څنګه د زړه ناروغان ځان د سختې تودوخې له خطرونو ژغورلی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, احمد روابة
- دنده, بي بي سي عربي
ډېرې علمي څېړنې په عمومي توګه د انسان پر روغتیا د سختې ګرمۍ اغېزې ښيي، په ځانګړې توګه پر ماشومانو او له ۶۵ کلونو د پورته عمر لرونکو کسانو تر نور ډېر اغېز لري، خو ناروغان د تودې هوا له خطرونو سره ډېر مخ وي.
کله چې د تودوخې درجه لوړې کچې ته ورسیږي له هغو ډلو چې ډاکټران ورته د احتیاط سپارښتنه کوي، ، د زړه او شریانونو ناروغان دي.
د روغتیايي خدمتونو او پوهاوي کمپاینونو له پرمختګ سره سره، لا هم د زړه او شریانونو ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مړینې مهم لاملونه دي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، هر کال شاوخوا ۱۹.۸ میلیونه کسان د دې ناروغیو له امله مري.
د زړه د ناروغیو لپاره د امریکا د زړه ټولنې (American Heart Association) په ۲۰۲۴ کال کې په خپره شوې څېړنه کې ویلي چې د دوی تازه راټول شوي شواهد ښيي چې د هوا او سختې ګرمۍ عوامل د زړه او شریانونو په ناروغانو باندې پراخ اغېزه کوي.
که څه هم څېړونکو د هوا د ککړتیا پر اغېزو پراخې څېړنې کړي، د امریکا د ټولنې په وینا، په ناروغانو باندې د سختې ګرمۍ د اغېزې په اړه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
د امریکا د زړه ټولنه وایي چې یوازې په ۲۰۱۹ کال کې په ټوله نړۍ کې د سختې ګرمۍ له امله د زړه او شریانونو ۹۳ زره ناروغان مړه شوي دي. دې څېړنې جوته کړې چې په ورځ کې یوه ساعت لپاره سختې ګرمۍ ته مخامخ کېدل د زړه او شریانونو ناروغانو لپاره د مړینې خطر زیاتوي. دا تناسب له یوې سیمې بلې ته توپیر لري.
شواهدو ښودلې چې د تودوخې د هرې یوې درجې له لوړېدو سره، د زړه او شریانونو په ناروغانو کې د مړینې شمېر ۲.۱ سلنه ډېرېږي. د ورته شرایطو لاندې، د زړه او شریانونو په ناروغانو کې د مړینې خطر ۱۱.۷ سلنه لوړېږي.
د زړه او شریانونو پر ناروغانو د سختې ګرمۍ اغېزه معمولا په هماغه ورځ وي چې دوی ګرمۍ ته مخامخ شي. خو دا اغېزه ښايي څو ورځې وروسته هم ښکاره شي. دا ځنډېدلې اغېزه له یوې سیمې بلې ته او له یوې ناروغۍ بلې ته توپیر لري، او له یوې ورځې تر لسو ورځو پورې دوام کوي.
د زړه او شریانونو په ناروغانو کې د سختې ګرمۍ له امله د مړینې په تناسب کې د نارینه او ښځینه ترمنځ توپیر شتون لري. دا توپیر د عادتونو، ټولنیزو فعالیتونو او دندو له توپیر، او همدارنګه د نارینه او ښځینه ترمنځ د بدني توپیرونو له امله دی.
په ۲۰۱۹ کال کې، په ټوله نړۍ کې د سختې ګرمۍ له امله ۵۰ زره نارینه ناروغان مړه شوي، په داسې حال کې چې د ښځینه ناروغانو شمېر ۴۲ زره و. خو د نارینه او ښځینه ترمنځ د مړینو په شمېر کې دا توپیر نورو څېړنو ته اړتیا لري، ترڅو حقیقت یې وپېژندل شي، ځکه ځینو څېړنو په ښځو کې لوړ تناسب ښودلی دی.
د علمي شواهدو پر بنسټ، د سختې ګرمۍ او د زړه او شریانونو د ناروغیو له امله د مړینو ترمنځ اړیکه ثابته شوې ده. له همدې امله، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې د درجې لوړېدل به خامخا د زړه او شریانونو په ناروغانو کې د مړینو کچه لوړه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شمېرې ښيي چې د سختې ګرمۍ له امله د زړه او شریانونو د ناروغانو مړینې له ۱۹۹۰ کال راهیسې په ثابت ډول زیاتې شوې، چې له ۱۳ زرو په ۲۰۱۹ کال کې ۹۳ زرو ته رسېدلي دي.
سختې ګرمۍ ته مخامخ کېدل د ټولو عمرونو لپاره روغتیایي خطرونه لري، خو دا خطرونه د لویانو، میندواره ښځو او په اوږدمهاله ناروغیو اخته کسانو لپاره ډېر دي.
د الجزایر په مصطفى پاشا روغتون کې د زړه او شریانونو د ناروغیو د څانګې مشر، پروفیسور سلیم بن خده، وایي چې د زړه او شریانونو د ناروغانو لپاره د سختې ګرمۍ خطر په دې کې دی چې د زړه او د وینې جریان ستړی کوي.
له سختې ګرمۍ تر ټولو ډېر زیانمن شوي کسان له ۷۰ کلونو پورته عمر لرونکي دي، ځکه د خولو او د تودوخې د کنټرول سیسټم یې کمزوری وي. دا حالت د تندې حس هم کمزوری کوي.
سخته ګرمي په ځانګړې توګه د زړه پر هغو ناروغانو اغېزه کوي چې د زړه له کمزورۍ، سینې درد، یا د تال له اختلالاتو کړېږي.
د وینې د فشار ناروغان هم د سختې ګرمۍ له امله اغېزمنیږي، ځکه چې دا کیدلی شي د فشار ناڅاپي کمښت یا لوړوالي لامل شي. د شکرې ناروغانو لپاره، سخته ګرمي د تندې حس کمزورې کوي او د پښتورګو پر فعالیت اغېزه پرېباسي. د پښتورګو ناروغانو لپاره، دا کیدلی شي د خطرناکې وچکالۍ او د مالګو (الیکټرولیتونو) په کچه کې د اختلال لامل شي.
پروفیسور بن خده وایي چې په عمومي توګه د ماشومانو او کوچنیو ماشومانو بدنونه سخته ګرمي نه شي زغملی، له همدې امله دا د نورو په پرتله د دوی پر روغتیا ډېره اغیزه کوي.
د سختې ګرمۍ اغیزه د زړه او شریانونو په ناروغانو باندې هغه وخت ډېره وي چې دوی په ځینو ځانګړو برخو لکه ودانۍ جوړولو، کرنې، او لاسي صنایعو کې کار کوي. دا ځکه چې دوی د کار پر مهال د اوږدې مودې لپاره سختې ګرمۍ ته مخامخ وي او د لمر وهلو (sunstroke) سره مخ کیږي.
څنګه کولی شو د سختې ګرمۍ په څپو کې د زړه روغتیا وساتو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسور بن خدة په ځانګړې توګه د زړه او شریانونو ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې په منظمه توګه (په ورځ کې لږ تر لږه ۱.۵ تر ۲ لیتره) اوبه وڅښي. هغه خبرداری ورکوي چې په لویانو کې د تندې حس کمزوری وي، نو په سختو ګرمو ورځو کې باید په اتومات ډول د اوبو څښلو ته پام وکړي.
هغه په عمومي توګه د زړه او شریانونو ناروغانو ته مشوره ورکوي چې د ماسپښین په وخت کې له فزیکي فعالیتونو او سپورټ ډډه وکړي. خو د هغو کسانو لپاره چې د وینې لوړ فشار یا د زړه کمزوري لري، دوی باید په ورځني ډول خپل فشار کنټرول کړي او د ډاکټر له مشورې پرته خپل درمل بدل نه کړي.
روغتیايي او مناسب خواړه د هر حالت لپاره د ناروغۍ د ټکانونو په مخنیوي او د بدن په ساتنه کې مرسته کوي. له همدې امله، ډاکټر د زړه او شریانونو ناروغانو ته په ګرم موسم کې د سبزیجاتو او مېوو جوړ شوي سپکو خوړو خوړلو او په خپلو خوړو کې د مالګې کمولو سپارښتنه کوي.
دوی باید په هغو ځایونو کې پاتې شي چې هوایی کولر یا باد پکه په کې فعال وي. دوی باید په سختو ګرمو وختونو (د سهار له ۱۱ څخه تر ماسپښین ۳ بجو پورې) له بهر وتلو یا په هغو ځایونو کې له پاتې کیدو ډډه وکړي چې د تودوخې درجه یې د دوی روغتیا ته زیان رسوي.
که په ګرمۍ کې بهر ووځي، دوی باید خولۍ یا چترۍ وکاروي چې پرې ځان له سوزونکي لمره وساتي او باید وخت پر وخت خپل سر او مخ لانده کړي.
غوره ده چې د ورځې په اوږدو کې ډېر سپک خواړه وخورئ، نه دا چې یو دروند او غوړ خواړه وخورئ. د زړه او شریانونو ناروغانو ته ښه ده چې کله په ګرمۍ کې له کوره بهر وځي، یو بوتل اوبه له ځانه سره ولري، ترڅو په منظمه توګه اوبه وڅښي.
په کور کې، اړینه ده چې د ورځې له خوا کله چې هوا سخته وي، کړکۍ وتړل شي او د شپې کله چې هوا نسبتاً سړه شي، خلاصه شي.
د زړه ناروغانو ترمنځ عامې تېروتنې
پروفیسور بن خده په الجزائر کې له خپلو ناروغانو سره د خپلې تجربې پر بنسټ یو شمېر تېروتنې یادوي چې د زړه او شریانونو ناروغان یې کوي او دوی ته یې د مخنیوي سپارښتنه کوي، ترڅو خپل روغتیا وساتي او د ناروغۍ له ناڅاپي بریدونو څخه خوندي پاتې شي.
له دغو تېروتنو څخه یوه یې د درملو پرېښودل دي: ځینې ناروغان د وچکالۍ له وېرې د ادرار زیاتونکي (diuretics) درمل نه خوري، یا هم له ډاکټر سره له مشورې پرته د فشار درمل پرېږدي، چې دا کار دوی ته د زړه د ناڅاپي بریدونو لامل کېږي.
بله عامه تېروتنه د اوبو لږ څښل دي: ډېر ناروغان فکر کوي چې د اوبو څښل د پښو پړسوب یا "د زړه دروندوالی" لامل کېږي، نو له همدې امله یې نه څښي، چې دا کار یې د بدن وچوالي او د مالګو په کچه کې د اختلال لامل ګرځي.
د اوبو پر ځای د ګازي څښاکو ډېر څښل هم یوه لویه تېروتنه ده، چې د زړه او شریانونو ناروغان باید ورته پام وکړي. ځکه ګازي څښاک په خپله د ادرار زیاتونکي دي او د مایعاتو له لاسه ورکول زیاتوي.
د اوږدې مودې لپاره لمر ته پاتې کېدل: ډېری نارینه، په ځانګړې توګه، تر لمر لاندې کښېني یا په ګرمو او تړلو ځایونو کې لوبې کوي. که دوی د زړه او شریانونو له ناروغیو څخه کړیږي، دا کار دوی ته ډېرې ستونزې جوړوي.
سخت فزیکي فعالیت، په ځانګړې توګه د ماسپښین په وخت کې، د زړه پر بار دوه چنده زیاتوي او ستړی کوي یې.
له سختې ګرمۍ څخه یو ناڅاپه ډېر سړې هوایی خونې ته تلل د فشار اختلال او د زړه د شریانونو په ناروغانو کې د حملې لامل کېږي.
ډاکټر د زړه او شریانونو ناروغانو ته خپلې مشورې په لاندې ډول خلاصه کوي: اوبه وڅښئ، استراحت وکړئ او په سړو ځایونو کې پاتې شئ، له عامو تېروتنو او سختې ګرمۍ څخه ځان وژغورئ. هغه دا هم سپارښتنه کوي چې کله په ناروغ باندې کوم نوي نښې ښکاره شي، نو باید له ډاکټر سره مشوره وکړي
د ګرمۍ له امله د زړه حمله (Heat Stroke)
د زړه ناروغۍ لپاره د بریتانیې ټولنه (British Heart Foundation) د زړه او شریانونو ناروغانو ته د ګرمۍ له امله د زړه حملې (heat stroke) په اړه خبرداری ورکوي. دا ټولنه په خپله وېبپاڼه کې وایي چې د مایعاتو ډېر له لاسه ورکول کیدای شي د بدن د داخلي تودوخې د لوړوالي لامل شي. دا یو خطرناک حالت دی او که ناروغ ته مناسبه درملنه ورنکړل شي، د هغه ژوند له خطر سره مخ کېدای شي.
د ګرمۍ له امله د زړه حملې نښې په لاندې ډول دي: خوله راتلل، پوستکي سړېدل او لوندوالی، سر ګرځېدل، بېهوښي، د عضلاتو انقباض، د ګرمۍ له امله حساسیت (heat rash)، د پښو پړسوب، سطحي سا اخیستل، زړه بدوالی او کانګې.
که څوک د ګرمۍ له امله په زړه حمله اخته شي، بېړنۍ روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.
سیګرټ څکول هم د زړه دښمن دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پر خپله وېبپاڼه کې په یوه راپور کې ویلي چې سیګرټ څکول د زړه د شریانونو ناروغیو له امله د مړینو ۲۰ سلنه برخه جوړوي. سازمان زیاتوي چې په نړۍ کې هر کال ۱۹.۹ میلیونه کسان د سیګرټ څکولو له امله د زړه ناروغیو له کبله مري.
راپور وایي چې په ورځ کې یوه سیګرټ، غیر منظم سیګرټ څکول، او یا حتی د نورو سیګرټ څکوونکو لوګي ته مخامخ کېدل هم د زړه ناروغیو خطر دوه برابره زیاتوي. خو د سیګرټ پرېښودل یو کال وروسته د زړه د ناروغیو خطر ۵۰ سلنه کموي.
څېړونکي خبرداری ورکوي چې برېښنایي سیګرټ (e-cigarette) هم له عادي سګرټو لږ خطرناک نه دي. دا په کال کې د زړه د ناروغیو له امله د ۲۰۰۰۰۰ مړینو لامل کیږي. برېښنایي سیګرټ څکول د وینې فشار لوړوي او د زړه او شریانونو ناروغیو خطر زیاتوي.











