زکام، والګی او که کووېډ - څنګه یې پېژندلی شو؟

یوه مېرمنه ناسته او کمپله کې یې ځان نغښتی او لاس کې یې شنه پیاله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ډاکتر اوسکار ډیوک
    • دنده, روغتیايي متخصص
    • رپوټ له:, بي‌بي‌سي‌ - لندن

ښايي تاسې له رېزش یا زکام سره ټوخی، د ستوني درد او د غږ دروندوالی تجربه کړی وي.

د والګي او زکام په څېر وېروسي ناروغۍ د کال په هر فصل کې تجربه کېدای شي، خو په سړو میاشتو کې ډېرې وي.

پوښتنه دا ده چې څنګه پوهېدای شو چې خبره تر عادي زکام پورته ده او څرنګه یې د بدترېدو مخه نیولی شو؟

روغتیاپال او ډاکتر اوسکار ډیوک چې د بي‌بي‌سي د سهارنۍ خپرونې په ګډون د تلویزیوني خپرونو منظم پرزنټر هم دی، مهمې لارې چارې راسره شریکوي.

ایا سړه هوا د زکامونو لامل ګرځي؟

یو پلار چې لور یې په غېږه ده، هڅه کوي د هغې پزه پاکه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې اړه د څېړنو پایلې لا روښانه نه دي چې سړه هوا زموږ د بدن د معافیت پر سیستم څومره اغېزه لري.

په ډېرو سړو کې موږ تاسې معمولآ ځانونه تودو، پوښلو ځایونو او خونو ته رسوو. او همداسې چاپېریال د ویرسونو لپاره هم ډېر مناسب وي.

د بریتانیا په ګډون ځینو هېوادونو کې د سړو موسم داسې مهال پیلېږي چې ماشومان د دوبي له رخصتیو بېرته ښوونځیو ته ګرځي.

نو ښوونځي او د ماشومانو نور روزنیز مرکزونه د ویرسونو د ځالو په څېر وي او دا چانس هم ډېر وي چې دوی یې له ځانه سره کورونو ته ولېږدوي.

د پوهنتونونو ټولګي او هالونه هم همداسې در واخلئ، چې د نویو محصلینو راټولېدل پکې د میکروبونو انتقال ته زمینه برابروي. د یادونې ده چې مېلې پا پراټي کول او پکې د ناسمو خوراکونو خوړل او الکول څښاک د معافیت سیستم لا پسې کمزوری کوي.

زکام، والګی او کووېډ څنګه سره بېلولی شو؟

د زکام، والګي او همدا راز د کووېډ په څېر د ځینو نورو خطرناکو ویرسونو ډېر علایم یو بل ته ورته وي.

خو ځینې داسې نښې شته چې ښايي تاسې سره په دقیق ډول د دغو ویرسونو او ناروغیو پېژندلو کې مرسته وکړي.

زکام معمولآ کرار کرار زیاتېږي. دا مو ښايي پزه او مرۍ اغېزمنه کړي، او ځینې ښايي د خولې وروستۍ برخه کې خارښت محسوس کړي.

پر یوه یا دواړو غوږونو فشار د دې ناروغۍ یوه بله نښه ده، چې له وړاندې ورته متوجه کېدای شئ.

که ویروس لا نور پسې خپور شي، کېدای شي سږو ته مو ورسېږي او د ځورونکي ټوخي لامل وګرځي.

په هره توګه، دا نښې او علایم تر ډېره زموږ د ورځني ژوند او بوختیاو پر وړاندې نه خنډ کېږي.

انفلونزا یا والګی بیا چې معمولآ تبه، دردونه او د غړو سستوالی ورسره مله وي، پورته علایم نه لري.

دا اړینه نه ده چې په والګي کې دې استراحت وشي، خو ښايي د همداسې څه د کولو د اړتیا احساس درکړي.

والګی ښايي د استراحت د اړتیا احساس درکړي، خو دا په دې معنی نه ده چې پرې اخته کس دې خامخا استراحت وکړي.

یو سړی خپل تخت کې پروت دی او چپ لاس یې خپل مخ ته نیولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د کووېډ وبا خپرېدو له دې کبله خلک مغشوش کړي چې نښې او علایم یې انفلونزا یا والګي ته ډېره ورته دي.

خو د کووېډ یوه مهمه ځانګړنه دا ده، چې پرې اخته کس ښايي د بوی او خوند حس ونشي کړای. دا چې په ژمي کې یې د نویو بڼو او ډولونو یعنې ستراتوس او نیمبوس خپرېدا زیاتېږي، نو یوه بله عمده نښه یې د ستوني " سوځنده شدید" درد دی.

د دې لپاره سپارښتنه دا ده چې په کور پاتې شئ، استراحت وکړئ چې ژر ورغېږئ.

که تاسو نورې جدي ناروغۍ لرئ، ساه اخیستل درته ګران شي، او یا مو د ناروغۍ نښې له درې اونیو وروسته هم کمې نه شي، نو د روغتیايي مشورو غوښتلو کې باید لټي ونه کړئ او ژر ډاکټر ته لاړ شئ.

څه وکړو چې ژر ورغېږو؟

An array of tablets of varying colours

د عکس سرچینه، Getty Images

زموږ بدن په طبیعي ډول د ویروسونو او عفونیتونو پر وړاندې مقابله کوي، خو موږ هم ورسره د دقیقې درملنې له لارې مرسته کولی شو.

  • پاراسیتامول: که له خوړلو یې منع نه یاست، نو دا یا ایبوپروفین مو لومړی انتخاب دی. دا د تبې کمولو او د دردونو ارامولو ته ډېر ګټور دي. خو په یاد مو وي، چې د ډېرو ټوخيو او زکام محلولونه یا شربتونه د پاراسیتامول نښې لري. نو ډاډ ترلاسه کړئ چې ناڅاپه او بې پامه ډېر ونه خورئ.
  • ویټامین سي: داسې انګېرل کېږي چې دا معمولآ د زکامونو پر وړاندې مقاومت کې مرسته کوي. خو په دې تړاو څه ډېر او مهم شواهد نه شته. نو که وجود مو یې له کمښت سره مخامخ نه وي، بیا پر یوه سالم او متوازن غذايي رژیم تمرکز ډېر مهم دی.
  • ویټامین ډي: د برېتانیا په څېر هېوادونو کې چې په ژمي کې پکې لمر کم وي، د ډېرې اندازې ویټامین‌ ډي د اخیستلو سپارښتنه کېږي.
  • د پزې بندښت د خلاصولو سپرې: مطمینآ چې دا په سملاسي ډول تسکین او د ښه‌ والي احساس درکوي. خو د سپرې زیات کارول د پزو د متواتر بندښت لامل ګرځي. که پزه مو ورسره عادت شوه، نو بیا به یې له کارولو پرته تل بنده وي. زما سپارښتنه دا ده چې په ورځ کې یې له څلورو یا پنځو ځلو ډېر مه کاروئ.
  • د چرګ سوپ: د دې شواهد ډېر کم دي چې کوم ځانګړي خواړه دې نیغ په نیغه د ویروسونو پر وړاندې مقابله کې مرسته وکړي. خو تاوده خواړه مو مرۍ او د ناروغۍ علایم ارامولی شي. دا د اضافي مایعاتو د اخیستلو ښه لاره هم ده او مایعات د عفونتونو پر وړاندې مقابله کې مهم رول لري.

واکسین څنګه دی؟

یوه ډاکټره یا نرسه یوې ناروغې ته پیچکاري ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان پر بنسټ، واکسین کول د عفونیت او همدا راز د والګي د ویروسونو له اړخه د شدیدو پایلو د مخنیوي تر ټولو اغېزناکه لاره ده.

د والګي ویروسونه چې د انفلونزا پر بېلابېلو ډولونو د اخته کېدو لامل ګرځي، په دوامداره توګه بدلون مومي، نو واکسینونه هم کال په کال نوي کېږي چې د نویو بڼو مخه ونیسي.

همدې ته په کتو ډاکتر اوسکار وايي، که زمینه درته برابره وي، نو اړینه ده چې هر کال د والګي واکسین ترلاسه کړئ.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې دغو واکسینو ته د لاسرسي شرایط توپیر لري او اکثرآ هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې له ډېر خطر سره مخامخ وي.

د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د اروپايي مرکز په وینا، مېندواره مېرمنې، له شپږ میاشتنۍ تر ۵ کلنو ماشومانو، د پخو عمر خلکو، روغتیايي کارکوونکو او همدا راز په ځانګړي توګه هغو خلکو لپاره چې پر والګي د اخته کېدو له اړخه له جدي روغتیايي خطرونو سره مخامخ وي، واکسین ډېر مهم دي.