ زموږ ورځنی کار وو.
په هوايي بریدونو او یا د وسله والو له چاودنو د پاتې مرګوني میراث لیدل او پرې خبرونه لیکل د انسان په روان خامخا اغېز پرېباسي.
ښاغلی سالارزی په ټوله کې یو ارام مزاجه انسان و، خو د خاموشۍ ماتولو لپاره یې تل د ټوکو ټکالو او طنز ژبه کاروله چې موږ به د ناستو لپاره د هغه ګډون حتمي باله.
د هغه ارام مزاج د خبري پوښښ پر مهال د پېښو څېړلو او خبر کره کولو کې هم ډېره مرسته کوله. که یې تازه خبر نه درلود، کره خبر یې درلود.
د هغه د اوږدې مودې ملګری سید رحمن بې کور، چې اوس جرمني کې اوسېږي وايي "سلارزی د هغو کمسارو خبریالانو په ډله کې وو چې صداقت ته ژمن دي."
د هغه په مړینه ګڼو خبریالانو د خواخوږۍ لیکنې خپرې کړې دي. د هغه پخوانی همکار او د پوهنتون مهال ټولګیوال یې محمد نعمان دوست لیکلي "زموږ لویه دوعا دا وي چې خدایه اخره خاتمه مې په ایمان تېره کړې. د ده اخري پوسټ د (الله اکبر) و چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلي د بري په خوښۍ کې یې د خپلو احساساتو په توګه پر فیسبوک خپور کړی و."
د افغانستان د خبریالانو مرکز او ګڼو نورو رسنیزو ادارو د خان ولي سالارزي پر مړینه خواشیني ښودلې.
په تېرو شلو کلونو کې چې د خبریالانو شمېر او د کار وړتیا و او اړوند خبره کېږي په نوملړ کې یې خان ولي سالارزی یادیږي، هسې خو د ژوندیو له نوملړه ولوېد.











