د احصایې اداره: د افغانستان نفوس څه باندې ۳۳ نیم میلیونه دی؛ نارینه تر ښځو ډېر دي

- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملې ادارې په بیلابیلو برخو کې د معلوماتو او ارقامو کلنی ریپوټ خپور کړی چې په کې د افغانستان نفوس ۳۳میلیون او شپږ سوه زره ښودل شوی دی.
د دې ادارې له خوا دا رپوټ د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو حالاتو یو بشپړ انځور په ډول وړاندې شوی چې ویل کېږي ارقام او معلومات یې د دولت له بېلابېلو ادارو را ټول شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي په ۳۳ میلیونه او شپږسوه زره وګړو کې ۱۷،۱میلیونه نارینه او ۱۶،۵ میلیونه ښځې دي چې دا ښيي د نارینه و شمېر تر ښځو لوړ دی.
د دغو شمېرو له مخې د هغو کسانو شمېر لوړ شوی چې ښاري ژوند یې غوره کړی یعنې ۷۰ سلنه افغانان کلیوالي او ۲۴،۷ سلنه ښاري ژوند کوي چې په ۱۳۹۸ کال کې ۷۱ سلنه کسانو کلیوالي ژوند کاوه.
د یادې ادارې مرستیال حسیب الله موحد وايي، په ښارونو کې د نفوس زیاتېدو ستونزې رامنځ ته کړې دي.
ښاغلی موحد وايي "د افغانستان په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې دا توپیر ډېر زیات دی. تاسو وګورئ چې په کابل کې هر ۱۱۹۰ کسان په یوه کلیومتر مربع کې ژوند کوي خو په نیمروز کې څلور اعشاره څلور تنه ژوند کوي. دا ډېر لوی توپیر دی. "

د عکس سرچینه، AFP
رپوټ وايي کوچیان بیا د افغانستان د نفوس ۴،۵ سلنه جوړوي.
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې ډېر ځوان وګړي لري. دلته له ۴۷ سلنه زیات کسان تر ۱۵ کلونو کم عمر لري.
دا په ډاګه کوي چې له اقتصادي اړخه یو کس پر بل کس تړلی دی یعنی دلته یوازې ۵۰ سلنه د کار نفوس موجود دی.
خو دا ټول د کار څېښتنان نه دي. دلته د بې کاري کچه هم لوړه ده او د بې وزلۍ کچه بیا ۴۷ سلنه ښودل شوې.
د افغانستان کورني ناخالص تولیدات ۱۹میلیاردو او ۷۹۰ میلیون ډالره ښودل شوي او په ۱۳۹۸ کال کې ۱۸ میلیارده و ۸۹۰ میلیون ډالره وه چې یو څه زیاتوالی ښيي.
په ټوله کې د اړوند چارواکو په خبره اقتصادي وده کمه شوې، خو کلنی عاید یو څه ښه شوی دی.
دا د کورونا د لومړي کال رپوټ دی چې د دې وبا له کبله صنایع فلج او چوپړیزې چارې هم بې رنګه وې.
د وارداتو او صادراتو ترمنځ انډول کې چې له اوله په کې لوی توپير و، یو سلنه نور هم کم شوی او ۸۸ سلنې ته رسېدلی.

د احصائيې ملي ادارې رپوټ ښيي د غنمو حاصلات ۶ سلنه لوړ شوي او ۵ میلیون دوه سوه زره ټن غنم یې تولید کړي دي خو د بريښنا تولید بیا کم شوی دی.
همدې ریپوټ کې دا هم راغلي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۳۶ سلنه زیات شوی دی او ترافیکې پېښې ۱۲ سلنه زیاتې شوې.
د دولتي کارمندانو شمېر څه باندې درې لکه کسانو ته رسېدلی خو روغتونونه او روغتیايي مرکزونه کم شوي یعنې هر لس زره کسانو ته څلور بستره او درې ډاکټران شته دي او د ایدز ناروغي هم پنځه سلنه زیاته شوې ده.












