د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ دېموکراتانو د سنا کنټرول وساته

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دېموکرات ګوند نواډا ایالت کې د سنا د مهمې او برخلیک ټاکونکې څوکۍ په ګټلو سره د دې جرګې کنټرول ځان سره وساته.
د دغه ایالت د ټاکنو پایلې ښيي چې دغلته دېموکراتې سناتورې 'کاترین کورتېز ماستو' خپل جمهوریپال سیال 'ادم لاکسالت' ته ماتې ورکړې ده.
ښاغلی لاکسالت د مخکیني جمهوریپال ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ملاتړه برخمن و.
امریکا کې منځمهاله ټاکنې تېره سې شنبه شوې وې خو د نواډا ایالت پایلې په ډېر غور د رایو شمېرل کېدو له کبله له څو ورځني ځنډ وروسته نن مالومې شوې.
د نواډا ایالت له دې څوکۍ سره تایید شوه چې دېموکراتانو د سنا له سلو ۵۰ څوکۍ حفظ کړې دي.
جمهوریپالو بیا تر اوسه ۴۹ څوکۍ ګټلې او ټاکلې د جورجیا ایالت څوکۍ پر سر د ډسمبر پر ۶مه له سره ټاکنې وشي.
خو د سنا دا وروستۍ څوکۍ اوس ځکه ټاکونکې نه ده چې که جمهوریپال یې وهم ګټي او سنا کې د پرېکړو پر مهال د دواړو ګوندونو د رایو شمېر پنځوس - پنځوس برابر شي نو په داسې حالت کې بیا مرستیاله ولسمشره 'کماله هارېس' د کنګل ماتولو او پرېکړې ته رسېدو لپاره رایه کارولی شي.
په هره توګه دیموکراتان به جورجیا کې هم د ټاکنو د ګټلو هڅه کوي چې په دې توګه د مرستیالې ولسمشرې د رایې اړتیا چورلټ ختمه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
مشرانو جرګه یا سنا کې د اکثریت ګټل په دې معنا دي چې ولسمشر بایډن به فدرالي محاکمو لپاره خپل نومولي قاضیان وګومارلی شي.
دغه اکثریت نوموړي ته دا هم اسانوي چې خپله اداره کې ګومارل کېدونکي کسان په اسانۍ تایید کړي.
د نواډا د ټاکنو پایلې داسې مهال روښانه شوې چې ولسمشر جو بایډن یوه سرمشریزه کې د ګډون په هدف د کمودیا پر سفر بوخت دی.
هغه ویلي ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون له کبله ډېر خوښ دی او جمهوریپال د ده په وینا اوس اړتیا لري دا پرېکړه وکړي چې "دوی څوک دي."
د سنا د برخلیک له مالومېدو سره به د جمهوریپالو هیلې اوس یوازې په استازو جرګه پورې تړلې وي.
د دې جرګې د ټاکنو پایلې که څه هم تر اوسه بشپړې نه دي، خو داسې ښکاري چې جمهوریپال به یې اکثریت ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
دوی استازو جرګه کې د اکثریت له لارې د قوانینو برخه کې ولسمشر بایډن ننګولی او د هغه د اهدافو مخه نیولی شي.
د دې جرګې د ټاکنو پایلې ښيي چې دیموکراتان به پکې ټولټال ۲۱۰ څوکۍ وګټلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهوریپالو بیا وار له مخه ۲۱۴ څوکۍ خپلې کړې او د اکثریت لپاره یوازې څلورو نورو ته اړتیا لري.
دا امریکا کې تېر شل کاله په دودیز ډول بې سارې ده چې واکمن ګوند دې منځمهاله ټاکنو کې د سنا کنټرول ځان سره وساتلی شي.
په وروستي ځل جمهوریپال ګوند په ۲۰۰۲ کال د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال توانېدلی و چې منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواو خونو اکثریت حفظ کړي.











