د وګړو نړیواله ورځ: 'نوره نړۍ کې د زېږون شمېر ډېر ټیټ شوی، خو افغانستان کې د وګړو شمېر په هېښوونکي ډول ډېرېږي'

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي

د وګړو له نړیوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د احصائيې او معلوماتو ادارې شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې د وګړو شمېر په هېښوونکي ډول په چټکۍ سره ډېرېدونکی دی.

د دې شمېرو له مخې افغانستان په هغو هېوادو کې راځې چې د زېږون کچه پکې ډېره لوړ ده.

کارپوهان وايي که افغانستان کې د نفوس چټکه وده کنټرول نه شي نو راتلونکو نږدې درې لسیزو کې د وګړو شمېر دوه برابره کېدای شي او دا چټک ډېر والی د افغانستان لپاره ناوړه او پراخې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته کولای شي.

په افغانستان کې د وګړو شمېر هر کال د اټکل له مخې ښودل کیږي. د طالبانو په حکومت کې د احصائیې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رافع بي بي سي ته وویل د سږ کال د اټکل له مخې د ټولو وګړو شمېر نژدې ۳۶ نیم میلیونه دی.

نوموړی وايي، په ایران کې نږدې پینځه میلیونونه او پاکستان کې تر درې میلیونه افغان کډوال اوسېږي.

د تېرو څو لسیزو جګړو او ناکراریو له امله افغانستان د وګړو سراسري سروې نه ده شوې، خو د افغانستان د احصائیې او معلوماتو اداره وايي په لوګر ولایت کې یې د بېلګې په توګه سرشمېرنه کړې، په پاتې ۳۳ ولایتونو کې د سراسري سروې لپاره چمتووالی نیول شوی او راتلونکو یوه یا دوه میاشتو کې به پیل شي.

د ملګرو ملتونو ۲۰۲۳ کال شمېرې ښيي چې افغانستان کې په اوسط ډول هرې مور څلور اعشاریه اته ماشومان زېږولي دي. د ډېرو نورو هېوادونو پرتله دا خورا لوړ شمېر دی، خو ښاغلی رافع وايي په ۲۰۲۲ کال کې ددوی له خوا شوې سروې ښيي چې دا شمېر نږدې شپږ دی، چې د نړۍ په کچه له ډېرو لوړو شمېرو بلل کیږي.

نوموړی وايي، د اټکل له مخې افغانستان کې د وګړو کلنۍ وده دوه اعشاریه ۱۴ سلنه ده او هر کال یو اعشاریه دوه میلیونه کسان ډېریږي، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې دا وده دوه اعشاریه اته سلنه ده.

د ملګرو ملتونو شمېرې دغه راز څرګندوي، چې په تېرو ۲۶ کلونو کې د افغانستان د وګړو شمېر دوه برابره شوی دی.

د امریکا کالیفورنیا سانفرانسیسکو پوهنتون څېړونکی ډاکټر عطاء الله سیدزی وايي، په تېرو څه باندې دوه لسیزو کې د پخوا پرتله دنسبتا ښو روغتیايي خدمتونو له امله د نویو زېږیدلو ماشومانو د مړینې شمېر کم شوی او د دې ترڅنګ د ځینو نورو لاملونو له کبله د وګړو شمېر دوه برابره شوی دی.

 د افغانستان کمزورې اقتصادي ودې او د طبیعې زیرمو لږ والي ته په کتو سره د وګړو په شمېر کې دا زیات ډېر والی ډېر هېښوونکی او ننګوونکی بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان کمزورې اقتصادي ودې او د طبیعې زیرمو لږ والي ته په کتو سره د وګړو په شمېر کې دا زیات ډېر والی ډېر هېښوونکی او ننګوونکی بلل کېږي.

بل لور د افغانستان کمزورې اقتصادي ودې، د طبیعې زیرمو لږ والي، په ځانګړې توګه د اقلیمي بدلون له امله د اوبو کموالي ته په کتو سره د وګړو په شمېر کې دا زیات ډېر والی ډېر هېښوونکی او ننګوونکی بلل کېږي.

ډاکټر سیدزی چې افغانستان کې د احصائیي برخه کې څو کلنه تجربه لري وايي، که افغانستان کې د نفوسو وده همداسې چټکه روانه وي، نو شونې ده چې راتلونکو ۲۵ یا ۲۶ کلونو کې د وګړو شمېر بیا دوه برابره شي او دا به د هغه په وینا د افغانستان لپاره پراخې ټولنیزې او اقتصادي ننګونې رامنځته کړي.

ښاغلی سیدزی زیاتوي د وګړو چټک ډېروالی پر روغتیايي او تعلیمي خدمتونو او د دندو پر موندلو ډېر ژور او د اندېښنې وړ اغیز لري. دی وايي په تېرو څه د پاسه دوه لسیزو کې د وګړو شمېر دوه برابره شوی خو د خدمتونو په کچه کې پاموړ بدلون نه لیدل کېږي. نوموړی ټينګار کوي، چې راتلونکي کې د پراخو ټولنیزو او اقتصادي کړکیچونو د مخنیوي لپاره باید اقتصادي ودې او د نفوس کنټرول ته لومړیتوب ورکړل شي.

د هغه په وینا، د وګړو ډېروالی ګټې هم لري، په ځانګړې توګه د اقتصاد په وده کې خو په دې شرط چې نارینه او ښځینه دواړه ښه او مسلکي وروزل شي او د هېواد د انډولیز پرمختګ لپاره نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې شي.

د ملګرو ملتونو خبرداری

بل لور په افغانستان کې د نفوسو کچه کې د پراخ زیاتوالي برعکس ملګرو ملتونو خبردار ورکړی چې په نړۍ کې د زېږون کچه په بې سارې توګه ټیټه شوې او په عمومي توګه د نړۍ نفوس په کمېدو دی.

د دې سازمان د نفوسو ادارې یو څېړنه ښيي لوړ لګښتونه، د ژوند لپاره د مناسب شریک نشتوالی او د کافي وخت نه لرلو له کبله سلګونه میلیونه کسان د دوی د خوښې شمېر ماشومان نه شي لرلي.

خو له بلې خوا ځینو هېوادونو کې بیا د وګړو د شمېر چټک ډېروالی د اندېښنې وړ ښودل شوی ځکه حکومتونه یې په همدې اندازه د عامه خدماتو د برابرولو لپاره چمتووالی نه لري.

که څه هم تر دې وروستیو پورې د نړۍ د نفوسو د چټکې ودې او د ځمکې پر وسایلو زیاتېدونکې فشار په اړه اندېښنې مخ پر ډېرېدو وې، خو اوس د نړۍ په یو شمېر برخو کې د زېږون د کموالي او نفوس د لږوالي په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. په ځانګړې توګه د لوېدیځې اروپا په هېوادونو کې د زیږون کچې ټیټوالي په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو یوه تازه څېړنه ښيي چې نړۍ کې سلګونه میلیونه کسان نه شي کولی د خپلې خوښې وړ شمېر ماشومان ولري. لوړ لګښتونه، مالي او اقتصادي ننګونې او ستونزې او د ژوند لپاره د مناسب شریک نشتوالی د دې ستونزې لوی لاملونه بلل شوي دي.

دا سازمان وايي دا څېړنه په ۱۴ هېوادونو کې چې ځینې یې بډای دي، د ۱۴ زره کسانو په ګډون ترسره شوې ده.

په دې ډله کې سویلي کوریا، تایلنډ، ایټالیا، امریکا هنګري نایجریا مراکش او څو نورو هېوادونه شامل دي او وګړي یې د نړۍ د ټولو نفوس دریمه برخه دي. پام کې ده ورته څېړنه په پنځوس نورو هېوادونو کې هم ترسره شي.

د دې څېړنې پایلې ښيي چې په دغو ۱۴ هېوادونو کې په اوسط ډول ۳۹ سلنه کسانو ویلي د اقتصادي او مالي محدودیتونو له امله نه شي کولی چې ماشوم ولري، خو دا شمېر په سویلي کوریا کې ۵۸ سلنې ته رسېږي او په سویډن کې ۱۹ سلنه دی.

د دې څېړنې پایلو ته په کتو د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې مشره ډاکتره نتالیا کنیم خبرداری ورکوي چې نړۍ کې د زېږون کچه په بې ساري ډول ټیټه شوې ده. ډاکتره کنیم وايي:

''ځینو کسانو د کورونا وبا له امله د ماشومانو زېږون وځنډاوه. ځینو بیا روغتیايي خدماتو کې د ځنډ او خنډ له امله بې پلانه ماشومان زېږولي. دې وضعیت د ماشومانو نه زېږون او د زېږون په اړه د خبرداري تر کچې اندېښنې پارولې، خو د خبرداري اصلي لامل له هغه ځایه سرچینه اخلي چې روغتیايي خدماتو کې د ځنډ له امله خلک نه شي کولی له خپلو جنسي او د ماشوم زېږون له حقونو ګټه واخلي او خپل انتخاب ولري. د وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت له موږ سره ملګرتیا وکړئ چې دا فاصلې له منځه یوسو. د جنسي روغتیا او د مور او ماشوم روغتیايي خدمات یو انتخاب نه بلکې بنسټیز حق دي.''

نوموړې وايي په عمومي توګه نړۍ کې د زېږون شمېر ډېر ټیټ شوی، ځکه ډېر کسان فکر کوي چې کورنۍ نه شي جوړولی او دا د دې په وینا په رښتینې معنی یوه ستونزه ده.

لوی بدلون

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د وګړپوهنې هالنډۍ متخصصه آنا روتکیرش چې اروپا کې یې د نفوس په اړه څېړنې کړي وايي، دا چې د زیږون د کچې کموالی په واقعي معنی یوه لویه ستونزه بلل کېږي، یو لوی بدلون دی.

په ۲۰۲۰ کال کې کارپوهانو خبرداری ورکړی وو چې د روانې میلادي پېړۍ تر پایه به ښايي د هر هېواد نفوس کې کموالی راشي. د جاپان او اسپانیا په ګډون د ۲۳ هېوادونو په هکله ویل شوي چې د دې پېړۍ تر پایه به یې نفوس نیمايي ته را کم شي.

په اوسط ډول نړۍ کې د هرې مور پر سر د زېږون کچه له څو لسیزو راهیسې په ټیټېدو ده. په ۱۹۵۰ کال کې هرې مور په اوسط ډول د عمر په اوږدو کې څلور اعشاریه اووه ماشومان زېږول، خو دا شمېر اوس شاوخوا دوه اعشاریه درې ښودل کېږي.

ځینو هېوادونو په خپلو وګړو کې د عمر له پلوه د توازن رامنځته کولو په موخه د کډوالو منلو ته مخه کړې، د سویډن په څېر ځینو نور بیا مېندو او پلرونو ته د اولادونو د زېږولو په بدل کې د اسانتیاوو برابرولو او مالي هڅونو په ګډون امتیازات ورکوي.

کومو هېوادونو کې د نفوس ډېرېدو ته اندېښنې شته؟

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عمر له پلوه د وګړو په منځ کې د توازن شتوالی د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه دا چې اقتصادي وده په کارپوه ځوان نسل ته اړتیا لري.

چین چې تر ډېره وخته نړۍ کې د تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد وو، د یوه ماشوم لرلو تګ لاره عملي کړه، خو وروسته څېړنو وښودله چې دا د چین چټکې اقتصادي ودې ته په کتو د دغه هېواد په ګټه نه ده او دا تګ لاره یې بدله کړه. اوس هند نړۍ کې تر ټولو ډېر وګړي لري.

خو په نورو ډېرو هېوادونو کې بیا د وګړو چټک ډېروالی یوه لویه ننګونه بلل کېږي، په تېره په هغو هېوادونو کې چې اقتصادي وده یې ټیټه او پڅه ده.

د بېلګې په توګه پاکستان کې د نفوسو چټکې ودې اندېښنې پارولې دي.

دې وروستیو کې د دغه هېواد د روغتیا وزیر مصطفی کمال پاکستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو سازمان له استازې سره کتنه کې د پاکستان د نفوس د چټکې ودې په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې د ملي پراختیا پر وړاندې یو لوی خنډ بللی. ده ویلي پاکستان نړۍ کې اوس پنځم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی.

همدا تېره اونۍ د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال د نفوسو په اړه یوه غونډه کې د نفوسو د ډیروالي کنټرول لپاره په ملي کچه د همغږۍ غوښتنه وکړه. ده خبرداری ورکړ چې د وګړو د ۲.۵۵ سلنه ډېروالي سره ښايي ۲۰۵۰ کال کې د پاکستان نفوس ۳۸۶ میلیونه وګړو ته ورسېږي. ده وویل، د کورنۍ د غړو د شمېر زیاتېدل به پر زدکړه، روغتیا او دندو اغېز وکړي.

د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم چې ډېری یې په افریقا کې دي د نفوس کچه په ډېرېدو ده.