ډنمارک د قرآن شریف سپکاوی کوونکو ته د سزا ورکولو قانون جوړ کړ

قرآن شریف

د عکس سرچینه، YAHYA ARHAB/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د ډنمارک پارلمان د سپېڅلو کتابونو پر سپکاوي کولو بندیز لګولی دی. دغه قانون ته د "قرآن قانون" نوم ورکړل شوی دی او ترې سر غړوونکو ته به دوه کاله د بند سزا ورکول کېږي.

په پارلمان کې ټولټال ۹۴ وکیلانو د دغه قانون د جوړېدو په حق کې مثبه او ۷۷ وکیلانو منفي رایه ورکړه.

د یادولو ده چې په ډنمارک کې له څو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن شریف د بې حرمتۍ او سپکاوي لړۍ روانه وه چې په اسلامي نړۍ کې یې پر ضد احتجاجونه کېدل او له ډنمارک یې غوښتي وو چې دا لړۍ سمدستي ودروي.

په ډنمارک او ګاونډ سویډن کې هم د دغو پېښو پر ضد ګڼې مظاهرې وشوې او څېرمه هېوادونو کې امنیتي اندېښنې ورسره ډېرې شوې.

د ډنمارک پارلمان ۱۷۹ څوکۍ یا سیټونه لري چې وکیلانو یې پرون پنجشنبه پر دې موضوع تاوده بحثونه سره وکړل او ګڼو هغو د دغه قانونه ضد دریځ خپل کړ.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د ډنمارک پارلمان د ډېموکرات ګوند مشر انګیر سټوجبرګ وویل، "تاریخ به موږ په ښو ټکو یاد نه کړي او د دا خبره په قوي توګه زبادېږي هم. خبره دا ده چې موږ ویلی شو چې د بیان ازادي باید څومره محدوده کړوه او که په دې کې هم باید بهرنۍ لاس‌وهنې ته ځای پرېږدو."

خو د حکومت ملاتړي ګوند پر دې خبرې ټینګار وکړ چې که څه هم پر مذهب به نقد یا نیوکه غیرقانوني نه ګڼل کېږي خو په ټوله کې به د دغه قانون اغېز وي.

سویډن هم په ورته قانون جوړولو کار کوي

قرآن شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

په تره اګست میاشت کې تر ډنمارک بهر تر ۱۷۰ مظاهرو او احتجاجونو وروسته د دغه هېواد څارګر سازمان پي‌ای‌ټي خبرداری ورکړی و چې د قرآن شریف د سوځولو پېښې هلته د "ترهګرۍ خطر" ډېروي.

په سویډن کې هم څو ځله د مسلمانانو دغه سپېڅلي کتاب ته اور وراچول شوی دی چې امنیتي ادارو یې له کبله په دغه هېواد کې د وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی.

تېره جولای میاشت کې مظاهره‌چیانو په عراق کې د سویډن سفارت ته اور ور ورته کړی و.

د دغه هېواد په پلازمېنه سټاکهوم کې حکومت د ډنمارک غوندې قانون جوړولو باندې لګیا دی.

په دغو دواړو هېوادونو کې دین ته د سپکاوي پېښو له منځه وړلو لپاره قوانین په جوړېدو او پلي کېدو دي.

د اسلامي نړۍ ځينو هېوادونو هم د ډنمارک پارلمان دا پرېکړه یوه "عاقلانه پرېکړه" بللې ده او هیله یې څرګنده کړې چې نور اروپايي هېوادونه هم ورته قوانین جوړ او پاس کړي.

خو له دې هر څه سره سره په ډنمارک کې د دغه قانون د جوړولو له کبله پر حکومت د اپوزيسون ګوندونو له لوري کلکې نیوکې هم روانې دي. ځکه چې ۷۷ وکیلانو یې پر ضد رایه کارولې ده او دا غوڅ اکثریت نه په ډاګه کوي.‌