له جذام ناروغۍ د دوو رغېدلو کيسه: "دوی ويل چې پر ما لعنت شوی"

د عکس سرچینه، Prima Gharti Magar, Amar Timalsina
- Author, بوي توو
- دنده, بي بي سي
پريما ګهارټي مګر، په روغتون کې له ۱۸ میاشتو درملنې وروسته بېرته خپل کور ته له داسې هيلې سره ستنه شوه چې هلته به د کورنۍ له خوا هرکلی او ملاتړ کېږي خو داسې ونشول او پر ځای يې له چوپتيا سره مخ شوه.
که څه هم ډاکترانو يې د کورنۍ غړو ته ويلي وو چې هغه اوس روغه شوې او ناروغي يې ساري یا نورو ته خپرېدونکې نه ده خو د دې سربېره يې هم د کورنۍ غړو د ګواښ او وېرې احساس درلود.
پریما وايي، "ما فکر کاوه چې کله روغه شم نو حالت به هم بدل شي، خو وېره او بدنامي وه. ما ته نور داسې نه ښکارېده لکه دا مې چې کور وي."
جذام يا لېپروسي يوه له ډېرو پخوانیو ناروغيو ده، دا يوازې فزیکي ناروغي نه بلکې د ډېرو لپاره ټولنيز جلاوالی او رټل کېدل دي چې د ژوند تر پايه تر ځورېږي.
پريما اوس ۴۲ کلنه ده او له تېرو ۲۵ کالو راهيسې له جذام ناروغۍ جوړه شوې ده. خو دا خپلې ناخوالې او د ژوند تياره شېبې نشي هېرولی. کله چې په لومړي ځل خبره شوه چې په جذام ناروغۍ اخته ده، داسې فکر يې کاوه چې د خپل ژوند تر پايه به په غوجله کې ګوښې بنده وي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبليو اېچ او به وینا هر کال پر دغه ناروغۍ د شاخوا ۲۰۰ زره کسانو د اخته کېدو پېښې ثبتېږي.
دا ناروغي لا هم په شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو کې شته.
د روغتیا نړیوال سازمان له مخې د جذام ناروغۍ د مايکوباکټيريم لېپرا بکټریا له امله رامنځته کېږي. یاده اداره وايي، "دا د هغه ناروغ چې درملنه يې نه وې شوې د نژدې او دوامداره تماس په جريان کې د پوزې او خولې د لاړو یا څاڅکو له لارې لېږدي. "
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، "دا ناروغي له هغه کس سره د عادي تماس لکه د لاس ورکول، روغبړ کول او يا يو ځای ډوډۍ خوړلو او نژدې کېناستلو له لارې نه خپرېږي. " یاد سازمان دا هم وايي، "کله چې درملنه پيل شي، ناروغ جذام خپرول بندوي."
که څه هم په انټي بيوټيکو يې درملنه کېدی شي خو ناروغۍ د نيپال په څېر په لرې پرتو سيمو کې له وېرې او افسانو سره تړلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نيپال کې د جذام ناروغۍ ډاکتر مهېش شاه چې له ۳۰ کلونو د دې ناروغۍ په درملنه بوخت دی وايي، "ځينې ناسم باورونه شته لکه دا چې دا يو لعنت دی، د ګناه پايله ده یا د خدای له لوري سزا ده يا دا چې دا يوه ډېره خطرناکه او ناعلاجه ناروغي ده. "
د پريما کيسه په نيپال کې د ډېرو نورو خلکو کيسو ته ورته ده. دا ناروغي هلته له فزیکي اړخه زيات پر خلکو رواني اغېز لري.
کله چې په ۱۰ کلنۍ کې د پريما پر پوستکي د جذام نښې څرګندې شوې، کورنۍ يې نورو ته د خپرېدو له وېرې دری مياشتې په غوجله کې بنده کړه.
پریما وايي، "دوی ويل چې پر ما لعنت شوی، زه به يوازې، وږې او ترهېدلې په سړه ځمکه ويده کېدم، حتی زما مور به هم زما خوا ته نه راتله. "
د هغې کورنۍ جذام ډېره اغېزمنه کړې وه. نيکه يې له طبي پاملرنې او درملنې پرته مرګ ته په لرې ځنګل کې يوازې پرېښودل شوی و.
کله چې د پريما په پلار کې هم د جذام نښې ښکاره شوې، کورنۍ يې ډېره وډاره شوه. د درملنې لپاره نهيلې کورنۍ په خپل کلي کې دوديزه درملنې ته مخه کړه خو هېڅ ګټوره ثابته نشوه.
کله يې چې د پلار روغتيايي حالت خرابېده، هغه هم له خپلې کورنۍ او ټولنې جلا په غوجله کې بند شو او په پای کې مړ او له مناسبې جنازې پرته د کلي د خلکو له خوا رد شو.
دا وايي، "د پلار له مړينې وروسته زه په دې باور شو چې زه به هم له ورته برخلیک سره مخ کېږم. غوښتل مې چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدم خو کله چې په غوجله کې وم، ځمکه راوښوېده، زه تر خاورو لاندې شوم. هغه مهال مې غوښتل چې د خپل ژوند لپاره مبارزه وکړم. "
دا يوازې د پريما کیسه نه ده. يو بل کس چې امر تیمالسينا نومېږي په ۱۲ کلنۍ پر دې ناروغۍ اخته شو خو له تشخيص يو کال وروسته له ښوونځي وشړل شو.
امر وايي، "د کلونو لپاره ما داسې احساس درلود چې هېڅ نه يم، ما یوازې د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه نه کوله بلکې د ټولنې له وېرې سره هم په مبارزه وم."

د عکس سرچینه، Prima Gharti Magar
درملنې لپاره مبارزه
د طبعيي افت له برکته پریما روغتيايي مرکز ته يوړل شوه او هلته يې درملنه وشوه.
روغتیايي مرکز کې يوازې د یوې مياشتې درمل ورکول کېدل. دا مجبوره وه چې د بلې نسخې لپاره بيا بيا سفر وکړي. هر ځل تګ يې يوه ورځ په بس او دویمه ورځ په پښو تګ غوښت.
په لاره کې د بارانونو او سېلابونو په څېر له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ کېده. بالاخره پریما روغتيا پالان قانع کړل چې د يوې اوونۍ لپاره يې هلته په مرکز کې څارنه وکړي. خو دا هلته ۱۸ مياشتې پاتې شوه، دې ډاکترانو ته قناعت ورکړ چې که چېرې کور ته ولاړه شي هلته به يې په غوجله کې بنده کړي.
دا وايي "دا لومړی ځل و چې ما ته هيله پیدا شوه. ډاکترانو زما سره د يوه انسان په څېر چلند کاوه نه د يوې ناروغې په څېر. "
په دې موده کې يې يوازې دوه لرې خپلوان يو ځل ليدو ته ورغلي وو او کله چې بېرته خپل کور ته ستنه شوه، کورنۍ يې هرکلی و نه کړ.
د هغې درملنه دردونکې وه او جدي اړخيزې اغېزې يې لرلې.
پريما او امر له ننګونو سره سره درملنې ته لار پيدا کړه. امر د جذام په روغتون کې د شپږو کلونو په موده کې له ۴۰ ځله زيات بستر شو او له فزیکي پلو هم زیات وکړېد.
خو دی وايي، له فزيکي هغه رواني درد لویه ننګونه وه، "زما ملګرو ما ته شا کړه، زما ګاونډیانو له ما ډډه کوله او کورنۍ مې نه پوهېده چې څه وکړي."
د ټولنې له خوا د رد او نهيلۍ احساس دومره زیات شو چې هغه دوه ځله د ځان وژنې هڅه وکړه.
وروسته له هغه چې امر په بشپړه توګه روغ شو، واده يې وکړ. خو کله يې چې مېرمن خبره شوه چې مېړه يې يو خت د جذام ناروغ و، طلاق يې ترې واخيست چې دا يې نور هم د ځور لامل شو.
امر وايي، "ما فکر کاوه چې له دې د وتلو کومه لاره نشته."
د امر په ژوند کې هغه وخت بدلون راغی چې يوې هالنډۍ مېرمنې په پلازمېنه کټمنډو کې د زدکړو فرصت ورته برابر کړ. دی وايي، "دا لومړی ځل و چې يو چا زما له ناروغۍ هاخوا زما وړتیا ته پام وکړ".
دې فرصت امر ته چانس ورکړ چې خپل ژوند بیا جوړ کړي. نوموړي په ۱۹۹۸ کې په شریکه يو بنسټ جوړ کړ چې له جذام ناروغۍ اغېزمنو خلکو سره مرسته کوي.
امر وايي، "اقتصادي خپلواکي خورا مهمه ده. دا د بدنامۍ له منځه وړلو کلۍ ده."
پریما یوه غير معمولي لاره غوره کړه، په رستورانتونو او ساختماني ځایونو کې يې کار وکړ ترڅو د زدکړو لپاره کافي پیسې خوندي کړي. د جذام ناروغۍ د درملنې له څلورو کلونو وروسته، هغې په ۲۱ کلنۍ په یوه ښوونځي کې په لومړي ټولګي کې شامله شوه.

د عکس سرچینه، Prima Gharti Magar
په راتلونکو شپږو کلونو کې يې خپلې ثانوي زده کړې د ځينو ادارو په همکارۍ بشپړې کړې او وروسته يې په فارماکولوژي کې د فراغت سند ترلاسه کړ او اوس خپل درملتون چلوي.
ډاکټر مهېش شاه بي بي سي ته وویل چې "د افسانو د له منځه وړلو او په پيل کې د درملنې هڅولو سره، موږ کولی شو د ناروغۍ لېږد او بدنامي دواړه کم کړو. "
نوموړی وايي، "اصلي ننګونه یوازې ناروغي نه ده بلکې ټولنیزه بدنامي ده چې افراد جلا کوي او د دوی د ګټورتوب مخه نیسي.
نن ورځ، دواړه امر او پریما د لوړ عزم ښې بېلګې دي. د امر ماشومان په بهر کې لوړې زده کړې کوي.
دی وايي، "اوس هم داسې سيمې شته چې د جذام ناروغان له ټولنيز محدوديت سره مخ دي. دا بايد بدل شي، هر څوک د عزت وړ دی."
همدا ډول پریما د درملتون چلولو په خپله ټولنه کې د درناوي وړ شخصیت ګرځولې ده. هغه د جذام څخه اغېزمنو نورو سره مرسته کوي.











