د انټرنېټ بندېدو افغانستان څه ډول فلج کړی دی؟

کابل

د عکس سرچینه، Wakil Kohsar/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، یو افغان په کابل کې پر ګرځنده ټیلیفون خبرې کوي
    • Author, د سوېلي اسیا سیمه‌ییز ژورنالېزم
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز افغان

د طالبانو د حکومت د مشر د یو حکم له مخې د هېواد په کچه په بشپړ ډول د ټولو ډیجیټلي او برېښنایي مخابراتي سیستمونو لکه انټرنېټ، ګرځنده او ځمکنيو ټیلیفونونو کرښې پرې شوې دي.

د سپتمبر له ۲۹مې ماښام راهیسې د افغانستان دننه او بهر نړۍ سره ټولې اړیکې په بشپړ ډول پرې شوې دي.

د بي بي سي افغان څانګې وموندله چې دغې پرېکړې په کابل کې د روغتیا، بانکي خدمتونو، هوايي چلن او ان ځمکني ترانسپورټ په څېر مهمو برخو ته سخت زیان رسولی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې رسمي دلیل نه دی وړاندې کړی، خو وېره شته چې دا تړل کېدل به تر نامعلوم وخت پورې دوام وکړي.

نړیوالو خبري اژانسونو راپور ورکړی چې له خپلو دفترونو سره یې په کابل کې اړیکه پرې شوې ده او د سپوږمکۍ د تلویزیوني خپرونو چارې هم ګډوډې شوې دي. د ملګرو ملتونو یوې سرچینې تایید کړې چې فعالیتونه یې اوس پر راډیويي اړیکو او لږو سپوږمکیزو تماسونو پورې محدود شوي دي.

کابل

د عکس سرچینه، Wakil Kohsar/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په ټول هېواد کې انټرنېټ، موبایل او ځمکني لاینونه په بشپړ ډول بند شوي دي.

کوم څه کار نه کوي او کوم څه کار کوي؟

فایبر نوري انټرنېټ، د موبایل ډیټا، د موبایل زنګونه، د پیغام استولو خدمتونه او ځمکني ټلیفونونه ټول پرې شوي دي او د افغانستان ۴۰ میلیونه وګړي یو له بل او له نړۍ سره بې‌اړیکې‌ شوي دي.

راډیو او ځمکنی تلویزیون یوازېنۍ د خبرونو او معلوماتو سرچینې پاتې دي.

د بي بي سي افغان څانګه، چې په هېواد کې یوازېنۍ نړیوال راډیويي خپرونکې ده، د افغانانو د کډوالې ټولنې لپاره دا زمینه برابره کړې چې د ژوندیو خپرونو له لارې خپلو خپلوانو ته پیغامونه واستوي.

سربېره پر دې، یو شمېر د سپوږمکۍ پټ وسایل، لکه سټارلېنک، چې په افغانستان کې غیرقانوني ګڼل کېږي، د اړیکو لپاره کارول کېږي.

تړل کېدل کله او څنګه پېښ شول؟

د سپتمبر پر ۲۹ مه له یوې ګړۍ خبرتیا وروسته ټول انټرنېټ، موبایل او ځمکني ټیلیفونونه د افغانستان په سیمه‌ییز وخت مازیګر پنځه بجې بند شول.

د نېټبلاکس په وینا چې د نړۍ د انټرنېټ څارونکې اداره د، د سپتمبر پر ۳۰مه تر سهاره پورې د اړیکو کچه تر یوې سلنې هم راکمه شوې وه.

طالبانو تر اوسه د دې بند په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی، خو وېره شته چې دا به تر نامعلومې مودې پورې دوام وکړي.

د عکس سرچینه، Atif Aryan/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو تر اوسه د دې بندیز په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی، خو وېره شته چې دا به تر نامعلومې مودې پورې دوام وکړي.

ولې افغانستان له بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی؟

نېټبلاکس تایید کړې چې دا بندیز قصدي دی او تخنیکي ستونزه نه ده. تر اوسه د طالبانو حکومت د روان بندیز په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

خو د سپتمبر پر ۱۶مه، کله چې په څو ولایتونو لکه بلخ، کندهار او هلمند کې د فایبر نوري انټرنېټ کارول بند شول، د طالبانو چارواکو وویل دا پرېکړه د دوی د مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده له لوري شوې وه چې "د فساد مخنیوی" وشي.

یو شمېر لوړپوړو چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې ډاګیز شي، بي بي سي ته ویلي دوی د بشپړ بندیز پر پرېکړه خوښ نه دي او ویلي یې دي: "دا پرېکړه له کندهاره شوې او هېڅوک یې نشي بدلولی."

د دې بندیز اغېز څه دی؟

په افغانستان کې کورنۍ او نړیوالې الوتنې ځنډول شوې دي او بانکونه، د برېښنايي پېژندپاڼې سیسټمونه او د پاسپورټ دفترونه -چې زیاتره یې پر فایبر نوري انټرنېټ متکي دي - نور په عادي ډول فعالیت نه شي کولی.

کام اېر، چې د افغانستان له تر ټولو لویو خصوصي هوايي شرکتونو څخه دی، یو خبرتیا خپره کړې چې د انټرنېټ د بندېدو له امله یې ټولې الوتنې په لنډمهالي ډول درول شوې دي او تازه معلومات به هغه وخت ورکړل شي چې حالت ښه شي.

آنلاین زدکړې، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د ژوند یوازېنۍ لاره ده، بندې شوې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آنلاین زدکړې، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د ژوند یوازېنۍ لاره ده، بندې شوې ده

په پلازمېنه کې بانکونه پرانیستي پاتې دي خو د خلکو له ګڼو قطارونو او د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دي.

د حوالې یا پیسو لېږد رالېږد چې د افغانستان د نازک اقتصاد یوه مهمه ستنه بلل کېږي، په ټپه ولاړ دی. دا بهیر په هېواد کې په سلګونو زره کورنۍ اغېزمنوي چې هره میاشت د خپلو بهر مېشتو خپلوانو له خوا د مالي مرستو په تمه وي.

د بي بي سي افغان څانګې خبریالان کابل کې د حوالې څو دفترونو ته ورغلی چې د اړیکو د نشتوالي له امله یې کار بند کړی و. د هلمند صرافانو هم بي بي سي ته ویلي چې پیسې نه شي لېږلی.

د سفري تیاریو ادارو هم بي بي سي ته تایید کړه چې د افغانستان د وېزې ورکول ځنډېدلي دي.

دا کار هغو ناروغانو ته لویه ضربه ده چې د درملنې لپاره بهر ته سفر کوي. پاکستان ته د برېښنايي سفر اجازه (ETA) چې د سرطان او د زړه د سختو ناروغیو د ناروغانو لپاره د ۲۴ ساعته بېړنۍ طبي وېزې خدمت برابروي، خپلې چارې ځنډولې دي.

په اوسط ډول، ETA هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ طبي وېزې ورکوي.

له دې سره، انلاین زد‌کړې چې د ډېرو ښځو او نجونو لپاره یوازېنۍ وسیله ده، بندې شوې دي او محصلانې یې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کړې دي.

یوه پخوانۍ محصله وایي: "زه له انلاین زدکړو پرته بله لاره نه لرم." د انټرنېټ په بندېدو هغې وویل داسې انګېري "لکه نړۍ چې تیاره شوې وي".

کابل

د عکس سرچینه، Wakil Kohsar/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ډېر کوچني کاروبارونه چې په انلاین فرمایشونو، معاملو او تحویلۍ پورې تړلي وو له انټرنیټ بندېدو وروسته فلج شوي دي.

انټرنېټ او موبایل خدمتونه په افغانستان کې کله بېرته فعالېږي؟

د طالبانو حکومت تر اوسه د مخابراتي بندیز په اړه رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو وېره شته چې دا بندیز به تر نامعلوم وخت پورې دوام وکړي او کېدای شي هېڅکله په بشپړ ډول ليرې نه شي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، کابل کې د طالبانو حکومت د چارواکو یوې کمېټې ته د بدیلو لارو د لټولو دنده سپارل شوې چې د موبایل اړیکې بېرته فعالې کړي، خو د فایبر نوري انټرنېټ بندیز ښایي اوږدمهالی وي.

دغه کمېټه د فایبر نوري انټرنېټ لپاره د "منفي منځپانګې" د بندولو په موخه د فایروالونو د کارولو پر امکان هم غور کوي.