قزاقستان طالبان د "تحریم" شويو ډلو له نوملړه ایستلي؛ په "کابل کې د اذربایجان سفارت بيا پرانيستل" کېدل

قزاقستان او طالبان

د عکس سرچینه، MFA

قزاقستان پرېکړه کړې چې د دغه هېواد د "ممنوعه" سازمانونو يا هغو ډلو چې بنديزونه يې پرې لګولي له لېسته د طالبانو نوم لرې کړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خنډونو د لرې کولو لپاره د قزاقستان حکومت له دغې کړنې مننه کړې ده.

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایبک سمادیاروف د "کازینفورم" خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي، قزاقستان په منظمه توګه د "ممنوعه ترهګرو ډلو" نوملړ ته کتنه کوي او په دې لړ کې پرېکړه وشوه چې طالبان له دغه لېسته وایستل شي.

نوموړی وايي دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو له هغه دریځ سره هم اړخ لګوي چې طالبان يې د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې نه دي راوستي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هېواد یې لا هم د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا او د ملګروملتونو د عمومي غونډې پرېکړو ته ژمن دی.

په همدې حال کې نن سهار په کابل کې د قزاقستان سفیر د خپل هېواد د دغې پرېکړې په اړه د طالبانو حکومت ته خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل، پر اېکس لیکلي چې د قزاقستان سفیر علي خان یسین ګیلدایف د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې ويلي، چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسما د هغو تحريم شويو ګروپونو له لسته وويست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعاليت بندیز لګولی دی.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې ښاغلي متقي د قزاقستان له حکومته مننه کړې چې د دواړه هېوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي اقداماتو ته مخه کړې ده.

د ۲۰۲۳ په پیل کې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی به په استانه کې د طالبانو د حکومت لخوا نومول شوي ډیپلوماتان په خپل سفارت کې ومني.

قزاقستان په منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوی جمهوریت دی چې له افغانستان سره ګډه پوله نه لري خو په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه شوې ده.

"په ۲۰۲۴ کال کې په کابل کې د اذربایجان سفارت بیا پرانستل کېدل"

د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې په نوي ۲۰۲۴ ميلادي کال په افغانستان کې خپل سفارت بیا پرانيزي.

د اذربايجان مطبوعاتو د دې خبر په ورکولو سره ليکلي چې د ده هېواد د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف په پلازمېنه باکو کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دوی به راتلونکی کال د افغانستان په ګډون د څو هېوادونو سفارتونه په باکو کې پرانیزي.

د دغو رسنیو په وینا، اذربایجان په کابل کې خپل استازی ټاکلی دی.

تر دې مخکې طالبانو له اذربایجان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.

د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو حکومت ته سپارل شوي او تر ډېره د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له خوا منل شوي ډیپلوماټان یې اداره وي.