د اوکرایین لومړۍ وزیره وايي لومړی ځل د کیېف مهمه حکومتي ودانۍ په نښه شوې

د عکس سرچینه، Telegram/svyrydenkoy
د اوکرایین لومړۍ وزیرې یولیا سوېریدنکو ویلي، د روسیې په بریدونو کې د کېېف مهمه حکومتي وداني په نښه شوې.
سویریدنکو ویلي، د دغې ودانۍ چت او پاسني پوړونه د "دښمن د برید" له امله زیانمن شوي او اور وژونکي د اور پر کابو کولو بوخت دي.
د کیېف په سویتوشینسکي سیمه کې هم پر یوه نهه پوړېزه استوګنیزه ودانۍ د برید له امله یو ماشوم او یوه ځوانه ښځه وژل شوي دي. چارواکي وایي، د درېیم مړي د موندلو هڅې روانې دي.
د اوکرایین د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، روسیې د دغې شپني برید پر مهال له ۸۰۰ زیات ډرونونه او توغندي توغولي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي له نړیوالو وغوښتل چې د دغو بریدونو د بندېدو لپاره سیاسي اراده وښيي.
هغه پر خواله رسنیو کې لیکلي:
"دا ډول وژنې، په داسې وخت کې چې ریښتینې ډیپلوماسي ډېره پخوا پیل کېدلی شوه، یو قصدي جنایت دی او د جګړې د اوږدولو هڅه ده."
په نښه شوې وداني، د وزیرانو د کابینې وداني هم بلل کېږي چې د اوکرایین د وزیرانو دفترونه په کې دي.
دا د روسیې په بریدونو کې یو نوی بدلون دی ځکه تر دې دمخه هېڅ حکومتي وداني نه وه په نښه شوې. کیېف له پيله ډېر کلک خوندي شوی و نو دا پېښه به خلکو ته یو ټکان ورکړي.
اوکرایین کې باور دا دی دا یو سمبولیک برید دی. دا څرګندوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې خبرې یوازې ظاهري بڼه لري، هغه جګړه نه دروي بلکې برعکس، بریدونه یې لا ډېر کړي دي.
د بيبيسي ډلې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د کابینې ودانۍ ته نږدې شي. دا ټولې سیمې د یوه امنیتي کمربند تر شا دي ځکه ټولې مهم حکومتي ودانۍ، پارلمان او ولسمشرۍ ماڼۍ همدلته دي.
خو د بيبيسي ډلې چورلکې لېدلې وې چې د ودانۍ پر لمبو یې اوبه پاشلې او په ښار کې لوګي له ورایه لېدل کېدل.
د یکشنبې سهار وختي، د بيبيسي خبریالانو ولیدل چې د "ازادۍ میدان" تر شا د لوګي لویه لوخړه اسمان ته پورته کېږي.
وروسته یې د روسیې دوه کروز توغندي ولیدل او واورېدل چې په ډېرې چټکۍ سره روان وو او بیا یوه بله چاودنه وشوه.
د کیېف د پوځي ادارې مشر تیمور ټکچېنکو ویلي: "هغوی په قصدي توګه ملکي ودانۍ په نښه کوي." هغه له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې په پناهځایونو کې پاتې شي.
تر دې لږ وروسته، د کیېف ښاروال ویتالې کلېچکو وویل، په مرکزي پچرسکي سیمه کې یوې حکومتي ودانۍ اور اخیستی دی. هغه زیاته کړه، ښايي اور د یوه راغورځول شوي روسي ډرون له امله وي.
د ښاروال په خبره: "د اور وژنې ډلې په سیمه کې کار کوي."
د زاپورېژیا ښار سیمهییز مشر ایوان فېدوروف وویل، پر څو ودانیو، د ماشومانو پر روزنتون او د خلکو پر کورونو بریدونه وشول، د هغه په خبره په یوه برید کې ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې د اوکرایین د مرکزي برخې ښار، کریوي رېګ (د زیلېنسکي ټاټوبی) په نښه کړ چې د زیربناوو درې تاسیسات په کې په نښه شول. په ټول هېواد کې د شپې د هوايي برید خبرتیاوې ورکړل شوې.
د کیېف چارواکو ویلي، د سویتوشېنسکي (لوېدیځه برخه) او دارنېڅکي (سویل ختیځه برخه) په سیمو کې څو، څو پوړېزې استوګنېزې ودانۍ په مستقیمو بریدونو کې زیانمنې شوې او لا هم پرې اور بل دی.
روسیې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
خو د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، د دوی هوايي دفاعي ځواکونو د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ۶۹ اوکراییني ډرونونه غورځولي یا نېولي دي.
د اوکرایین د بېپیلوټه الوتکو د ځواکونو قوماندان روبرټ بروودي ویلي، اوکراییني ډرونونو د روسیې پر مهم د "دروژبا" د تېلو پایپلاین یو بل برید کړی دی. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې په دې برید کې د روسیې د بریانسک سیمې یو پمپ سټېشن په نښه شوی دی.
د روانې اوونۍ په لومړیو کې د پاریس له غونډې وروسته، ولسمشر پوتین د لوېدیځو هېوادونو هغه وړاندیز رد کړ چې وایي، د اوربند د پیل وروسته دې په اوکرایین کې یو ځواک ځای پر ځای شي. دا غونډه د اوکرایین لپاره د امنیتي تضمینونو د وروستي کولو په موخه شوې وه.
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون ویلي، د اوکرایین ۲۶ متحدینو په رسمي ډول ژمنه کړې چې د جګړې پای ته رسېدو وروسته به د ځمکې، سمندر یا هوا له لارې سرتېري واستوي، څو د امنیت په برابرولو کې مرسته وکړي. هغه نور جزیات ور نه کړل.
پوتین د دغې نوې طرحې د شنډولو هڅه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې هر ډول ځواک چې اوکرایین ته واستول شي "قانوني هدف" به وګرځي.
روسیې په ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکرایین پراخ یرغل وکړ. مسکو دا مهال د اوکرایین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره کنټرولوي.
روسیه د جنوبي کریمیا ټاپووزمه هم تر خپل کنټرول لاندې لري چې په ۲۰۱۴ کې په ناقانونه ډول له خپلې خاورې سره یو ځای کړې ده.








