په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو دیپلومات ته وسپارل شو

د طالبانو استازی (له ښۍ خوا دویم) او د پخواني حکومت سفیر احمد خالد علمي او کارکوونکي

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د طالبانو استازی (له ښۍ خوا دویم) او د پخواني حکومت سفیر احمد خالد علمي او کارکوونکي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معرفۍ له مخې، د ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان د سفارت مسؤولیت د طالبانو شارژدافېر ته سپارل شوی دی.

سرچینې بي بي سي ته تایید کړې، چې د طالبانو د کانونو د وزیر شهاب الدین دلاور زوی مغفور الله شهاب، چې دوه میاشتې وړاندې د لومړي سکرتر (لومړي منشي) په توګه ټاکل شوی و، د جمعې په ورځ په تاشکند کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې د افغانستان پخوانی سفیر له دندې ګوښه کړی، خو تر اوسه یې د نوي سرپرست په اړه څه نه دي ویلي.

احمد خالد علمي چې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا معرفي شوی سفیر و، د طالبانو د حکومت له دوه نیمو کلونو څخه په زیاته موده کې پر خپل مقام پاتې شوی او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره یې کار کړی دی. نور دیپلوماتان او د دې سفارت زیاتره کارمنان هم مخکې وتلي وو.

تاشکند د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکي لري. په وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه سفارت ته دوه نوي ډیپلوماټان معرفي کړي دي. د طالبانو یو بل استازی به هم ژر تاشکند ولاړ شي.

تېره اونۍ د ازبکستان د استخباراتو او سرحدونو د چارو مشر عبدالسلام عزیزوف په کابل کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره وکتل. ویل شوي، چې ښايي طالبانو ته د افغان سفارت د لېږد په اړه تفاهم ته رسېدلی وي.

بلال کریمي

د عکس سرچینه، BALKHI

د عکس تشریح، تېره اونۍ د طالبانو سفیر بلال کریمي خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جین پینګ ته وړاندې کړ؛ دا د طالبانو لومړنی استازی و چې د سفیر په توګه ومنل شو.

د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه تر ډېره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له خوا نومول شویو کسانو ته سپارل کېږي.

تېره اونۍ د طالبانو سفیر بلال کریمي خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جین پینګ ته وړاندې کړ؛ دا د طالبانو لومړنی استازی و چې د سفیر په توګه ومنل شو.

په اروپا کې د افغانستان یو شمېر سفارتونه هم په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د قونسلګرۍ په چارو کې معامله کوي.

تېره اونۍ د طالبانو حکومت په کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو د ځانګړي استازي کوربه و، چې طالبانو له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو د افغانستان په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.