د کابل تاریخي اریانا سینما ورانول، عتیق رحیمي وايي، دا 'یوه خاطره وه، چې باید بیا راژوندۍ شوې وای'

اریانا سینما

د عکس سرچینه، AFP

د افغان پلازمېنې کابل په مرکزي برخه کې ارګ ماڼۍ ته څېرمه تاریخي اریانا سینما نړول شوې ده. ویل کېږي، د اریانا سینما ودانۍ پر ځای به د الیکترونیکي وسائلو یوه سوداګریزه ودانۍ یا شاپنګ پلازه جوړه شي.

د اې ایف پي رپوټ کې ویل شوي، پر پنجشنبه د سینما ودانۍ پر ځای د خاورو، خځلو یو ډېری لیدل کېده او پر یوه لوحه لیکي وو ''دلته به یوه عصري سوداګریزه ودانۍ جوړه شي.''

په ۲۰۲۱ کال کې چې افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د نورو هغو په څېر په اریانا سینما کې هم نندارې ته د فلمونو پر وړاندې کولو بندیز ولګېد، خو د اریانا سینما ودانۍ تاریخي او کلتوري اهمیت ته په کتو سره د ډېرو لپاره د دې نړېدو خبر د خواشینۍ لامل کېږي.

افغانې فلم جوړوونکې او د هرات ښځو په نامه نړیوال فلمي فېسټوال بنسټ اېښودونکې رویا سادات په دې هکله بي بي سي ته وویل، د اریانا سینما نړېدلو خبرې اورېدل ''دردوونکی او ټکان ورکوونکی خبر دی.''

د کابل یوه ۶۵ کلن اوسېدونکي چې وايي، له کورنۍ سره به په ۱۹۷۰ مو کلونو کې د فلمونو نندارې لپاره دې سینما ته ورته، اې ایف پي ته وویل: ''د اریانا سینما ودانۍ ورانېدو خبر اورېدو سره مې زړه مات شو. دې سره مې ډېرې خوږې خاطرې تړلې وې، هغو وختونو کې دا خورا په زړه پورې ځای و.''

اریانا سینما ودانۍ په ۱۹۶۰ کلونو کې ودانه شوې وه، چې د کورنیو جګړو پر مهال په بشپړه توګه ونړېده او د طالبانو د مخکنۍ واکمنۍ پر مهال کنډواله پاتې وه، خو په ۲۰۰۴ کال کې د فرانسوي معمارانو او (د کابل لپاره د یوې سینما) په نامه پروژې په نامه د فرانسوي کارپوهانو لخوا بیا ورغول شوه.

د اې ایف پي په رپوټ کې د افغان الاصله فرانسوي فلم جوړوونکی او لیکوال عتیق رحیمي له قوله ویل شوي:

''اریانا سینما یوازې یوه کنډواله نه وه، چې باید ورانه شوې وای، بلکې یوه خاطره وه، چې باید بیا راژوندۍ شوې وای. دا یو ځل مخکې د کورنۍ جګړې له لاسه ورانه شوې وه، دا ځل یې ورانېدل تر هغه هم بدتر دي: دا د عصریتوب په نوم له منځه یوړل شوه، داسې عصریتوب چې روح نه لري، تصویر نه لري، په تیاره کې له شریکې خاموشۍ پرته.''

له دې مخکې د سږ کال په مې میاشت کې د طالبانو حکومت سرچینو ویلي وو د افغان فلم پخوانۍ اداره به د اطلاعاتو او کولتور وزارت په اډانه کې د"سمعي او بصري ریاست" په نوم فعالیت کوي.

طالبانو د دغې پرېکړې دلایل نه وو په ګوته کړي چې ولې یې د دغه تاریخي بنسټ نوم اړولی. یوې سرچینې هغه مهال کابل کې د بي بي سي خبریال ببرک احساس ته ویلي وو "د دغه ریاست ټول پخواني کارکوونکي به خپلو دندو ته دوام ورکړي."

د طالبانو حکومت په رسمي ډول څه نه وو ویلي چې ولې یې افغان فلم په نوي نوم نومولی او یا دا چې د دغه ادارې راتلونکي فعالیتونه به څه ډول وي.

د " سمعي او بصري ادارې" نوم طالبانو د امریکا او پخواني افغان دولت پر وړاندې د جګړې پر مهال هغې برخې ته کاراوه چې د دوی د وسله والو د مورال لوړولو لپاره یې تبلیغاتي ویډیوګانې او غږېز پیغامونه چمتو کول.

د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د افغانستان تېر جمهوري حکومت پر مهال د کابل ښار یوه بله نژدې ۷۵ کلنه پارک سینما ودانۍ ونړوله

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د افغانستان تېر جمهوري حکومت پر مهال د کابل ښار یوه بله نژدې ۷۵ کلنه پارک سینما ودانۍ ونړوله.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې د افغانستان تېر جمهوري حکومت پر مهال د کابل ښار یوه بله نژدې ۷۵ کلنه پارک سینما ودانۍ ونړوله، چې هغه پرېکړه هم د کلتور او فلمي صنعت برخې د ګڼ شمېر فعالانو او هنر مینه والو له نیوکو سره مخامخ شوې وه. د هغه وخت چارواکو بیا د پارک سینما ودانۍ ویجاړ او خراب حالت د خپلې پرېکړې دلیل باله.

دې سینما پورې د ډېرو خلکو خاطرې تړلې وې او د همدې لپاره یې فرهنګپالو هغه مهال د ړنګولو پر ځای په رغولو ټینګار کړی و.

د "افغان فلم" ادارې هغه مهال مشرې صحرا کریمي د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په لارښوونه د پلازمېنې کابل د هغې تاریخي سینما د ویجاړېدو د پرېکړې تر عملي کېدو وړاندې ویلي وو د دې سینما ودانۍ کې د نه خوړو اعتصاب کوي او که سینما نړول کېږي نو دا دې هم ورسره له منځه یوړل شي.

نوموړې وروسته ویلي وو، پولیس ورغلل او تر نړولو وړاندې یې په زور د سینما له ودانۍ وایستله.

که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ مخکې دوو لسیزو کې په افغانستان کې د سینماوو ځینې ودانۍ بېرته ورغول شوې، خو په همدې موده کې یو شمېر سینماګانې چې د کورنیو جګړو پر مهال کنډواله شوې وې، په هماغسې وران، ویجاړ حالت کې پاتې شوې او په سینما کې د فلم نندارې دود د پڅې ودې له کبله د ځينو سینماګانو د ودانیو پر ځای بیا سوداګریزې ودانۍ جوړې شوې.