بلوچستان کې له پنجاب سره تړاو لرونکي نهه مسافر له بسونو ښکته کړل شوي او وژل شوي

بلوچستان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پاکستان بلوچستان کې د ناامنۍ دوام د ولس د ژوند، امنیت او اقتصادي ثبات لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي.

په بلوچستان کې ناڅرګندو وسله‌والو د ژوب ولسوالۍ په یوه سیمه کې له پنجاب سره تړاو لرونکي ۹ مسافر له بسونو ښکته کړي او وژلي دي.

دغه مسافر له هغو دوو مسافر وړونکو بسونو ښکته کړل شوي وو چې له کوټې پنجاب ته روان وو.

کله چې د ژوب مرستیال کمشنر نوید عالم سره د تیلیفون له لارې اړیکه ونیول شوه، هغه بي بي سي ته وویل د نهو مسافرو مړي، چې د پنجاب له مختلفو سیمو سره تړاو لري، موندل شوي دي.

د مسافرو د ښکته کولو او وژلو پېښه د پنجشنبې ماښام رامنځته شوې ده، په هغه سیمه کې چې د حکومتي چارواکو په وینا، ناڅرګندو وسله‌والو پکې د سړک پر غاړه تلاشي پیل کړې وه.

مرستیال کمېشنر نوید عالم د تیلېفون له لارې ویلي، د وژل شویو ۹ کسانو جسدونه موندل شوي چې دوی د پنجاب له بېلابېلو سیمو سره تړاو لري. هغه زیاتوي چې د دغو جسدونو د استولو لپاره هغوی د بلوچستان د بارخان ولسوالۍ رخني سیمې ته انتقالېږي.

چارواکي وایي، وسله‌والو د "سرهد ډاکۍ" په سیمه کې سړک تړلی و او له دوو بسونو یې ۹ مسافر ښکته کړي وو.

په دې تړاو پر ټولنیزو رسنیو دوه ویډیوګانې خپرې شوې دي. په یوه ویډیو کې د یوه بس چلوونکی وایي ناڅرګندو وسله‌والو سړک بند کړی و.

د چلوونکي په وینا، وسله‌والو له یوه بسه دوه مسافر او له بل بس نه اوه نور مسافر ښکته کړل او له ځان سره یې بوتلل.

په بله ویډیو کې، یو بل مسافر چې له کوټې سره تړاو لري، وایي وسله‌والو یو په بل پسې د مسافرو پېژندپاڼې (تذکرې/شناختي کارډونه) وکتل.

هغه وایي چې دی د بس په مخکینیو څوکیو کې ناست و، وسله‌والو د هغه پېژندپاڼه وکتله خو پرې ‌یې ښود، خو د لاهور مسافر ښکته کړل شول.

PAKISTAN
د عکس تشریح، د مسافرو د ښکته کولو او وژلو پېښه د پنجشنبې ماښام رامنځته شوې ده،

دغه مسافر زیاتوي کله مسافر ښکته شول، دوی د ډزو غږ واورېد، خو نه پوهېدل چې څه پېښ شول.

هغه وایي چې کله سړک بېرته خلاص شو او د دوی بس روان شو، نو هغه کسان چې وسله‌والو ښکته کړي وو، نور په بس کې نه وو.

هیچا تر اوسه د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. په تېرو وختونو کې بیلتون‌پاله بلوڅ یاغیانو په ورته پېښو کې لاس درلود، چېرې چې دوی له پېژندلو وروسته د ختیځ پنجاب ولایت پورې تړلي مسافر وژلي دي.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ د هغو یاغي ډلو له جملې تر ټولو پیاوړې ده، چې له کلونو راهیسې د افغانستان او ایران سره پر پوله په طبیعي منرالونو دې شتمنو سیمو کې فعالیت کوي.

توکم‌پاله بلوڅ وسله‌وال د پاکستان حکومت ملامتوي چې د دوی د سیمې طبیعي زېرمې لوټوي او د پنجاب ولایت لګښتونه پرې پوره کوي.

له بلې خوا، د بلوچستان د حکومت ویاند شاهدرند په یوه بیان کې ویلي وسله‌والو په کلات، مستونګ او د ژوب سرهد ډاکۍ سیمه کې بریدونه کړي دي.

هغه زیاتوي چې په درېیو واړو ځایونو کې امنیتي ځواکونو سملاسي او پیاوړی غبرګون ښودلی او د خلکو د ژوند، مال او شتمنۍ د خوندي ساتلو لپاره امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دي.

د پاکستان بلوچستان کې د ناامنۍ دوام د ولس د ژوند، امنیت او اقتصادي ثبات لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي.

د تاوتریخوالي دا پېښې ښيي چې سیمه لا هم د وسله‌والو ډلو له ګواښ سره مخ ده.

ژوب نه یوازې د تجارتي او ترانزیتي ارزښت له پلوه مهمه ده، بلکې د پښتني کلتور، ژبې او تاریخ یو پیاوړی مرکز هم ګڼل کېږي.

دا ولسوالي د افغانستان له پولې سره نژدې پرته ده او د ستراتیژیک موقعیت له امله ډېر مهم ګڼل کېږي.

غبرګونونه

د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي ویلي: "د هویت پر بنسټ د بې ګنا خلکو وژنه یو نه بښل کېدونکی جرم دی."

هغه زیاته کړه، "ترهګرو ثابته کړه چې دوی انسانان نه دي، بلکې بزدلانه حیوانات دي. د بلوچستان په خاوره کې به د بې ګنا خلکو وینه ضایع نه شي. دولت به دغو قاتلانو ته اجازه ورنه کړي چې حتی تر ځمکې لاندې د پټېدو ځای ولري."

وزیر اعلی بګټي ویلي: "موږ به د ترهګرۍ هره منصوبه په قوت، عزم او یووالي له منځه یوسو. بلوچستان به د دوښمنانو لپاره هدیره شي. د ترهګرو ټولې شبکې به ختمې کړو. د ولس د زخمونو بدل به اخلو او ترهګري به ختموو."

بل‌ لور ته د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي: "ترهګرو بې‌ګنا خلک په نښه کړي او خپله بدترین وحشت یې وښود."

نوموړي زیاته کړه: "د بې‌ګنا مسافرو قاتلان چې د هند لخوا تمویلېږي، موږ به یې هر ځای تعقیبوو او له منځه به یې یوسو. د دوی هره دسیسه به د ملت په ملاتړ ناکامه کړو."