لیبیا کې توپان او سېلابونو له پنځو زرو ډېر کسان وژلي؛ شاوخوا ۱۰ زره نور نادرکه دي

لیبیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، درنه ښار کې کښته د سمندر پر غاړه پرتې سیمې ډېرې ځپل شوې

په لیبیا کې ژغورنډلې د هغو زرګونو کسانو په لټون بوختې دي چې په وروستیو سېلابونو کې بې‌درکه شوي دي.

رپوټونه وايي ګڼ شمېر کسان سېلابونو کښته سمندر ته ایستلي دي.

په درنه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې یوازې په دغه ښار کې لږترلږه ۵۳۰۰ کسان وژل شوي.

دغلته د دانیال په نوم توپان له کبله یکشنبه د اوبو دوه بندونه او څلور پلونه مات شوي دي.

سره صلیب د شاوخوا ۱۰ زره کسانو د تری تمېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د قربانیانو شمېر ښايي ډېر لوړ شي.

د مصر په ګډون ځینو هېوادونو لیبیا ته د مرستې لاس ورغځولی، خو په دغه هېواد کې د سیاسي کړکېچ او دوو جلا حکومتونو له کبله د ژغورنې چارې ټکنۍ دي.

د امریکا متحدو ایالتونو، جرمني، ایټالیا، قطر، ترکیې او ایران هم ویلي چې لیبیا ته یې مرستې استولې او یا یې مرستې ته چمتووالی ښودلی.

د سېلاب په وسیله سمندر ته د خلکو وړل کېدو ګڼې دردوونکې کیسې رابرسېره شوي. ډېر نور بیا د خپلو کورونو بامونو ته په ختلو سره بچ پاتې شوي.

د ویډیو تشریح، سېلابونو ګڼ شمېر خلک لاندې سمندر ته وړي دي
درنه

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، خلک د لیبیا ساحلي درنه ښار کنډوالو کې ګرځي

د لیبیا پر ختیځ له واکمن حکومته هاشم چکیوات بي‌بي‌سي ته ویلي "څه چې مې ولیدل هک‌پک یې کړم. د څونامي په څېر و."

هغه زیاته کړې چې د درنه په سویل کې د یوه بند ماتېدو د دغه ښار ګڼې برخې له ځان سره سمندر ته وړې دي.

نوموړی وايي "پراخه سیمه ویجاړه شوې – قربانیان ډېر زیات دي او شمېر یې ساعت په ساعت لوړېږي."

پر پلازمېنه طرابلس د واکمن حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیده ویلي، مرستندویان هڅه کوي چې مړي پیدا کړي.

هغه زیاته کړې چې بحري ځواکونه او لامبوزن په سمندر کې مړو پسې ګرځي.‌

ښاغلی دبیده وايي په دې اړه هم څېړنې پیل شوې چې سېلابونو څنګه دومره ویجاړي رامنځته کړه.

نوموړی اعلان کړی چې په ختیځ‌ کې به د درنه او بنغازي ښارونو د بیا رغونې چارو سره د مرستې لپاره څه باندې نیم میلیارد ډالرو ځانګړي شي.

لیبیا
لیبیا

د یکشنبې ورځې توپان سوسه، المرج او مصراته ښارونو ته هم زیانونه اړولي دي.‌

د درنه ښار یوه اوسېدونکي چې له خپلې مېرمنې او کوچنۍ لور سره له سیلابه ژوندی وتلی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي "لومړی مو فکر کاوه چې دا سخت باران اوبه دي. خو نیمه شپه مو یوه ستره چاودنه واورېده او هغه د بند د ماتېدو غږ و."

لیبیایۍ ژورنالیستې نورا الجربي چې په تونس کې اوسي بي‌بي‌سي ته ویلي یوازې دومره پوهېدلې چې شاوخوا ۳۵ خپل خپلوان یې چې په درنه ښار کې په یوه بلاک کې سره اوسېدل د ځايي‌ ژغورندویانو په مرسته ژوندي وتلي وي.‌

نوموړې وايي "کور اوبو وړی دی خو کورنۍ مې توانېدلې چې د وضعیت له خرابېدو مخکې تر ووځي."

د قاسم القطانی په نوم یوه مرستندوی د بي‌بي‌سي نیوزنایټ ته ویلي، چې په درنه کې د څښاک پاکې اوبه نشته او درمل هم کم دی.‌

دی زیاتوي‌ چې د درنه ښار یوازنی روغتون نور مریضان نشي منلی ځکه "دغه روغتون دومره ستر نه دی او وار له مخه پکې له ۷۰۰ ډېر مړي راټول شوي دي."

لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

لیبیا

لیبیا په ۲۰۱۱ کال کې د 'عربو پسرلي' په نوم د پاڅونونو په لړ کې د معمر قذافي د رژیم له نسکورېدو را وروسته په کړکېچ کې ښکېل ده.‌

پر تېلو دغه بډای هېواد له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دوو سیالیو دولتونو ترمنځ وېشل شوی.

د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت یې له پلامېنې طرابلس اداره کېږي، او مخالفانو یې ختیځ کې خپل حکومت اعلان کړی.

لیبیايي ژورنالیست عبدالقادر اسد وايي، دغو اختلافاتو هم د ژغورنې هڅې ټکنۍ کړې.

د هغه په وینا "ژمنې کېږي، خو مرستې نه را رسېږي. د ژغورنې ډلې نشته، لیبیا روزل شوي مرستندویان نه لري."

نوموړي بي‌بي‌سي ته ویلي تېر ۱۲ کلونه یوازې جګړه شوې.

خو پر طرابلس واکمن حکومت له اختلافاتو سره سره ختیځ‌ ته په یوه الوتکه کې ۱۴ ټنه درمل، د مړو کڅوړې او تر ۸۰ ډېر ډاکتران او روغتیاپالان استولي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو په نړیوال پروګرام کې د بېړني وضعیت مرستیال بریان لاندر وايي، دغه اداره ۵ زره کورنیو ته خوراکي‌ توکي لري.‌