تاتارستان د افغانستان له پوهنتونونو سره همکارۍ ته لېوال دی، په کور دننه ننګونې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت وايي، د لوړو زدکړو وزارت د مرستیال شیخ ضیا الرحمن په مشرۍ یوه پلاوي یې تاتارستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد له څو پوهنتونونو سره د همکاریو پر تړونونو خبرې کړې دي.
پلاوی چې د کازان ناسته کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ورغلی، د تاتارستان د تخنیکي څېړنو له ملي پوهنتون او د کازان له فدرالي پوهنتونه یې لیدنه کړې ده.
دغه پلاوي ویلي: "د همکارۍ مهم اړخونه به د پوهنتون د استادانو تبادله، د پوهنیزو څېړنو او د تخصص شریکولو چارې اسانه کول، د نصاب پراختیا، د نوي نصاب بهیر کې همکاري، ګډې څېړنې او د ساینسي مقالو خپرول او په بېلابېلو څېړنیزو برخو کې ښکېلتیا وي."
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت یوه وینا پاڼه کې لیکلي، پلاوی به د بېلابېلو هېوادونو د لوړو زدکړو د وزیرانو او اکاډیمیکو ادارو له استازو سره د کازان په ناسته کې وګوري او" په ساینسي او نورو برخه کې به د ګډو علمي برنامو رامنځ ته کولو، استادانو راجلبولو او نورو علمي موضوعاتو په اړه خبرې ورسره وکړي".
هم مهاله د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت یوه پلاوی په روسیه کې دی او د وزارت د مرستیال مولوي سخاء الله سعيد په مشرۍ به د کازان اډانه کې د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
د پوهنې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی به دغه کنفرانس کې "د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه تفصيلي وينا وکړي او نړيواله ټولنه به وهڅوي، څو د افغانستان د ښوونيزنظام په کمي او کیفي پرمختيا کې رغنده رول ولوبوي."
د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د روسيې له پوهنتونونو سره د همکاریو او په نوي نصاب کې د مرستې په اړه څرګندونې داسې مهال کوي چې، تېرو څلورو کلونو کې د پوهنتوني نصاب اړوند د بدلون خبرې شوې، خو تر اوسه نوی نصاب نه دی اعلان شوی.
که څه هم د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې، د هېواد پوهنتونونو کې د زدکړو څرنګوالي او نورو پوهنیزو پرمختګونو لپاره کار کوي، خو ګوتنیونکي یې وايي، د ځينو محدودیتونو له امله د پوهنتونو یو شمېر استادان له هېواده وتلو ته اړ شوي او ځینو یې ادعا کړې چې له دندو ګوښه شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز یوه بله لویه ننګونه یادېږي چې په لوړو زدکړو کې د ښځو د ونډې او نا روښانه راتلونکي په اړه یې له خلکو سره اندېښنې راپورته کړي دي. د ۲۰۲۲ کال دسمبر کې طالبانو د افغانستان د لوړو زدکړو اړوند ښونیزو مرکزونو او پوهنتونو ته د نجونو ورته وځنډاوه، داسې څه چې په کور دننه او نړیواله کچه وغندل شو.
هغه مهال ویل شوي وو چې پوهنتونونو او د لوړو زدکړو موسسو ته د نجونو تګ تر امرثاني ځنډېدلی خو تر اوسه هیڅ داسې نښې نښانې نه ښکاري چې نجونو ته پوهنتون ته د ورتګ لار ژر پرانیستل شي. دغه چارې ډېرې کورنۍ اړ کړې چې د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره هېواد پرېږدي او یو شمېر ښځینه استادانې هم اړې شوې بهرنیو هېوادونو ته لاړې شي.
زینب یوه له هغو استادانو وه چې د دغه بندیز له اعلان وروسته له بي بي سي سره پر خپلو نهیلیو خبرې کړې وې.
هغې ویلي وو اوس ورته د پخوا په څېر نه خو پوهنتون کې د تدریس ورکولو اجازه شته او نه هم د یوه فرد په توګه خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی لري.
هغې په مالیزیا کې یې د لیسانس تر کچې زدکړې بشپړې کړي او نهه کاله یې کابل پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کړې ده.
د نوموړې په باور: "دغه بندیزونه پر علمي ډګر" او په ځانګړي ډول د "ښځینه استادانو پر اکاډیمیکو لاسته راوړنو لوی ګوزار دی."
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخند زاده د جون پر ۷مه د لوی اختر د خطبې پر مهال کندهار کې له هغو ټولو تګلارو دفاع وکړه چې نوموړي "شرعي قانون" باله او له مخې یې تېرو څلورو کلونو محدودیتونه رامخې ته شوي دي.
د طالبانو حکومت وايي، د لوړو زدکړو حالت ته ځانګړې پاملرنه کوي او ځینو مشرانو یې په وار وار خپلو ویناوو کې ټینګار کړی چې پوهنیز مرکزونه دې پیاوړې شي خو د محدودیتونو تګلارو یې دغه برخه کې پرمختګونه ټکني کړي دي.











