د فېسبوک مېټا کمپنۍ ټویټر سره سیالۍ لپاره نوی اپلیکېشن راباسي

د عکس سرچینه، META
د فېسبوک کمپنۍ 'مېټا' د ټویټر سیالۍ لپاره نوی کاریال یا اپ راباسي. دغه اپلیکېشن ترېډز نومېږي او له راتلونکې پنجشنبې به فعالیت پیل کړي.
د مېټا کمپنۍ دغه نوی اپ له اېنسټګرام سره د تړل کېدو له لارې فعالیت کوي.
پر اپل سټور د دغه اپلېکېشن پرته بڼه ټوېټر ته ورته ښکاري.
میټا ویلي چې ترېډز به د لیکنۍ مکالمې اپلیکېشن وي.
دا تر دې دمه د فېسبوک او د ټوېتر د څښتنانو مارک زوکربرګ او اېلون مسک ترمنځ سیالۍ کې وروستی ګام دی.
دوی دواړو تېره میاشت وویل چې د کږې غېږي سیالي به هم سره کوي، خو لا روښانه نه ده چې په دې تړاو رښتیا څومره جدي دي.
ښاغلي مسک د ټویټر یوه پیغام کې د ترېډز فعالېدو ته غبرګون ښودلی.
هغه لیکلي "شکر دی چې دوی عاقلانه مخ ته ځي."
په ورته وخت ټویټر ویلي چې د دې خواله رسنۍ مشهور ډشبورډ 'ټویټډېک' به په ۳۰ ورځو کې د تادیې چوکاټ ته ولوېږي.
اېلون مسک غواړي چې د ټویټر کاروونکي د ګډون خدماتو کې غړیتوب ته وهڅوي او دا وروستی ګام هم د همدې لړۍ او هڅو برخه ده.
هغه تېره شنبه د ټویټر کارنو لپاره د پیغامو د کتلو ورځنی شمېر هم محدود کړ.
خو د مېټا د ټرېډز له اپلیکېشنه داسې ښکاري چې خدمات به یې وړیا وي او کاروونکو ته یې د پوست یا پیغامونو د کتلو ورځنی محدودیت هم نشته.
اپ سټور کې د دغه اپلیکېشن په توضحیاتو کې لیکل شوي، ترېډز هغه ځای دی چې ټولنې پکې د هرې هغې موضوع په تړاو بحث لپاره راټولېږي، چې نن یې په اړه فکر کوي او سبا یې ټرېنډ کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستیو کلونو کې ګڼ داسې اپلیکېشنونه راوتلي چې ټویټر ته ډېر ورته دي.
په دوی کې د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ 'تروت سوشیل' او مستودون هم شامل دي.
بل ورته اپلیکېشن 'بلو سکی' دی، چې ادعا کوي د ټویټر پر کارنو د ښاغلي مسک د روانې اوونۍ له محدودیتونو وروسته پرې ګڼه ګوڼه د ریکارډ تر کچې لوړه شوې ده.
خو ترېډز به ښايي په دې منځ کې د ټویټر تر ټولو پیاوړی سیال شي، ځکه خاوند یې مارک زوکربرک د خواله رسنیو بازار کې د فعالیت اوږده مخینه او دې سیالۍ لپاره کافي سرچېنې لري.
د مېټا ریلز ته تر ډېره د ټیکټاک د کاپي په سترګه کتل کېږي، او سټوریز یې بیا سنپچټ ته ډېره ورته ده.
د دې کمپنۍ خاوند ښايي دې ته هم سترګې پر لاره وي چې له ټویټره لېرې کېدونکي کسان به د دوی نوي اپلېکېشن ته مخه کړي.






















