کرېکټ نړیوال جام؛ اسټرالیا لوبډله له سویلي افریقا سره له سختې سیالۍ وروسته پایلوبې ته ورسېده

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا لوبډلې له یوې خورا سختې سیالۍ وروسته سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او پایلوبه کې یې د ځان لپاره ځای وموند.

اسټرالیا لوبډلې د نن سیالي په دریو وېکټو وګټله. د هند کولکتې ایډن ګارډنز لوبغالي په نننۍ لوبه کې پچه د سویلي افریقا لوبډلمشر ټمبا باووما وګټله او لومړی یې د توپوهنې یا بېټنګ پرېکړه وکړه، خو د دوی څلورو لوبغاړو د ایله ۲۴ منډو بدل کې وېکټې له لاسه ورکړې او د لوبې پیل یې ښه نه و.

که څه هم وروسته د سویلي افریقا ډېوډ میلر ۱۰۱ او هنریچ کلاسان ۴۷ منډې وکړې، خو سویلي افریقا لوبډله و نه توانېده چې مقابل لوري ته لوی هدف وټاکي او د ۲۱۲ منډو له جوړولو وروسته ټوله لوبډله له میدانه بهر شوه. د سویلي افریقا له لوري لوبډلمشر ټمبا باویوما او کوئنټن دیکاک لوبه پیل کړه، بایوما له هېڅ یوې منډې پرته د مشل سټارک د توپ ښکار شو او دیکاک هم د ایله درې منډو له جوړولو وروسته له لوبغالي بهر شو.

د بالنګ په برخه کې بیا د سویلي افریقا سپین بالرانو خورا په زړه پورې لوبه وکړه او د کوچني هدف ترلاسه کولو په لار کې یې د اسټرالیا لوبغاړي تر ۴۸ اوور پورې تر سخت فشار لاندې وساتل.

د اسټرالیا ګلین ماکسویل چې د افغانستان پر ضد لوبه کې تر پایه ولاړ و او دوې سلیزې یې ووهلې، نن د ایکې، یوازې یوې منډې له جوړولو وروسته د سویلي افریقا تبریز شمسي ته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

بیا هم د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو لپاره د سویلي افریقا ارمان پوره نه شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بیا هم د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو لپاره د سویلي افریقا ارمان پوره نه شو.

خو له دې په زړه پورې لوبې سره هم سویلي افریقا لوبډلې د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو ارمان نیمګړی پاتې شو. اسټرالیا لوبډلې د نننۍ لوبې په ۴۷ اعشاریه ۲ اووره کې هدف ته په داسې حال کې ورسېده، چې درې وېکټې یې لا پاتې وې. ټراویس هېیډ د اسټرالیا له لوري تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې وکړې.

د نن لوبې له پیله مخکې په کولکته کې د باران وړاندوینه هم شوې وه او د کرېکټ نړیوالې شورا ای سي سي مسوولینو ویلي و، که لوبه د باران له کبله ودرېږي، نو د نومبر پر ۱۷مه به له هغه ځایه پیلېږي، چې په کوم ځای کې درېدلې وي.

دې سره به د روانې نومبر میاشتې پر ۱۹مه نېټه (یکشنبه) اسټرالیا او هند لوبډلې د هند احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام پایلوبه کې مخامخ شي.

له دې مخکې پرون (نومبر ۱۵) هند لوبډلې د ممبۍ په وانکیډې لوبغالي کې نیوزیلنډ ته د ۷۰ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د یادونې ده، چې اسټرالیا لوبډله د شپږم ځل لپاره د کرېکټ نړیوال جام پایلوبې ته لار مومي او له هندۍ لوبډلې سره اسټرالیا د ۲۰۰۳ کال په پایلوبه کې مخامخ شوې، چې هغه سیالي اسټرالیا ګټلې وه.